By: جاويد هميم کاکر , Date:29/10/2018
کابل ( پژواک، ٧ لړم ٩٧) : په  ميدان وردګو ولايت  کې د ولسي جرګې لپاره نوماندانو د شکايتونو له کمېسيون څخه وغوښتل چې بايومټريک شوې رایې دې له تقلبي رايو څخه جلا کړي. ددغه ولايت د والي وياند عبدالرحمن منګل... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Wardak.To see other videos

ميدانښار (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۹۴): د ميدان وردګو د ولايتي شورا يو غړى  ادعا کوي چې په جلرېز ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان د خلکو د شکنجه کولو په موخه شخصي زندان جوړ کړى دى.
د ولايتي شورا غړی شريف الله هوتک وايي چې د سيمه ييزو پوليسو دغه قوماندان کريم د يو شمېر نورو ملګرو په همکارۍ د دغه ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې عام خلک په شخصي بند خونه کې شکنجه کوي چې له امله يې ګڼې کورنۍ کډوالۍ ته اړې شوې دي .

ميدان وردګ (پژواک ٤ چنګاښ ٩٤): د ميدان وردګو ولايتي شورا مرستيال مسعود شنيزى وايي، د ولايتي شورا غړي هڅه کوي، چې د مدني ټولنو، ولايتي شورا او ولايت مقام ترمنځ د درې اړخيزې همکارۍ په ترڅ کې پر حکومت د ولس باور پيدا کړي.
نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، په دې وروستيو کې ناامنۍ، د بيارغونې کارونو نه شتون او ځينې نورې کړنې د دې لامل شوي، چې د حکومت او ولسونو ترمنځ واټن پيدا شي.

ميدانښار (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۴): د ميدان وردګو نوى والى حيات الله  حيات وايي چې په دغه ولايت کې به ستونزې پر لومړيتوبونو ووېشي او له وکيلانو سره به سره کرښه يواځې قانون وي.
حيات د غبرګولي په ٢٥مه د دغه ولايت په مرکز ميدان ښار کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې په کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې چارواکو، قومي مشرانو او وکيلانو ګډون درلود،  د دغه ولايت ځايي چارواکو او خلکو ته ور وپېژندل شو.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستيال عبدالمالک صديقي په خپلو خبرو کې حيات ځوان او وړ کس وباله او زياته يې کړه چې هغه په بېلابېلو ادارو کې پراخه کاري تجربه لري.

ميدان ښار (پژواک، ۷ غبرګولی ۹۴): د کابل ـ غزني له لويې لارې د ميدان وردګو چک ولسوالۍ ته د غځېدلي ١٧ کيلومتره سړک د جوړولو چارې تر څلور کلن ځنډ وروسته بيا پيل شوې.
د ميدان وردګو د سرپرست والي وياند عطاالله خوږياڼي د غبرګولي په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ١٧ کيلومتره سړک جوړولو پاتې چارې به د يوه کال په موده کې بشپړې شي.
هغه زياته کړه چې د دغه سړک په اوږدو کې به پنځه سوه متره استنادي دېوال، اتيا پلچکونه او څلور لوی پلونه هم جوړ شي.

Pages

ټاکنیز خبرونه

"کوچی ها امسال از ترس داعش به مناطق سرد کوچ کرده نمى توانند"
By: ادريس نورى , Date:07/10/2015

کوچيان سږ ژمى د داعش له وېرې په سړو سيمو کې پاتې کېږي

ميدانښار (پژواک، ۱٥ تله ۹٤): يو شمېر کوچيان وايي چې د داعش له وېرې سږ کال دوی... پاتی برخه

سرغړونې

By: جاويد هميم... , Date:29/10/2018

د ميدان وردګو نوماندان : بايومټريک شوې رایې دې له تقل...

کابل ( پژواک، ٧ لړم ٩٧) : په  ميدان وردګو ولايت  کې د ولسي جرګې لپار... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

"کوچی ها امسال از ترس داعش به مناطق سرد کوچ کرده نمى توانند"
By: ادريس نورى , Date:07/10/2015

کوچيان سږ ژمى د دا...

ميدانښار (پژواک، ۱٥ تله ۹٤): يو شمېر کوچيان وايي چې د داعش له وېرې سږ کال دوی... پاتی برخه

ملي شورا

Some MPs assisting Taliban propaganda war: Hayat
By: ادريس نورى , Date:22/10/2015

"ځيني وکيلان له مخالفينو سره په تبليغاتي جګړه کې...

ميدان ښار (پژواک، ۳۰ تله ۹۳): د ميدان وردګو ولايت چارواکي ادعا کوي چې د ولسي ج... پاتی برخه

مرکې

مېرمن عسکري : ولايتي شورا ته پر نوماندۍ پښېمانه يم
By: ادريس نورى , Date:16/09/2014
  ميدانښار (پژواک ۲۵ وږی۹۳) : د ميدان وردګو ولايت د ولايتي شورا يوه نوما... پاتی برخه