Delay in law approval to hurt poll process: IEC

کابل ښار (پژواک ٢٦ کب ٩١): د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشا رييس وايي، د ټولو هغو ګومارل شوو کسانو بشپړ لېست لري، چې په تېرو ټاکنو کې ترې خلکو شکايت درلود او هغوى، چې سرغړونې يې کړې وې بيا ځلي به ورته په ټاکنو کې د کار چانس ور نه کړل شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشا رييس ضياالحق امرخېل له پژواک اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، هرڅومره، چې ژر کېږي بايد د ټاکنو قانون د ملي شورا له خوا تصويب شي، دا نه يواځې د ټاکنو کمېسيون په ګټه دی، بلکې د ټولو هېوادوالو په ګټه دی او ځنډ يې پرته له شکه د ټولې پروسې پر وړاندې خنډ دی.
امرخېل په دې  مرکه کې د ټولټاکنو د درغليو، په نا امنو سيمو کې د ټاکنو پروسه، د ټاکنو د قانون د تصويب، د ټاکنو د امنيت،  د ټاکنو د پروسې د څارنې او نظارت او يو شمېر نورو موضوعاتو په تفصيل سره رڼا اچولې ده، چې په لاندې ډول يې خپروو.
پوښتنه: په تېرو ټاکنو کې هم په نا امنو سيمو کې يا خو مرکزونه نه وو او يا هم خلکو د ګواښونو له امله رايې ورنه کړې، چې له امله يې د ټاکنو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راغى، په راتلونکو ټاکنو کې که همدا کار بيا تکرار شي، ايا ټاکنې به مشروعيت ولري؟
ځواب: د ټاکنو کمېسيون د هېواد په کچه ۶۹۱۷ رايو مرکزونو لېست امنيتي ارګانو ته په دې موخه لېږلى، چې هغوى د امنيت د خونديتوب په موخه وار له مخه پلانونه په جوړ کړي او يو ځل بيا د نا امنۍ د نشتوالي له امله افغانان له خپل مشروع حق څخه محروم نه کړل شي او په همدې موخه په دغو مرکزونو کې داسې سيمه نه ده پاتې، چې هلته د رايې اچونې مرکز نه وي په نښه شوى. زموږ هيله هم له امنيتي ارګانونو څخه همدا ده، چې د ټولو مرکزونو امنيت خوندي کړي، څو خلک خپل راتلونکى وټاکي، زما په اند په ټاکنو کې د خلکو ګډون هم د ولسونو ارادې پورې اړه لري او هيله لرم، چې افغانان به يو ځل بيا له شته ناخوالو څخه د خلاصون په موخه د رايو اچونو مرکزونو ته ولاړ شي، د ټاکنو کمېسيون له ښکېلو خواوو سره هڅه کوي او دغه ورځ ته جدي تدابير نيسي.
پوښتنه: د بېلګې په توګه، په غزني کې بېلابېل قومونه اوسېږي، خو ولسي جرګې ته يوازې يو قوم لاره پيدا کړه، ايا دغه ډول کارونه په هېواد کې د قومونو ترمنځ ستونزې نه رامنځ ته کوي او قومي شخړې نه راولاړوي، د دې ستونزې د مخنيوي لپاره څه اقدامات کوئ؟
ځواب: په غزني ولايت کې په پارلماني ټاکنو کې ستونزه د امنيت نشتوالی او د ټاکنيزو مرکزونو ته د خلکو نه لاسرسی و او موږ د حکومتي مسوولينو او په ځانګړي ډول له امنيتي ارګانونو سره په همغږۍ هڅه کوو، چې د ټاکنو په ورځ ټولې امنيتي ستونزې له منځه يوسو او د سيمې اوسېدونکو ته د دې زمينه برابره کړو، چې د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي او داسې څوک وټاکي، چې د دوى استازيتوب وشي کولی.
 همدارنګه د ټاکنو کمېسيون له تېرو تجربو نه په ګټې اخيستنې سره له ولسونو سره هم د عامه پوهاوي په برخه کې يو لړ ګټور پروګرامونه ترلاس لاندې لري، څو خلک د ټاکنو اهميت ته متوجې شي او زه ډاډه يم، چې د غزني خلکو او نورو هېوادوالو به هم له تېرو تجربو څخه پوهېدلي وي او د ټاکنو په ورځ به د رايو اچونو مرکزونه ته ورشي او خپل د خوښې نوماند ته به رايه ورکړي.
پوښتنه: په تېرو ټولټاکنو کې د درغلۍ تورونه پورې شول، تاسو د راتلونکو ټاکنو کې د درغليو د مخنيوي لپاره څه اقدامات کوئ؟
ځواب: په تېرو ټولټاکنو کې له شک پرته ځينې داسې نيمګړتياوې، چې بايد په راتلونکو ټاکنو يې مخه ونيول شي او په دې برخه کې کمېسيون يو لړ عيني او د تطبيق وړ پلانونه او هغه تجربې، چې له تېرو ټاکنو مو ترلاسه کړې دي، تر لاس لاندې لري، چې د يادو ستونزو په کمولو کې به ګټور تمام شي، يوه خبره چې بايد زه ورته اشاره وکړم، هغه دا ده چې رڼې ټاکنې او د شته ستونزو هوارى پر کمېسيون سربېره په سياسي ګوندونو، نوماندانو، مدني ټولنې، رسنيو او عام ولس پورې اړه لري، زموږ د ټولو ريښتنې هڅې يادو ستونزو ته د پای ټکی اېښودلی شي.
د تېر په پرتله به دا ځل د امنيتي ارګانونو، سياسي ګوندونو، مدني ټولنې، رسنيو او نوماندانو سره په لا ښې همغږۍ او ولسونو په عامه پوهاوي کې ډېر کار وکړو، څو تېرې ستونزې بيا تکرار نه شي.
پوښتنه: د ټاکنو ډېرى کارکوونکي په ګوندونو او يا هم کانديدانو پورې تړاو لري او د هغوى په ګټه کار کوي، د دې کار د مخنيوي لپاره څه مېکانيزم لرئ؟
ځواب: راځئ يو حقيقت ته تم شو، افغاني ټولنه يو پېچلى ترکيبي جوړښت لري او په تېرو درېيو لسيزو کې  د ټولنې غړي حتماً په يو ګروپ او ګوند پورې ښايي تړلي اوسي، د ټاکنو کمېسيون هم په اداره کې د کسانو د ګومارنې پروسه د هېواد د نافذه قوانينو پر اساس پر مخ بيايي او تر ډېره بريده دا ځل کمېسيون تېرو ستونزو ته متوجې شوي دي، دا ځل به موږ په ګومارنه کې مسلکيتوب، ژمنتيا، ښه شهرت او د شخص بې پرې توب ته لومړيتوب ورکړو، د ټاکنو کمېسيون د ټولو هغو ګومارل شوو کسانو بشپړ لېست لري، چې په تېرو ټاکنو کې ترې خلکو شکايت درلود او هغوى، چې سرغړونې يې کړې وې بيا ځلي به ورته په ټاکنو کې د کار چانس ور نه کړل شي.
پوښتنه: په کوم ځاى کې چې د رايې اچونې مرکزونه جوړيږي، د سيمې خلکو له خوا په کانديدانو خرڅېږي، د سيمه ييزو مرکزونو د څار او نظارت لپاره څه پلان لرئ؟
ځواب: د رايې اچونې ټول مرکزونه په ټولنيزو (عام المنفعه) ځايونو کې لکه روغتيايي مرکزونو او ښونځيو کې په نظر کې نيول شوي، د ټاکنو کمېسيون د څارنې داسې طرزالعمل تصويب کړى، چې په هغه کې په نوماندانو باندې دا جبري شوې ده، چې ټولو مرکزونو کې به د څارنې په موخه خپل ټاکل شوي استازي لېږي، څو د دا ډول ستونزو مخه ونيول شي، زما په اند چې د ټاکنو د کمېسيون کارکوونکو، امنيتي مسوولو کسانو، د مدني ټولنې، نوماندانو، سياسي ګوندونو، رسنيو او پر ټاکنو باندې د څارونکو ټولنو د څارونکو د سمې څارنې په صورت کې به د يادې ننګونې مخه ونيول شي.
پوښتنه: د کانديدانو د بررسۍ لپاره، چې جرمي مخينه ونه لري او زده کړې يې ستاسو له معيار سره برابرې وي، څه مېکانيزم لرئ؟
ځواب: د ټاکنو په نوې مسوده کې د نوماند لپاره  ټول شرايط د اساسي قانون له حکمونو سره سم په نظر کې نيول شوي، د بېلګې په توګه د ولسمشر لپاره د ليسانس سند، کاري تجربه، د افغانستان تابعيت، د هېواد په رسمي ژبو ليک او لوست او قانوني ۴۰ کلن عمر، د با صلاحيته محکمې له خوا د بشري ضد جرمونو، جنايت او همدارنګه د مدني حقونو څخه په محروميت محکوم شوی نه وي.
د ټاکنو کمېسيون د ټولو نوماندانو د شرايطو څېړلو په اړه له اړوندو ارګانونو سره داسې کمېټې جوړول په پلان کې لري، چې له امله به يې ياد شرايط په نظر کې نيول کېږي او تنظيميږي.
هرڅومره، چې ژر کېداى شي بايد د ټاکنو قانون د ملي شورا له خوا پاس شي او دا نه يواځې د ټاکنو کمېسيون په ګټه دی، بلکې د ټولو هېوادوالو په ګټه دی او ځنډ يې پرته له شکه د ټولې پروسې پر وړاندې خنډ دی.
پوښتنه: تېر ځل په ټاکنو کې د ټاکنو کمېسيون ولايتي غړي په درغليو تورن وپېژندل شول، دا ځل که د رايې اچونې په جريان کې داسې څه رامنځ ته کيږي، ستاسو غبرګون به څه وي؟
ځواب: په ټاکنو کې درغلي او سرغړونه  د قانون له حکمونو سره سم کره شواهدو او مدارکو ته په کتو، چې جرمي برخه يې د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا او ټاکنيزې سرغړونې يې د شکايتونو د کمېسيون له خوا په جدي ډول څېړل او رسيدګي ورته کېږي او په دې برخه کې د ټاکنو کمېسيون ژمن دى، چې په دې برخه کې له قانون او طرزالعملونو سره سم چلند کوي، که چېرې په ټاکنو کې ټولې ښکېلې خواوې خپل مسووليتونه په سم ډول ترسره کړي، نه يواځې دا چې رڼې ټاکنې به يقيني شي، بلکې په ټاکنو کې به سرغړونو او درغليو رامنځ ته کېدو ته ځای هم پيدا نه شي.
پوښتنه: دا ځل څومره ډاډه ياست، چې ټاکنې به پر خپل وخت ترسره شي او تېر ځل په څېر به ونه ځنډيږي؟ ((١٣٩٣ د وري ١٦ مه))
ځواب: د ټاکنو خپلواک کمېسيون د اساسي قانون له حکم سره سم د ۱۳۹۳ کال د وري په ۱۶مه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو ترسره کېدو ته ژمن دى او وار د مخه په کمېسيون کې د شفافو ټولټاکنو لپاره عملياتي او تخنيکي پلانونه د مهال وېش له مخې جوړ شوي دي او تر دې دمه موږ داسې کوم خنډ نه وينو، چې ټاکنې به له تخنيکي، بوديجوي او عملياتي لحاظه وځنډېږي.
پوښتنه: ډېر ګوندونه، مدني ټولنه او خلک د ټاکنو لپاره د نويو کارتونو او يا برېښنايي تذکرو پر وېش ټينګار کوي او د ټاکنو د روڼتيا لپاره يې اړين بولي، تاسو په دې اړه څه وايئ؟
ځواب: راتلونکو ټاکنو کې افغانان کولی شي، چې  زاړه کارتونه، الکترونيکي تذکرې او همدارنګه هغو کسانو ته، چې قانوني عمر يې پوره کړى وي، هېواد ته بېرته را ستانه شوي، د هېواد په دننه مهاجرتونو ته اړ شوي، يايې ټاکنيزو حوزو کې بدلون راغلی او يا يې هم کارتونه ورک کړي وي، نوي کارتونه ورکول کېږي، په نوو کارتونو کې داسې امنيتي مسايل په نظر کې نيول شوي، چې دويم ځلې استعمال او يا هم جعلي جوړول يې ناشونى دى او د ټاکنو کمېسيون موظف مامورين به د ټاکنو په ورځ دغو مسايلو ته جدي متوجې وي. همدارنګه کارتونه په يوازېتوب نه شي کولى، چې ۱۰۰ سلنه رڼې ټاکنې تضمين کړي، بلکې نورې لارې چارې هم شته، چې د ټاکنو کمېسيون د ټاکنو شفافيت په موخه په پام کې لري او د ټاکنو ورځې ته به جدي تدابير ونيسي.
 د ټاکنو کمېسيون د هغې بوديجې ته په کتو، چې نږدې له ۱۵ تر  ۲۰ ميليونو ډالرو پورې په لاس کې لري او د هېواد لوړو ګټو ته په کتو يې د زړو کارتونو استعمال جواز بللی دی، ځکه  موږ نه غواړو، چې په لرې پرتو او نا امنو سيمو کې افغانان د کارت اخيستو پر مهال د وسله والو مخالفينو د ګواښ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.
زه په دې اند يم، چې په ټولو هغو هېوادونو کې، چې پوره پرمختللې ټيکنالوجي لري، هم په ټاکنو کې جزوي تېروتنې صورت نيسي او په افغانستان کې هم په اوږدمهال کې الکترونيکي تذکرې د جعلي کارتونو ستونزه حلولی شي.
پوښتنه: د امنيتي او نورو ستونزو له امله تېر ځل له ١٧ ميليونه په شرايطو برابر شاوخوا شپږ ميليونه کسانو په ټاکنو کې ونډه لرله، فکر نه کوئ، چې په راتلونکو ټاکنو کې به د ګډونوالو شمېر تر دې هم کم وي؟
ځواب: د نړۍ په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې هم ټول خلک سره له دې، چې هېڅ ستونزه نه لري ګډون نه کوي او دا د هغوى اختيار دی، چې له دغه حق څخه ګټه اخلي او کنه، په تېرو ټاکنو کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ۱۲ ميليونو کسانو لپاره خپل تدابير نيولي وو، خو ۶ ميليونو کسانو په ټاکنو کې برخه واخيسته او دغه کچه د ډېرو هېوادونو په پرتله لوړه ده، چې تقريبا ۵۰ سلنه جوړوي.
څرنګه چې افغانان په دې ورستيو پنځو کلنو کې له زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او له دغه ناسم وضعيت څخه د خلاصون يواځېنۍ لاره ټاکنې دي او هيله لرم، چې دغه ولس اوس په دې پوه شي، چې  راتلونکې ټاکنې ورته څومره اهميت لري.
پوښتنه: د ټاکنو د قانون طرحه تر اوسه په ملي شورا کې ده او ښايي تصويب او وروستي کېدل يې وخت واخلي؛ د دې طرحې په نهايي کېدو کې ځنډ د ټاکنو کمېسيون په چارو څومره بد اغېز کولاى شي؟
ځواب: بې له شکه د ټاکنو د قانون طرحه، چې ملي شورا ته لېږل شوې او د ملي شورا رخصتۍ ورځې هم پای ته ورسېدې او د اداري پلاوي له ټاکل کېدو وروسته زه هيله لرم، چې د ولسي جرګې لومړۍ اجنډا به د ټاکنو قانون تصويبېدل وي او موږ ترې په رسمي ډول هيله کړې، هر څومره چې ژر کېږي بايد دغه طرحه تصويب کړي او د قانون ژر تصويب به نه يواځې د ټاکنو کمېسيون په ګټه وي، بلکې د ټولو افغانانو په خير دی او بالاخره د ټاکنو پروسې په خير دی او ځنډ يې د ټولو په تاوان دی، ځکه د کمېسيون ټول عملياتي پلانونو او طرزالعملونه د قانون تصويب ته سترګې په لار دي.