Data Gathered Date: 

Thursday, August 1, 2013 - 16:15

کابل (پژواک ٢١غبرګولى ٩٢) : دميدان وردګو ډېرى اوسېدونکي په لرو پرتو سيمو کې دبيارغونې دبنسټيزو پروژو، سړکونو پخولو، کرنيزو محصولاتو ته دبازار موندنې، دولتي پوهنتون، د اوبو دبندونو جوړولو په ځانګړي ډول د چک دبرېښنا بند د ترميمولو غوښتونکي دي .
 
دچک ولسوالۍ د قولک کلي اوسېدونکى مجيب الرحمن وايي ، چې له تېرو څو کلونو راهيسې ولايتي چارواکو او مرکزي اداره دچک له خلکو سره ژمني کوي ، چې دچک د برېښنا بند به له سر ورغوي او دغه ولسوالۍ به په بشبړ ډول له برېښنا څخه برخمنه شي ، خو په عمل کې هېڅ هم نه دي شوي او بند په همغسې پخوانۍ بڼه پاتې دى.
 
 هغه په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل : "په بيا بيا وعدې کېږي، خو په عمل کې هېڅ نه شته ، دا دهېواد په کچه پنځم ستر بند دى ، چې په جوړېدو سره يې ددغه ولايت ډېرو سيمو ته برېښنا ورکولى شي ، حتى  يو وخت تر  کابل پورې يې د برېښنا مزي غځول شوي وو ."
 
 سرچينې زياته کړه، چې ددې ترڅنګ په دغه ولسوالۍ کې دسړک پخولو چارې په نيمايي کې پاتې دي، له ټوپ نه تر ولسوالۍ پورې سړک يواځې تر امبوخاک کلي پورې پوخ شوى ، خو نور همغسې په نيمه کې پاتى دى ، دجوړ شوي سړک زياته برخه هم په دغه لاره دګچو دتلونکو موټرونو له لاسه خرابه شوې ده .
   دهمدې ولسوالۍ دبمبايي کلي اوسېدونکى بيا ددغې ولسوالۍ دشېرخانې روغتون ته د زياتو امکاناتو دورکړى غوښتونکى دى او وايي، چې ياد روغتون څو کاله وړاندې د ټول ولايت په سطحه فعاليت کاوه ، خو اوس ورته دمرستندويه ادارو او دولت  پاملرنه کمه شوې ده .
 
د ميدان وردګ ولايت ډېرى خلک په کرکيله بوخت دي او دخپل ژوند اړتياوې له همدې لارې ترسره  کوي ، خو ډېر کروندګر بيا دخپلو حاصلاتو لپاره  بازار او د سړې خونو د جوړولو غوښتنه کوي . 
 
  دسيداباد ولسوالۍ دسلطان خېلو يو کروندګرخيرالله وايي، چې  ددوى په سيمه کې ډېرو کروندګرو دکر په ځمکو کې دبېلابېلو مېوو باغونه اباد کړي، خو داچې دمېوو لپاره يې مناسب بازار او دساتلو سړې خونې نه شته ، نو اړ کېږي ، چې خپل کرنيز محصولات کابل ښار ته په ارزانه بيه واستوي .
 
 هغه پژواک ته په دې اړه وويل:" د وردګو مڼې په ټول هېواد کې نوم لري ، خو دمني په موسم کې تجاران ددوى له مجبوريت نه ناوړه استفاده کوي او مجبوريږي ، چې دهغوى دخوښې سره په سمه بيه يې وپلوري ."
 
ددغه ولايت دنرخ ولسوالۍ يو ښوونکى فضل کريم هم ورته شکايت لري او وايي ،چې ددغې ولسوالۍ ډېرې کرنيزې ځمکې باغونو پوښلي ، چې ډېره زياته برخه يې دمڼو  او زردالو باغونه دي ، دامکاناتو د نه شتون له امله دوى خپلې مڼې او نورې مېوې تر مناسب وخت پورې نه شي ساتلى او اړکېږي ، چې دژوبلېدو پر ځاى يې په نيمه بيه ورکړي .
سرچينې وويل ، چې که ولايتي چارواکي  او مرستندويه ادارې ورته دميوو ساتلو ځانګړي ځايونه او دنباتي ناروغيو پر وړاندې مناسبې دواګانې ورکړي ، نو له خپل زحمت څخه به يې څو چنده ګټه تر لاسه کړي وي .
 
هغه په دې اړه زياته کړه:" ضرور نه ده چې ټولې ميوې دې کابل ته دخرڅولو لپاره واستول شي، دوى کولاى شي د دولت په مرسته دمېوو خوندور جوس توليد کړي او دبازار له بيې هم يو څه ښکته وپلوري، خو دا کار تر اوسه نه دى شوى."
دکابل پوهنتون دساينس پوهنځي محصل او دددغه ولايت دجلريز ولسوالۍ اوسېدونکى جعفر  وايي ، چې دولسوالۍ ډېر ځوانان يې بيکاره دي او دولت ته لازم دي ، چې بهرنيو هېوادونو ته دهغوى دتګ مخه ونيسي.
 
 دهغه په وينا، ځايي ادارې ډېره پاملرنه مرکز ته کړې او اړينه ده ، چې دلرو پرتو ولسواليو اوسېدونکي دبيا رغونې په وړوکو پروژو او بېلابېلو حرفو کې ورزوي،  څو دټولنې د اوږو بار ونه ګرځي .
 
جعفر په دې اړله پژواک سره په خبرو کې وويل ، په دغه ولايت کې دښوونځيو کچه دنورو ولايتونو په پرتله لوړه ده ، هر کال  لسګونه ځوانان په کانکور کې بې پايلې او بې کاره کېږي ،د حل غوره لار يې داده، چې مسلکي او حرفوي لېسې او مرکزونه رامنځته ته شي ، څو ځوانان تر فراغت وروسته پوهنتون ته اړتيا ونه لري او په يوه مسلک کې کار وکړي .
 
 هغه په دغه ولايت کې ددولتي پوهنتون شتون هم له مهمو اړتياوو څخه وباله او زياته يې کړه : " دپخواني والي حليم فدايي په وخت کې دغه ولايت ته دولتي پوهنتون منظور شو، خو دهغه له تګ وروسته يې چا پاڼه هم نه ده اړولې ، نه يې ولايتي شورا په کيسه کې ده ، نه دملي شورا وکيلان او نه والي صاحب ، ولې دې دغه ولايت پوهنتون ونه لري ؟"
 
 دجغتو ولسوالۍ د ګلدرې اوسېدونکى ٢٧ کلن محمد جاويد احمدي وايي، چې په تېرو لسو کلونو کې يواځې دملي پيوستون پروګرام  نه يواځې په دغه ولسوالۍ ، بلکې  دوردګو په ډېرو برخو کې خلکو ته زياته ګټه رسولې او له دې پرته نورې برخې يواځې نمايشې وي، چې دخلکو په ژوند کې يې چندان بدلون نه دى راوستى .
 
  هغه پژواک ته وويل، چې له دغه پروګرام سره ځايي وسله وال مخالفين هم اختلاف نه لري او دکلو پراختيا او بيارغونې وزارت څخه يې هيله داده ، چې په دغه جګړه ځپلي او وروسته پاتې ولايت کې خپلې چارې پراخه او په لرې پرتو ولسواليو کې ددغه ملي پروګرام نورې مرحلې په چټکۍ سره پلې کړي .
 
  د سرچينې په وينا ، ددغې ولسوالۍ ډېرى ځمکې له چينو او کاريزونو اوبېږي ، چې ډېر ځله د اوبو د کمښت او وچکالۍ په سبب شنه فصلونه هم وچېږي ، خو که چېرته وړوکو بندونو او داوبو زېرمو ته پاملرنه وشي ، نو دکروندګرو  په ژوند کې به مثبت بدلون راغلى وى .
 
ددغه ولايت دکرنې رياست  يوه کارکوونکي دنوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل ، ميدان وردګ ولايت دکوکنارو له کښت نه پاک ولايت دى ، خو په دې اړه  ورکړل شوي امتيازات يواځې مرکز ، بهسودو او جلريز ولسواليو ته ورکړل شوي دي . هغه په دې اړه زياته کړه : "دولت بايد دلرې پرتو او نا امنو ولسواليو له بزګرانو سره د اصلاح شوو تخمونو ، دنباتي درملو او کرنيزو محصولاتو دخرڅلاوو په برخه کې پوره مرسته وکړي او له دوه مخې چلند څخه دې ډډه وکړي ."
 
 په ټوله کې ويلاى شو، چې په ميدان وردګو ولايت کې دامنيت تامين ، دبنسټيزو پروژو پلي کول ، کرنيزو ځمکو او د کروندګرو ژوند ته پاملرنه دهېواد په مرکزي ولايتونو مثبت اغېز لري او له بلې خوا کابل او نورو لويو ښارونو ته ددغه ولايت د اوسېدونکو له کډه کېدو مخه نيولى  شي ، ځکه چې ددغه ولايت هر مثبت پرمختګ په پلازمېنه کابل هم اغېز لري .