Add new comment

Not interested in raising private militias, says Haji Qadeer

جلال اباد (پژواک، ۲۹ تله ۹۴): د ننګرهار وکيل او د ولسي جرګې لومړي مرستيال هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې له وسله والو سره د جګړې په پلمه شخصي ملېشه جوړوي.
حاجي عبدالظاهر قدير تېر ماښام ناوخته (د تلې ۲۸مه) په جلال اباد کې خبري کنفرانس کې وويل چې د ملېشه جوړونې طرفدار نه دی؛ خو له وسله والو سره د جګړې لپاره چمتووالی لري.
ظاهر قدير له څه مودې راهيسې اعلان کړی چې له حکومت سره به په ګډه په شينوارو کې د وسله والو پر ضد جګړه پيل کړي.
په ننګرهار کې داسې ګونګسې دي چې ګواکې د ولسي جرګې دا جګپوړی چارواکی غواړي په دغه ولايت کې شخصې ملېشې جوړې کړي.
خو نوموړي د پژواک اژانس د خبريال د دې خبرې په ځواب کې چې ويل کېږي تاسو د ملېشو جوړولو پلان لرئ، وويل: ((حاجي ظاهر د ملېشه سازۍ پلوى نه دی.))
د ولسي جرګې لومړي مرستيال وويل، هغه ملګري چې يې د وسله والو پر ضد د جګړې پلان لري، تر جنګ وروسته به بېرته خپلو کورونو ته ځي.
نوموړي له دغو څرګندونو سره هم مهال يو ځل بيا اعلان وکړ: ((نه اپريدی منم او نه اورکزی، چې راشي او زموږ پر خلکو بريدونه وکړي، زه حکومت ته په تمه يم چې غږ وکړي او د وسله والو پر ضد جګړه پيل کړو.))
نوموړي په خپلو خبرو کې دا يادونه هم وکړه چې په شينوارو ولسواليو کې يې ځيني ځايي خلک د وسله والو پر ضد پاڅېدلی او تېره ورځ يې دوه تنه داعش وسله وال نيولي دي.
هغه نيول شوي کسان رسنيو ته وښودل او يادونه يې وکړه: ((دا کسان چې پاکستاني وګړي دي، د ولس په همکارۍ نيول شوي او ما ته يې راوستي زه به يې حکومت ته وسپارم.))
نوموړي دا يادونه هم وکړه چې تېره ورځ يې د سره رود په ولسوالۍ کې د خلکو او امنيتي ادارو په همکارۍ دوه هغه وسله وال نيولي چې پر ده د بريد لپاره ګومارل شوي وو.
ظاهر قدير وايي: ((دوه کسان چې د داعش وسله وال دي، زما د کور په يو کيلومټرۍ کې ځای پر ځای شوي وو، د خلکو په همکارۍ مې ونيول او حکومت ته مې وسپارل، دوی پر ما د بريد پلان درلود.))
خو د ننګرهار امنيي قومانداني په دې تړاو بې خبري ښيي.
دغه راز د ولسي جرګې لومړی مرستيال وايي: ((موږ دې ته په تمه يو چې حکومت غږ راباندې وکړي، دښمن ضعيفه شوی خو يو شمېر کسانو ترې بلا جوړه کړې. څو ورځې نور هم حکومت به په تمه يم که نه ولس مبارزې ته اماده دی.))
روانه اوونۍ د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د ولسي جرګې له لومړي مرستيال سره په ګډه خبري ناسته کې ويلي وو چې په شينوارو کې تر عملياتو وروسته به له ولسي خلکو څخه د امنيت په ټينګښت کې ګټه واخلي.
د کندوزي په وينا، امنيتي سرتېري د وسله والو پر ضد د جګړې توان لري او حکومت نه غواړي چې په عملياتو کې د ولس په ګډون سره ملکي تلفات واړوي.

 

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.