اروزګان کې ډېرى روغتيايي مرکزونه تړل شوي

ترينکوټ (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٤): د اروزګان ولايت چارواکي او يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د نا امنيو له امله يو شمېر روغتيايي مرکزونه تړل شوي چې له امله يې خلک له ستونزو سره لاس او ګرېوان شوي دي.
له بلې خوا د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې ځيني مرکزونه دوى د خپلو کارکوونکو د خونديتوب په موخه تړلي دي.
په دې وروستيو کې د اروزګان ولايت په يو شمېر ولسواليو کې امنيت خراب شوي او وسله وال مخالفين پر يو شمېر سيمو قبضه هم کړې ده، ځايي چارواکي هم مني چې ځينې سيمې يې وسله والو مخالفينو ته پرېښې دي.
د اروزګان د دهراوود، سراب، او چارچينو ولسواليو اوسېدونکي وايي چې له تېرو دوو اونيو راهيسې ټول روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي.
دوى زياتوي چې د روغتيايي مرکزونو د تړل کېدو له امله يو شمېر ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د دهراوود ولسوالۍ ۳۶ کلن نعمت الله پژواک ته وويل چې دوه ورځې وړاندې يې په کور کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله مېرمن او يوه لور ټپي شوې او د درملنې په موخه يې د ترينکوټ روغتون ته راوړې دي.
دي وايي چې له تېرو ۱۵ ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د جګړو له امله ټول روغتيايي مرکزونه تړل شوي، ټپيان او ناروغان اړ دي چې د درملنې په موخه ترينګوټ ښار ته ولاړ شي.
 همدار رنګه د دې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي عبدالرازق عليزاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهيسې د جنګونو او نا امنيو له امله ټول روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي.
هغه زياتوي: ((له يوې خوا په سيمه کې جګړه روانه ده، خلک ټپي کېږي، د دې تر څنګ په سيمه کې خلک په بېلابېلو ناروغيو هم اخته شوي، خو کلينيکونه بند شوي دي.))
د عليزاده په وينا، هغه خلک چې د جګړې پر مهال ټپيان کېږي، د جنګونو له امله دوى نه شي کولى چې نورو سيمو ته يې هم ولېږدوي.
ده زياته کړه: ((خلک خپل ټپيان په لاسي کراچيو کې يوې خوا او بلې خوا ته لېږدوي، تر څو څوک پيدا کړي چې درملنه يې وکړي.))
هغه له اړوندو چارواکو وغوښتل چې ژر تر ژره دې ستونزې ته رسېدنه وکړي او که دا ستونزه هواره نه شي، نو ډېرى ناروغان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.
دغه راز د چارچينو ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي چې د تېرې څه مودې راهيسې يې په سيمه کې روغتيايي مرکزونه او کلينيکونه تړل شوي دي .
د دې ولسوالۍ يوخ اوسېدونکي محمد غوث پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مرکزونو د تړل کېدو ترڅنګ روغتيايي کارکوونکي هم له دې ولسوالۍ څخه تللي دي.
هغه زياتوي: ((له کله راهيسې چې په دې ولسوالۍ کې جګړه پيل شوې، ټول کلينيکونه تړل شوي دي او هېڅ داسې څوک نشته، چې د ناروغانو او ټپيانو درملنه وکړي.))
د نوموړي په وينا، پر لويو لارو هم د جنګونو او ماينونو له امله خلک نه شي کولى چې خپل ناروغان او ټپيان نورو ولسواليو يا د ولايت مرکز ته ولېږدوي.
همدارنګه د چارچينو يوه بل اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې په چارچينو ولسوالۍ کې هم د جګړې له امله ټول روغتيايي مرکزونه تړل شوي.
هغه وايي چې په دې سيمه کې وسله والو روغتيايي کار کوونکو ته ګواښ کړی چې هېڅ چا ته دې درمل نه ورکوي.
له بلې خوا د دغه ولايت د سراب ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي چې د روغتيايي مرکزونو د تړل  کېدو له امله د ناروغانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ شوى دى.
د سميع الله په نوم د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې مسوولينو په خپله روغتيايي مرکزونه تړلي او د خلکو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړى دى.
د اروزګان د ولايتي شورا يو غړى محمد ظاهر نادري چې په خپله د دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکى دى، هم وايي چې په ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روغتيايي مرکزونو د تړل کېدو له امله خلک له ستونزو سره مخ شوي او په ځينو سيمو کې ناروغانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړى دى.
نادري وايي چې په دې اړه يې له والي او روغتيا چارواکو څخه يې وخت اخيستى دى څو په دې اړه ورسره جدي خبري وکړي او مرکزونه بېرته پرانستل شي.
د اروزګان د ولايتي شورا رييس عبدالله حقبين هم پژواک اژانس ياده ستونزني مني او وايي چې د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکو ورته په دې اړه شکايتونه کړي دي.
هغه وايي، دوى هڅه کوي چې په ژر فرصت کې دا ستونزه هواره کړي او داسې لاره ولټوي چې په يو شمېر سيمو کې روغتيايي مرکزونه بېرته پرانستل شي.
د حقبين د معلوماتو له مخې، ياد روغتيايي مرکزونه په سيمه کې د جګړې او د وسلوالو طالبانو لخوا د عامو خلکو پرمخ تړل شوي دي خو زياتوي چې دوی يې دحل لپاره له اړوندو مسوولينو سره خبرې پيل کړې دي.
د اروزګان د عامې روغتيا رييس ډاکتر خان اغا مياخېل هم مني چې په يو شمېر ولسواليو کې د وروستيو جنګونو او نا امنيو له امله يو شمېر روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې ځيني مرکزونه يې دروغتيايي کارکوونکو د خونديتوب په موخه تړلي دي، ځکه چې په دې سيمو کې حالات ډېر خراب وو.
د نوموړي په وينا، په دغه ولايت کې ډېرى روغتيايي کارکوونکي غير دولتي کسان دي او له کومې ډلې سره تړاو نه لري ، خو بيا هم د نا امنيو پر مهال ورته ستونزې رامنځته کېږي.
ډاکټر مياخېل وايي چې په وروستيو څو مياشتو کې ددې ولايت يو شمېر روغتيايي کارکوونکي تښتول شوي او ګواښونه هم ورته شوي دي.
د هغه په وينا، د همدغو ګواښونو له امله دوى اړ شول چې په ځينو سيمو کې هم خپل روغتيايي مرکزونه وتړي او کارکوونکي خوندي سيمو ته ولېږدوي.
د عامې روغتيا رييس وويل، کېداى شي دا کار خلکو ته ستونزې پيدا کړې وي، خو دوى د مجبورۍ له امله دغه کار کړى دى.
مياخېل وايي، هر کله چې امنيت ښه شو، نو به بېرته روغتيايي مرکزونه پرانيزي او خلکو ته به روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.
د اروزګان د سرپرست والي وياند دوست محمد ناياب وايي چې په دې وروستيو کې وسلوالو طالبانو په يو شمېر سيمو کې روغتيايي کارکوونکو ته ګواښونه کړي وو چې کلينيکونه وتړي چې له همدې امله ځينې مرکزونه وتړل شول.
د هغه په وينا، دا مرکزونه په هغو سيمو کې تړل شوي، چېرته چې همدا اوس جنګونه روان دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.