ميدانښار (پژواک ۲۴ غبرګولی ۹۳): د ميدان وردګو ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په مرکز او ټولو ولسواليو کې د رايې ورکولو ټول مرکزونه پرانيستي وو.

په ټول هېواد کې د غبرګولي په ٢٤مه سهار اوه بجې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې پيل او د مازديګر څلور  بجې پاى ته ورسېدې.
د دغه ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس انجنير نورالله پيغام د غبرګولي په ۲۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د دوی کارکوونکي د رايې اچونې پر مهال له هېڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ شوي .
هغه زياته کړه، چې په دغه ولايت کې د رايې اچونې ټول ۱۶۰ مرکزونه وو، چې ۴۶۳ محلونه يې درلودل او هېڅ امنيتي ستونزه په کې رامنځته نه شوه.
د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي له پژواک سره په خبرو کې د يادو مرکزونو د پرانيستل کېدو لامل پر امنيتي ځواکونو سربېره د قومي مشرانو او ديني عالمانو هلې ځلې وبللې .
نوموړي زياته کړه، په لسګونو قومي مشران او ديني عالمانو د ځوانانو په ملتيا بېلابېلو ولسواليو ته څو ورځې وړاندې سفرونه پيل کړي وو، چې ولسونه يې په ټاکنو کې ګډون کولو ته راوبلل.
هغه همدا راز په دغه ولايت کې د رايې اچونې بهير پر مهال د ښځو پر ونډې اخيستو هم خوښي وښوده او په وينا يې، دوی په دې برخه کې هم کلي په کلي له وړاندې عامه پوهاوی ترسره کړی وو.
د ميدان وردګو امنيه قوماندان مل پاسوال  محمد خليل اندرابي وايي، په يو شمېر سيمو کې وسله والو مخالفينو غوښتل چې د رايې ورکونې بهير له ستونزو سره مخ کړي، خو امنيتي ځواکونو يې مخنيوی وکړ.
هغه زياته کړه، د دغه ولايت په ټولو سيمو کې ملي اردو، ملي پوليسو، عامه نظم، د عامه ساتنې او سيمه ييز پوليس ځای پر ځای شوي وو او د ټولو راى ورکونې مرکزونو ساتنه يې کوله.
په همدې حال کې د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼي د راى اچونې پر مهال د جعلي کارتونو د استعمال پر جرم د يو کس د نيولو خبر ورکوي.
نوموړي پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې د خليل په نوم د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله په ګټه په خپل موټر کې زيات شمېر جعلې کارتونه له ځان سره جلرېز ولسوالۍ ته راوړي وو.
هغه زياته کړه، دغه کس غوښتل چې ياد کارتونه د ښځو له لارې د جلرېز ولسوالۍ په قلعه يادګار سيمه کې وکاروي، خو مخکې تر مخکې د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شو.
د والي وياند وايي، د ياد کس موټر چلوونکی په تېښته بريالی شوی او په موټر کې جعلي کارتونه يې هم له ځان سره لېږدولي خو د امنيتي ځواکونو له لوري يې د نيولو هلې ځلې رواني دي .
خوږياڼى همدا راز وايي د مرکزي بهسودو ولسوالۍ په ميرهزار سيمه کې د راى اچونې يو مرکز د غرمې په شاوخوا دوولسو بجو وروسته له هغه وتړل شو،کله چې د کوچي او هزاره قوم ترمنځ د سپکو وسلو ډزې وشوې او غوښتل،يې چې تقلب ته زمينه برابره کړي .

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.