Data Gathered Date: 

Thursday, August 1, 2013 - 16:15

  دهېواد دمرکزي ولايت ميدان وردګو ولايت اوسېدونکي دهېواد له راتلونکي ولسمشر څخه غواړي، چې په دغه ولايت کې دبهرنيو ځواکونو دخپلسرو عملياتو ، دبې ګناه خلکو دنيونې او وسله والو طالبانو دنفوذ مخه ونيسي .
دغه ولايت، چې دمرکز ميدان ښار په ګډون له نهو اداري واحدونو جوړدى ، دپلازمينې کابل په ګاونډ ٣٥کيلومترۍ کې موقعيت لري او په دې وروستيو کې يې اوسېدونکو دبهرنيو ځواکونو په ځانګړي ډول د امريکا د ځانګړو ځواکونو د خپلسرو عملياتو او ځورونو پر ضد لاريونونه کړي دي .
 
دياد ولايت ولايتي شورا ٩ غړي لري، چې  درې  په کې ښځې دي او دا مهال يې د رياست چارې دمحمد رفيع وردګ په نامه ددغې شورا يو ځوان غړى او دسيداباد ولسوالۍ اوسېدونکى پر غاړه لري .
 
سره ددې چې دغه ولايت ، دکابل په ګاوڼد کې موقعيت لري، دهېواد له نا امنيو ولايتونو څخه يو دى، چې هره ورځ ترې دسړک غاړې د ماينونو دچاودنو، بريدونو، کمينونو او دولتي مامورينو دتښتونې راپورونه ورکول کېږي .
 په تېرو ټاکنو کې ددغه ولايت دپښتون مېشتو ولسواليو د اوسېدونکو ګډون کمرنګه و او د نا امنۍ او طالبانو دپراخه نفوذ له امله خلکو ته په ټاکنو کې دبرخه اخيستو زمينه مساعده نه وه او يواځې دولسواليو او ولايت په مرکز کې په تته بڼه تر سره شوې .
 
ددوى هيله داده ، چې که  تر راتلونکو ټاکنو پورې په ولسواليو کې امنيت خوندي او وضعيت د اوس په پرتله ښه نه شي، نو په ټاکنو کې به دخلکو دګډون کچه دپخوا نه ښه نه وي .
 
دولتي مامور: نا امنۍ دبيا رغونې دکارونو مخه نيولې
 
اته ويشت کلن اولياء تر څو مودې وړاندې پورې ددغه ولايت دکلو بيارغونې او پراختيا وزارت کې دنده درلوده ،هغه دپژواک خبري اژانس ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې په دغه رياست کې يې کار او د ياد رياست فعاليتونه ددغه ولايت دخلکو لپاره څومره اغېزمن و؟ وويل:(( زموږ درياست دبيا رغونې ډېرې پروژې يواځې په هغه سيمو کې پلې کېدې ، چې امنيت يې ښه، په نا امنيو سيمو کې نه ودانيزو شرکتونو کار ته زړه ښه کاوه او نه دولتي کارکوونکي په ډاډه زړه ورتلل.))  اولياء د راتلونکو ټولټاکنو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل، څو چې دولت خلکو ته دبيا رغونې اغېزمنې پروژې وړاندې نه کړي او په دې يې باوري نه کړي، چې دبيارغونې کارونه په متوازن ډول مخ پر وړاندې ځي، نو په ټاکنو کې ګډون ته زړه نه ښه کوي .
 
نالوستې مېرمن: راتلونکى پاچا بايد طالبان را پخلاکړي
 
  څلوېښت کلنه رحم بي بي د څلور زامنو او شپږو لمسيانو خاونده ده ، دهغه کوچني لمسيان هره ورځ دولسوالۍ نږدې لېسې ته ځي، خو دا يې تر راتلو پورې له وېرې ډک ژوند تېروي او وايي، چې لارې له ماينونو ډکې دي . وسله والو په ډېرو فرعي او اصلي لارو ماينونه اېښي.رحم بي بي وايي، چې تېرې ټاکنې يې ښې په ياد دي، په کور کې يې مشر زوى راډيو چالانه کړې وه، دټول افغانستان نه يې د انتخاباتو په اړه خبرونه نشرول، خو ددوى په ولسوالۍ کې ارامه ارامي وه لکه بيخي بل وطن چې وي .هغې زياته کړه، که حکومت لومړى طالبان را پخلا کړي واى ، سوله يې ورسره کړى واى ، نو هغوى به هم خلک له له انتخاباتو نه منعه کول.هغې همدا رنګه د راتلونکو ټاکنوپه اړه وويل :(( اينده پاچا دى طالبان را پخلا کا ، امريکان او فرهنګيان دې له وطنه وشړي ، نو طالبان خو ليونيان نه دي چې څوک تکليف کړي .))
 
دوولسم پاسه : حالات له پخوا خراب شوي
 
دسيداباد ولوسالۍ د ټوپ سيمې اوسېدونکې اته ويشت کلنه  سايره مايار وايي، چې دوولسم ټولګى يې په کابل خلاص کړى ، پنځه کاله وړاندې له کورنۍ سره خپلې سيمې ته راغله، دلته تر اتم ټولګي دنجونو يو ښوونځى و او دې په کې د ډېرو مضامينو دتدريس چارې پر غاړه درلودې.هغې زياته کړه:(( څلور کاله وړاندې کومه ستونزه نه وه، دنجونو مکتب ته هيچا هم څه نه ويل، خو اوس له بېغه تړل شوى ، حتى کوچنۍ ماشومانې هم له وېرې ښوونځي ته نه ځي .))دهمدغه ولسوالۍ يوه به اوسېدونکې دېرش کلنې سهيلا، چې کډه يې تازه کابل ته راغلې وايي، په ولسي جرګه کې ددغه ولايت څوکۍ يواځې ديوې سيمې او قوم خلکو نيولې ، تر اوسه يې يوه ورځ هم دخپل ولايت استازى نه دى ليدلى چې په تلويزيون کې دنورو ولايتونو دوکيلانو غوندې دخپلو خلکو او ولايت په ستونزو خبرې وکړي .هغې په دې اړه زياته کړه:(( په تېرو ټاکنو کې مو ولسي جرګې ته کانديدې ډاکترې روشنګ ته رايه ورکړه ، هر وخت يې له موږ سره ليدل، زموږ غږ يې تر يو ځايه رسولاى شوى .))
دا وايي ، که خلک دامنيت له مخې ډاډمن او غوره خلک نوماندان شي ، نو ددوى دسيمې خلک هم له چانه کم نه دي ، کولاى شي، خپل برخليک په خپله وټاکي او په ټاکنو کې برخه واخلي . سرچينې زياته کړه :(( خپله رايه به هغه چاته ورکړم، چې دنجونو تعليم ته تر ټولو وړاندې پاملرنه وکړي.))
 
 
کليواله: لاهم په تيارو کې ژوند کوو
 
دسيداباد ولسوالۍ دشنيز سيمې اوسېدونکې دوه دېرش کلنه صالحه،چې يواځې دليک او لوست کولوتر کچې يې سبق ويلى وايي، چې په تېرو لسو کلونو کې هم له شمسي انرژۍ او کازډبو نه خلاص نه شول ، ژوند يې په تيارو کې ډېرېږي. دچک ولسوالۍ بريښنا بند رغول يې اسانه حل لاره ده ، کار دې پرې وکړي ، هم به چکوال له برق برخمن شي او هم به زموږ کوټې روښانه کړي. هغې زياته کړه :(( حکومت دکابل –کندهار لويه لاره جوړه که ، زموږ په سيمې ورسره پلونه او پلچکونه پاخه شول ، خو اوس ټول دبمونو او چاودنو په سبب خراب شوي .)) صالحه وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د امنۍ له امله ټاکنې امکان نه لري، خو که امنيت راشي او دوى کارتونه واخلي ، نو خپله رايه به هغه چاته ورکړي،چې دوى ته برق راولي او کورونه يې ورته روښانه کړي .
 
موټرچلونکى: رايه ورکوو، خو جوړ سړک غواړو
 
د سيد آباد او کابل ترمنځ دټونس موټر چلوونکى محمديونس وايي، چې سړک څلور کاله وړاندې ډېر روغ او جوړ و ، په کم وخت کې به کابل ته رسېدل ، نه به يې موټر خرابېده او نه هم سوارلۍ تکلفيده ، هغه په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل:(( پنځه کاله وړاندې په سړک دتګ پر مهال هېڅ وېره ورسره نه وه ، خو اوس متر په متر دپخوانيو بمونو له ژورغالو ډېرېږي، چې په کوم ماين ور برابر نه شي .)) يونس زياته کړه، زموږ سړک کند، کپر دى ، هر کانديد که ددغه سړک دجوړېدو غمه خوري او ورانو شوو پلچکونو ته مرستې او موسسې را جلبولى شي، نو ددوى رايه ورسره ده ، هغه همدارنګه وويل:(( دولايتي شورا له وکيلانو تمه نه لرم ، هغوى له مرکزه له وېره نه شي راوتلى ، خو ولسمشر که وغواړي نو کولاى شي .))
 
دپوهنې مامور:ميدان وردګو کې تړلي ښوونځي نشته
 
د جلريز ولسوالۍ اوسېدونکى ٣٠ کلن عبدالمتين ، چې په دغه ولسوالۍ کې دښوونځيو دڅارونکي يا مفتش په توګه دنده ترسره کوي ، وايي، چې ميدان وردک ولايت په نا امنيو ولايتونو کې دزده کړې په برخه کې بې سارى دى.هغه وويل، سره ددې چې دغه ولايت نا امنيو او د وسله والو فعاليت له نورو اړخونو ځپلى، خو دتړلو ښوونځيو شمېره په کې دورته نا امنه ولايتونو په پرتله صفر ده . خپله وال مخالفين دښوونځيو له وضعيت څارنه کوي او ښوونکي ښه درس ورکولو ته هڅوي .هغه په دې اړه پژواک اژانس ته وويل :((تعليم او تربيې دتېرو کلونو په پرتله بې کچه وده کړې، معارف ښه روان دى، خو دښځو ښوونځيو ته زياته اړتيا حس کېږي او بيا د نارينه وو دښوونځيو په څېر زيات شي .))نوموړى وايي، دى او مسلکي ملګري به يې هغه چاته رايې ورکړي، چې په خپله کړنلاره کې يې دښځو تعليم او او دځوانانو تربيې ته ډېره پاملرنه کړې وي .
 
سوداګر: موږ ته دولت هېڅ نه دي کړي
 
د دايمردادو ولسوالۍ يو سوداګر او د ګچو ديوه کان قراردادي حاجى دين محمد وايي، چې په تېره يوه لسيزه کې دبيا رغونې ډېر کارونه يواځې ددغه ولايت مرکز او ورسره نږدې پرتو ولسواليو، بهسودينو او جلريز ته شوي دي .ددوى ټول سړک خام دى او دګچو يو موټر تر ميدان ښاره ورسره په شل زره افغانۍ ځي او راځي او که چېرته سړک پوخ وى ، نو هر ډول بار وړونکي موټر تر لس زره افغانۍ ورسره تګ راتګ راتګ ته چمتو و .
نوموړى وايي، که راتلونکو ولسمشر غواړي ، چې دلته دخلکو زړونه او څه ناڅه شته رايې ورخپلې کړي، نو دکنډو کپر سړک رغونې ته دې لومړيتوب ورکړي، تېرو ټاکنو زموږ په ژوند کوم خاص بدلون نه دى راوستى، ولايتى ادارې راسره دمور او ميرې سلوک کړى ، هغه زياته کړه : (( دا په راتلونکي ولسمشر پورې اړه لري، چې موږ ورخپلوي که همداسې په انزوا کې مو پرېږدي .))
 
په ايران کې کارګر: ديوه ښه ولسمشر په ارمان يم
 
دجغتو ولسوالۍ اوسېدونکى ٢٨ کلن محمدعالم وايي، له تېرو پنځو کلونو راهيسې يې په ايران کې مزدوري وکړه ، ايله دومره يې وکړل، چې خپله کوژدنه يې را په ځاى کړه او لا پوروړى هم دى ، هغه په دې اړه پژواک ته وويل :(( دلته چې حکومت راته دکار زمينه مساعده کړې واى ، نو لېونى وم ، چې هلته په ايران کې مې د ماشين غوندې درانه کارونه کول .))دغه ځوان وويل، تېر ځل په ايران کې دټاکنو پر مهال هلته و، ايرانيانو په ټاکنو کې دبرخه اخيستو  لپاره دومره لېوالتيا درلوده ، چې خپل کارونه يې دوه  ورځې وړاندې ورته تعطيل کړي و، احمدي نژاد، چې دهغوى سره کومې وعدې کړې وې ، يوه يوه يې ورته عملي هم کړه ، هغه زياتوي :(( مګر دلته هسي هوايي خبرې دي ، ولسمشر به زموږ دولسوالۍ له حاله څه خبر شي ؟))هغه وويل ، په ټاکنو کې برخه اخلي ، خو دکوم بدلون تمه نه لري ، دا څه ايران نه دى، چې کانديدان يې په خپلو ژمنو صادق پاتې شي ، سرچينې زياته کړه : (( بس چې رايه واخلي ، بيا نو تر راتلونکو ټاکنو مخه ښه کوي .))دمحمدعالم په وينا ، که امنيت تامين نه شي او خلک د ټاکنو لپاره د رايې ورکونې کارتونه ونه لري ، نو ټول مصارف بې ځايه دي.
  
 
ديوه خصوصي تلويزيون خبريال :زموږ خلک په ټاکنو بې باوره دي 
 
 دچک ولسوالۍ اوسېدونکى او ديوه خصوصي تلويزيون خبريال مجيب احساس وايي، چې  زموږ خلکو په ټاکنو خپل باور له لاسه ورکړى ، په تېرو ټاکنو کې زموږ په ولسوالۍ کې دګوتو په شمار لسو کسانو ، چې هغه به هم دولسوالۍ مامورين و، بل چا کارت نه و اخيستې ، نه کومه ټاکنيزه حوزه وه ، خو دټاکنو په ورځ له دغه ولسوالۍ څخه يوه چورلکه دټاکنو ډک صندوقونه ميدان ښار ته راوړل شول .   هغه وايي، چې ددې ولسوالۍ دسړک نه جوړېدل، د چک دبرېښنا بند  نه ترميم او تر حده زياته نا امني، له حکومت څخه دچکوالو د نا رضايتۍ عمده دليلونه دي، هغه د راتلونکو ټاکنو په اړه وويل:(( ولسمشر خو په رايو ټاکل کېږي، دلته هېڅوک هم درايې اچونې کارت نه لري ، نو ټاکنې خو تش په خبرو نه کېږي .))احساس وايي، حکومت بايد واقعيتونو ته غاړه کېږدي، غله، چاپلوس او رشوت خواره مسوولين دي لرې کړي، ولس ته دې ريښتيا ووايي او خپلې کمزورۍ دې نه پټوي او په دې اړه دې مثبت تبليغات خو ريښتيني  سر له اوسه پيل کړي ، هغه په دې اړه زياته کړه :(( دطالبانو دتبليغاتو پر وړاندې ددولتي تبليغاتو کچه صفر ده.))ده وويل، چې په تېرو ټاکنو کې داسې نه معلومېده ، لکه دا ولسوالۍ ، چې هم دافغانستان يوه وړوکې برخه وي ، ارامه ارامي وه، نه ټاکنې وې او نه هم دولايتي شورا او ولسمشرۍ د نوماندانو تصويرونه ، د ولايتي شورا ګانو وکيلان هم په ميدان ښار کې هوايي انتخاب شول .