2014

کابل ښار (پژواک ٢٦ کب ٩١): د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشا رييس وايي، د ټولو هغو ګومارل شوو کسانو بشپړ لېست لري، چې په تېرو ټاکنو کې ترې خلکو شکايت درلود او هغوى، چې سرغړونې يې کړې وې بيا ځلي به ورته په ټاکنو کې د کار چانس ور نه کړل شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشا رييس ضياالحق امرخېل له پژواک اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، هرڅومره، چې ژر کېږي بايد د ټاکنو قانون د ملي شورا له خوا تصويب شي، دا نه يواځې د ټاکنو کمېسيون په ګټه دی، بلکې د ټولو هېوادوالو په ګټه دی او ځنډ يې پرته له شکه د ټولې پروسې پر وړاندې خنډ دی.

کابل  ( پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٤ ) : د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي چې داعش د غلو يوه ډله ده، چې له اسلام سره هېڅ تړاو نه لري.
اوباما دغه څرګندونې تېره شپه په واشنګټن کې د تلوېزيون له لارې امريکايي ولس ته په خپله وينا کې کړې دي.
نوموړي دغه ‌څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې تېره اوونۍ د امريکا په کليفورنيا ايالت کې يوه وسله وال تن پر خلکو ډزې کړې وې او ١٣ کسان يې وژلي وو.
اوباما په خپله وينا کې زياته کړې : (( د  داعش پر ضد جګړه، اسلام سره جګړه نه ده، ترهګري د سرطان په څېر ده او ترهګرۍ په حقيقي توګه ګواښ رامنځته کړى دى.))

کابل(پژواک،١٦ لړم ٩٤): د پنځو ولايتونو واليانو په ولايتونو کې د سرپرستيو چاره د سياسي لاسوهنو لامل بولي چې د ولسمشر د لارښوونې له مخې به، د مالي کال تر پاى ته رسېدو پورې   په ولايتونو کې  د سرپرستۍ نظام پاى ته ورسول شي.
 د ولسمشر غني د نوې لارښوونې له مخې، له دې وروسته واليان  په نوبتي ډول د کابينې په غونډو کې ګډون کوي، د خپلو ولايتونو لومړيتوبونه او ستونزې له وزيرانو سره په انفرادي ډول شريکوي او وروسته په کابينې کې پرې بحث او تصميم نيول کېږي.

جلال اباد (پژواک، ۲۹ تله ۹۴): د ننګرهار وکيل او د ولسي جرګې لومړي مرستيال هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې له وسله والو سره د جګړې په پلمه شخصي ملېشه جوړوي.
حاجي عبدالظاهر قدير تېر ماښام ناوخته (د تلې ۲۸مه) په جلال اباد کې خبري کنفرانس کې وويل چې د ملېشه جوړونې طرفدار نه دی؛ خو له وسله والو سره د جګړې لپاره چمتووالی لري.
ظاهر قدير له څه مودې راهيسې اعلان کړی چې له حکومت سره به په ګډه په شينوارو کې د وسله والو پر ضد جګړه پيل کړي.
په ننګرهار کې داسې ګونګسې دي چې ګواکې د ولسي جرګې دا جګپوړی چارواکی غواړي په دغه ولايت کې شخصې ملېشې جوړې کړي.

Pages

Subscribe to 2014