By: اجمل وصال , Date:26/08/2019
ترينکوټ (پژواک، ۴ وږی ۹۸): يو شمېر اروزګانۍ مېرمنې وايي، که ورته زمينه برابره شي او ټاکنیزو مرکزونو ته يې لاسرسی اسانه وي، نو په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې به په پراخ ډول برخه واخلي. دوی چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له... پاتی برخه
By: اجمل وصال , Date:26/08/2019
ترينکوټ (پژواک، ۴ وږى ۹۸): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د دولت جوړونې ټاکنيز ټيم په کمپايني غونډه کې د نورو ګډوالو تر څنګ د يو شمېر رييسانو په ګډون ګڼ دولتي مامورينو هم برخه اخيستې وه. دغه ټاکنيزه کمپايني غونډه... پاتی برخه
By: اجمل وصال , Date:26/11/2018
ترينکوټ (پژواک، ۵ لېندۍ ۹۷): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د يوې ښځينه نوماندې لسګونو پلويانود ټاکنو کمېسيون له خوا د لومړنیو پايلو د اعلان په غبرګون کې لاريون وکړ او کمېسيون يې پر درغلۍ تورن کړ. څلور ورځې وړاند... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Uruzgan.To see other videos

ترينکوټ (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٤): د اروزګان د ولايتي شورا منشي وايي چې د چارواکو له خوا د خلکو ستونزو ته نه پاملرنې له حکومت سره د ولس واټن ډېر کړى دى.
عبدالکريم خادمزي پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل چې په ځينو سيمو کې د ځايي چارواکو له خوا شخصي زندانونه هم جوړ شوي او خلک په کې شکنجه کېږي.
نوموړي زياته کړه چې په ځينو ولسواليو کې ځايي چارواکي د څو پيسو لپاره بې ګناه خلک نيسي، د طالب او يا هم په بل نوم يې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کوي.
د هغه په وينا، وروسته بيا ځايي چارواکي دغه کسان د پيسو په بدل کې خوشي کوي.

ترينکوټ (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٤): د اروزګان ولايت د چورې ولسوالۍ د پوهنې مدير د وسله والو له خوا پر ډزو وژل شوى دى.
د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب د چنګاښ په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا لس بجې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د چورې ولسوالۍ د پوهنې مدير مومن په جومات کې د تراويحو پر لمانځه ولاړ و چې د نامعلومو وسله والو له خوا په جومات کې دننه وژل شوى دى.
دى وايي چې وسله وال تښتېدلي او پوليس يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

ترينکوټ (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٤): د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې  مشر غلام جيلاني وايي چې تر راتلونکو لسو ورځو به د پاتې ټولو ولايتونو لپاره واليان وټاکل شي.
پوپل دغه څرګندونې اروزګان ته د سفر پر مهال د دغه ولايت له ځايي چارواکو او قومي مشرانو سره د يوې غونډې پر مهال کړې دي.
يادې غونډې ته د اروزګان د بېلابېلو قومونو مشرانو خبرې وکړې او د سرپرستانو له خوا د دولتي کارونو پر پر مخ وړلو باندې يې سختې نيوکې وکړې.
هغوى زياته کړه چې له تېرو ١٦ مياشتو راهيسې په دغه ولايت کې کارونه د سرپرستانو له خوا پر مخ وړل کېږي چې له امله يې خلک له سختو ستونزو لاس او ګرېوان دي.

ترينکوټ (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٤): د اروزګان ولايت چارواکي او يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د نا امنيو له امله يو شمېر روغتيايي مرکزونه تړل شوي چې له امله يې خلک له ستونزو سره لاس او ګرېوان شوي دي.
له بلې خوا د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې ځيني مرکزونه دوى د خپلو کارکوونکو د خونديتوب په موخه تړلي دي.
په دې وروستيو کې د اروزګان ولايت په يو شمېر ولسواليو کې امنيت خراب شوي او وسله وال مخالفين پر يو شمېر سيمو قبضه هم کړې ده، ځايي چارواکي هم مني چې ځينې سيمې يې وسله والو مخالفينو ته پرېښې دي.

ترينکوټ (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٤): د خاص اروزګان ولسوال وايي چې وسله وال مخالفين د ولسوالۍ ٥٠٠ مترۍ ته را رسېدلي او که ژر مرسته ور ونه رسېږي، نو ولسوالۍ به سقوط وکړي.
د اروزګان ولايت د خاص اروزګان ولسوال عبدالکريم کريمي د غبرګولي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى په ولسوالۍ کې خپلې دفاعي پوستې نورې هم شا ته کړي دي.
هغه زياته کړه چې د وسله والو مخالفينو بريدونه زيات شوي او اوس هغوى د ولسوالۍ ٥٠٠ مترۍ ته ور رسېدلي دي.
ولسوال وايي، د ولايت مقام او نورو چارواکو ته يې خبر ورکړى او د بېړنۍ مرستې غوښتنه يې کړې ده، خو تر اوسه په عمل کې څه نه دي شوي.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: اجمل وصال , Date:26/08/2019

د اروزګان ښځې په ټاکنو کې د ګډون لپاره زمینه برابرېدل...

ترينکوټ (پژواک، ۴ وږی ۹۸): يو شمېر اروزګانۍ مېرمنې وايي، که ورته زمينه برابره... پاتی برخه

سرغړونې

By: اجمل وصال , Date:26/11/2018

د اروزګان د يوې ناکامې نوماندې لسګونو پلويانو لاريون...

ترينکوټ (پژواک، ۵ لېندۍ ۹۷): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د يوې ښځينه نوما... پاتی برخه

انتخابات شوراهاى و

د افغانستان په چارو کې د پاکستان  د لاسوهنو پرضد لاريونونه وشول
By: خان ولى سا... , Date:04/08/2015

د افغانستان په چار...

ترينکوټ ، کلات، اسعد اباد ( پژواک، ١٣ زمرى ٩٤ ) : سلګونو تنو په کونړ او اروزګا... پاتی برخه

ملي شورا

د مشرانو جرګې پلاوي د اروزګان د خلکو ستونزې واورېدې
By: ساحل منگل , Date:16/05/2015

د مشرانو جرګې پلاوي د اروزګان د خلکو ستونزې واورېدې

ترينکوټ ( پژواک ۲۶ غويى ۹۴) : د مشرانو جرګې د کورني امنيت او دفاعي چارو کمېسيو... پاتی برخه

مرکې

Security up in Uruzgan in run-up to vote
By: اجمل وصال , Date:27/03/2014
  ترينکوټ (پژواک٦ ورى ٩٣): د اروزګان امنيه قوماندان وايي، په ټولو هغو سي... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

By: دولتي مامورین هم په... , Date:26/08/2019

دولتي مامورین هم په اروزګان کې د کمپاین د لومړۍ غونډې...

ترينکوټ (پژواک، ۴ وږى ۹۸): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د دولت جوړونې ټاکن... پاتی برخه