By: جاويد هميم کاکر , Date:29/10/2018
کابل ( پژواک، ٧ لړم ٩٧) : په  ميدان وردګو ولايت  کې د ولسي جرګې لپاره نوماندانو د شکايتونو له کمېسيون څخه وغوښتل چې بايومټريک شوې رایې دې له تقلبي رايو څخه جلا کړي. ددغه ولايت د والي وياند عبدالرحمن منګل... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Wardak.To see other videos

  دهېواد دمرکزي ولايت ميدان وردګو ولايت اوسېدونکي دهېواد له راتلونکي ولسمشر څخه غواړي، چې په دغه ولايت کې دبهرنيو ځواکونو دخپلسرو عملياتو ، دبې ګناه خلکو دنيونې او وسله والو طالبانو دنفوذ مخه ونيسي .
دغه ولايت، چې دمرکز ميدان ښار په ګډون له نهو اداري واحدونو جوړدى ، دپلازمينې کابل په ګاونډ ٣٥کيلومترۍ کې موقعيت لري او په دې وروستيو کې يې اوسېدونکو دبهرنيو ځواکونو په ځانګړي ډول د امريکا د ځانګړو ځواکونو د خپلسرو عملياتو او ځورونو پر ضد لاريونونه کړي دي .
 

کابل (پژواک ٢١غبرګولى ٩٢) : دميدان وردګو ډېرى اوسېدونکي په لرو پرتو سيمو کې دبيارغونې دبنسټيزو پروژو، سړکونو پخولو، کرنيزو محصولاتو ته دبازار موندنې، دولتي پوهنتون، د اوبو دبندونو جوړولو په ځانګړي ډول د چک دبرېښنا بند د ترميمولو غوښتونکي دي .
 
دچک ولسوالۍ د قولک کلي اوسېدونکى مجيب الرحمن وايي ، چې له تېرو څو کلونو راهيسې ولايتي چارواکو او مرکزي اداره دچک له خلکو سره ژمني کوي ، چې دچک د برېښنا بند به له سر ورغوي او دغه ولسوالۍ به په بشبړ ډول له برېښنا څخه برخمنه شي ، خو په عمل کې هېڅ هم نه دي شوي او بند په همغسې پخوانۍ بڼه پاتې دى.
 

 
ميدان ښار (پژواک ٧ زمرى ٩٢) :  د ميدان وردګو يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې نا امني د ژوند د ټولو اړخونو د پرمختګ پر وړاندې تر ټولو ستر خنډبولي .
چارواکي هم په ځينو ولسواليو کې ناامني مني ، خو وايي ، چې ددغې ستونزې د له منځه وړلو لپاره امنيتي پلانونه لري او  شپه او ورځ  هڅې کوي .
 

کابل (پژواک ٢٠غبرګولى ٩٢) : په ميدان وردګو کې که څه هم د پوهنې بهير د مخکې په پرتله په بې ساري توګه پرمختګ کړى ، خو د ښوونکو او ښوونځيو د ودانيو کموالى او په ځينو سيمو کې ناامنۍ اوس هم ددغه بهير پروړاندې ستر خنډونه دي.
ددغه ولايت د والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي ، په ميدان وردګو کې ټول ٤٥٠ښوونځي او تعليمي مرکزونه فعال دي ، چې ١٧٢٨٩٢ تنه په کې په زده کړو بوخت دي او د ٤٧٢٩ ښوونکو له خوا ورته زده کړې ورکول کيږ ي ،چې ٣٤٥ښوونکې يې ښځينه دي.

کابل ( پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٢ : که څه هم چې په تېرو لسو کلونو کې په ميدان وردګو ولايت کې په سلګونه د بيارغونې  لويې او وړې پروژې پلې شوي، خو ددغه ولايت اوسېدونکي شوي کارونه لږ او د قناعت وړ نه بولي .
د ميدان وردګو ولايت د کليو د پراختيا رياست د معلوماتو په اساس، له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهيسې ١٧٦٧بېلابېلې پروژې ددغه ولايت په ټولو اداري واحدونو کې د خلکو په خوښه او غوښتنه پلې شوې دي.
دغه رياست زياتوي، چې ٢٧١پروژې تر کار لاندې دي او ٤٦٣ نورې پروژې به په نږدې راتلونکي کې په ټولو ولسواليو کې پيل شي .

کابل (پژواک د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٢) : د ميدان وردګو چارواکي وايي ، چې په دغه ولايت کې يې د خلکو د اقتصادي پياوړتيا په موخه اساسي پروګرامونه پيل کړي ، خو اوسېدونکي يې  له بې روزګارۍ ، د فابريکو او نورو توليدي مرکزونو له نه شتون څخه سر ټکوي .
د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي ، چې په دغه ولايت کې يې د خلکو د اقتصادي پياوړتيا په موخه د ادارو او سوداګرو په هڅونه داسې اساسي کارونه پيل کړي ، چې له امله به يې په دغه ولايت کې  د خلکو اقتصاد ښکاره او د پام وړ وده وکړي.

   ١- ملي راډيوتلوېزيون :
دملي راډيو تلوېزيون امريت داطلاعات او فرهنګ رياست په چوکاټ کې له تېرو پنځو کلونو راهيسې څلور ساعته نشرات لري ، چې يواځې په مرکز ميدان ښار کې اورېدل کېږي . لس  کارکوونکي لري او دا مهال يې د امريت چارې د محمد وحيد عاطف پر غاړه دي .
   د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۶۶۹۹۳۲
٢-يووالي غږ راډيو:

١- دميدان وردګوولايت د ځوانانوملي اوټولنيزارګان :
د ميدان وردګو ولايت د ځوانانو ملي اوټولنيزارګان په ١٣٨٦کال کې په دغه ولايت کې رامنځته شو ، مشر يې نجيب الله فکرمن دى. دغه ارګان په ادبي او ټولينزو فعاليتونو بوخت دى.
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۸۱۹۸۳۴۸
٢- عهد علمي اوادبي ټولنه :
عهدعلمي اوادبي ټولنه په ١٣٨٤کال کې په ميدان وردګو کې د انجينر حيات الله په مشرۍ رامنځته شوه ، د عهد په نامه مجله هم لري او د نورو فعاليتونو ترڅنګ  د زده کوونکو لپاره  کورسونه او نور ښوونيز پروګرامونه هم په لاره اچوي  .
د اړيکې شمېره : ۰۷۸۶۷۳۱۲۵۸

۶۵-  سيد محمد سعيدي
   انتخابي سناتور
 
 سيد محمد سعيدي د حاجی سيد حسن زوی، چې  په ۱۳۳۶ لمريز کال کې د ميدان وردګو ولايت د بهسودو ولسوالۍ د سيدقلعې  دلومړۍ برخې په كلى کې زېږېدلی او  په اسلامي علومو کې يې  د څوارلسم ټولګي معادل زده کړې کړې دې. نوموړی مخکې د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړى و،  د آيت الله محسني په مشرۍ د افغانستان د اسلامي حركت  ګوند غړى دی .
 
د اړيکې شمېره:  ۰۷۷۲۰۷۴۳۹۹
 

د ميدان وردګو ولايت ولايتي شورا ۱۵ غړي لري، چې د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې یواځې دوو پخوانيو غړو يو ځل بيا دې شورا ته لاره ومونده. د شورا د غړو ترمنځ په موقتي داخلي ټاکنو کې لاندې درې کسان د اداري پلاوي په توګه وټاکل شول.
رييس: حلیمه عسکري
معاون: مېرویس امیري
منشي: شریف الله هوتک
 
١- محمد سردار بختیاري:

Pages

ټاکنیز خبرونه

"کوچی ها امسال از ترس داعش به مناطق سرد کوچ کرده نمى توانند"
By: ادريس نورى , Date:07/10/2015

کوچيان سږ ژمى د داعش له وېرې په سړو سيمو کې پاتې کېږي

ميدانښار (پژواک، ۱٥ تله ۹٤): يو شمېر کوچيان وايي چې د داعش له وېرې سږ کال دوی... پاتی برخه

سرغړونې

By: جاويد هميم... , Date:29/10/2018

د ميدان وردګو نوماندان : بايومټريک شوې رایې دې له تقل...

کابل ( پژواک، ٧ لړم ٩٧) : په  ميدان وردګو ولايت  کې د ولسي جرګې لپار... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

"کوچی ها امسال از ترس داعش به مناطق سرد کوچ کرده نمى توانند"
By: ادريس نورى , Date:07/10/2015

کوچيان سږ ژمى د دا...

ميدانښار (پژواک، ۱٥ تله ۹٤): يو شمېر کوچيان وايي چې د داعش له وېرې سږ کال دوی... پاتی برخه

ملي شورا

Some MPs assisting Taliban propaganda war: Hayat
By: ادريس نورى , Date:22/10/2015

"ځيني وکيلان له مخالفينو سره په تبليغاتي جګړه کې...

ميدان ښار (پژواک، ۳۰ تله ۹۳): د ميدان وردګو ولايت چارواکي ادعا کوي چې د ولسي ج... پاتی برخه

مرکې

مېرمن عسکري : ولايتي شورا ته پر نوماندۍ پښېمانه يم
By: ادريس نورى , Date:16/09/2014
  ميدانښار (پژواک ۲۵ وږی۹۳) : د ميدان وردګو ولايت د ولايتي شورا يوه نوما... پاتی برخه