Some MPs assisting Taliban propaganda war: Hayat

ميدان ښار (پژواک، ۳۰ تله ۹۳): د ميدان وردګو ولايت چارواکي ادعا کوي چې د ولسي جرګې ځيني وکيلان د نا امنيو په اړه له وسله والو مخالفينو سره تبليغاتي جګړه کې مرسته کوي.
د ميدان وردګو چارواکو د تلې په ۳۰مه په ميدانښار کې د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې په ډاګه کړه چې په دې وروستيو اوونيو کې وسله والو مخالفينو غوښتل چې د ميدان وردګو په مرکز او ولسواليو کې ځانمرګي او نور بريدونه ترسره کړي.
دوى ادعا کوله چې د ولسي جرګې ځينو غړو بيا له وسله والو مخالفينو سره په دې تبليغاتي جنګ کې مرسته کوله .
د دغه ولايت والي حيات الله حيات وويل چې وسله والو مخالفينو د دغو بريدونو تر څنګ پلان درلودل چې د کابل ـ  باميانو او کابل ـ  غزني لويې لارې هم د ترافيکو پر مخ وتړي او له دې لارې خپل شومې کړنې ترسره کړي .
هغه زياته کړه: ((که له يو لوري په ميدان وردګو ولايت کې وسله وال مخالفين دومره توان نه لري چې يادو موخو ته ځانونه ورسوي، له بل لوري په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو تر منځ ښه همغږي او د دوی پياوړتيا د دې لامل شو چې نه يواځې وسله وال مخالفين ناکام کړي، بلکې دوی ته يې درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.))
حيات وايي چې د دې کړنو د مخنيوي په موخه امنيتي ځواکونو دوه ځلې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې په ترڅ کې  د درى قوماندانانو په ګډون ۴۸ وسله وال طالبان، ۲ امنيتي سرتېري او دوه ملکي وګړي ووژل شول او همدا راز د دريو قوماندانانو په ګډون ۷۱ وسله وال طالبان، ۹ ملکي وګړي او ۵ امنيتي سرتېرې ټپيان شوي هم دي.
والي وويل: ((ګډو کورنيو ځواکونو د دښمن د شومو اعمالو د مخنيوي په موخه ۴۹۹ ځله کمينونه ونيول او ۲۸۵ ځله يې پلټنې ترسره کړي او ۷۳۰ ځله يې ګډې ګزمې ترسره کړې، چې په ترڅ کې سلګونه کړۍ ماينونه هم شنډ شوي او د کمينونو په ترڅ کې زياته مرګ ژوبله يې دښمن ته اړولې ده.))
د ميدان وردګو امنيه قوماندان خليل اندرابي وويل‌، وسله والو مخالفينو غوښتل چې په ميدان وردګو ولايت کې د کابل ـ  باميانو او کابل ـ غزني لويې لارې هم د ترافيکو پر مخ په دوامداره توګه وتړي.
د هغه په وينا، امنيتي ځواکونو وکولای شول چې د خپلو تکتيکونو په ترڅ کې وسله وال طالبان په خپلو موخو کې ناکام کړي
د ميدان وردګو والي د ولسي جرګې له يو شمېر غړو ګيله وکړه چې د دغه ولايت په اړه يې له وسله والو طالبانو سره په تبليغاتي جنګ کې مرسته کړې ده.
ده زياته کړه: ((د ولسي جرګې يو شمېر غړي چې د دغه ولايت هم نه دي او نه يې هم د دغه ولايت په اړه له ولايتي ادارې څخه معلومات ترلاسه کړي دي، له دښمن سره په تبليغاتي جنګ کې ونډه اخيستې او هر مهال يې د هغوی په ګټه په رسنيو کې خبرې کړې دي.))
خو والي د کوم وکيل نوم په ډاګه نه کړ.
حيات وايي: ((ځينو وکيلانو د رسنيو پر وړاندې دښمن پياوړی ښودلی او ځيني وختونه يې د دوی د لاسته راوړنو په اړه زيات تبليغات ورکړي، په داسې حال کې چې په دغه ولايت کې په منظم ډول د امنيتي ځواکونو تر منځ همغږي شتون لري او هېڅکله دښمن نه دومره پياوړی دی او نه به هم دغه شومو کړنو ته دوی ورسېږي.))
د ميدان وردګو ولايت يادو چارواکو د ولسي جرګې له يو شمېر غړو وغوښتل چې د دښمن په پلوۍ دې  له دوی سره په تبليغاتي جګړه کې ګډون ونه کړي او د دغه ولايت د امنيتي ارګانونو په ملاتړ کې همکاري وکړي.
وکيلانو تر اوسه  په دې اړه څه نه دي ويلي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.