مېرمن عسکري : ولايتي شورا ته پر نوماندۍ پښېمانه يم

 
ميدانښار (پژواک ۲۵ وږی۹۳) : د ميدان وردګو ولايت د ولايتي شورا يوه نومانده حليمه عسکري وايي، چې پر خپلې نوماندۍ  پښېمانه ده.
عسکري دغه څرګندونې پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې کړې دي.
هغې زياته کړه : (( د ټاکنو د پايلو ځنډ او د ټاکنيزو شخړو  رامنځته کېدو  ولايتي شورا ته پر نوماندۍ پښېمانه کړې يم.))
نوموړې وويل،د ولسمشرۍ ټاکنيزو لانجې له امله د ولايتي شورا د نوماندانو پايلې هم ځنډېدلې دي، په داسې حال کې،چې بايد دغه پايلې له وړاندې اعلان شوې واى .
د مېرمن عسکري په وينا، د ولايتي شورا لومړنۍ پايلې دوه مياشتې وړاندې اعلان شوې، خو تر دې مهاله يې وروستۍ پايلې نه دي اعلان شوي .
د ولايتي شوراګانو ټاکنې هم د ولسمشرۍ ټاکنو سره يوځاى د روان لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شوې، خو تر دې ټاکنو وروسته د ولسمشرۍ ټاکنې دويم پړاو ته لاړې ، تر دويم پړاو ټاکنو وروسته دا پروسه ناندرييزه  شوه او د ولايتي شوراګانو پايلې هم همداسې پاتې شوې.
د ميدان وردګو د ولايتي شورا دغې نوماندې غوښتنه وکړه، چې  د ولسمشريزو ټاکنو پايلو  ځنډېدو سره بايد د ولايتي شوراګانو پايلې ژر تر ژره اعلان شوې واى .
مېرمن حليمه عسکري  د ميدان وردګو د ولايتي شورا د تېرې دورې غړې وه اوس يې يو ځل بيا ځان کانديد کړى ده.
هغه وايي : ((که خبره وم، چې له ټاکنيزو پايلو دومره جنجال جوړېږي،هېڅکله به نه وم کانديده شوې. ))
په ورته وخت کې د ميدان وردګو ولايت د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس انجنير نورالله پيغام پژواک ته وويل،  چې که د شکايتونو کمېسيون دوی ته خپلې پايلې ورکړي،نو دوی چمتو دي،چې د ولايتي شورا پايلې اعلان کړي.
هغه زياته کړه : ((وروستۍ پايلې د شکايتونو کمېسيون له څېړنو وروسته اعلانيږي، خو د شکايتونو کمېسيون لا تر دې دمه د ولايتي شورا د ټاکنو بشپړه څېړنه دوی ته نه ده ورکړې ))