۲۲۹- الحاج عبيدالله خان بارکزی
د خلکو استازى ، رايې : ۲۲۵۱
الحاج عبيدالله خان بارکزی د محمد رسول خان بارکزي زوی، چې په ۱۳۳۸ لمريز کال کې د اروزګان ولايت د چورې په وسوالۍ کې زېږېدلی دی . تر دوولسم ټولکي يې زده کړې کړي ، د روسانو د تېري پر وخت جهادي قوماندان وو، په ۱۳۸۰ لمريز کال کې د کندهار د باغ د فرقې قوماندان ، په ۱۳۸۲ لمريز کال کې د کندهار د هوايي ډګر د امنيتي کمربند قوماندان ، په ۱۳۸۳ لمريز کال کې د خاص اروزګان ولسوالۍ ولسوال ، په ۱۳۸۶ لمريز کال کې د چورې د ولسوالۍ ولسوال او په ۱۳۸۷ لمريز کال کې د اروزګان د قومونو او قبايلو چارو رييس پاتې شوی دی.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۷۰۶۰۱۸۶
۲۳۰- ريحانه ازاد
د خلکو استازې ، رايې : ۲۵۱
ريحانه ازاد د اسحاق لور، چې په ۱۳۶۱ لمريز کال کې د دايکنډي ولايت په شهرستان ولسوالۍ کې زېږېدلې ده ، د دايکنډی ولايت د شهرستان ولسوالۍ د علامه شهيد بلخي له لېسې فارغه شوې او په کابل کې د کاتب له پوهنتون څخه په سياسي علومو او نړيوالو اړيکو کې ليسانس لري . د يوناما کار کوونکې ، د ښځو د شورا رييسه ، د CCA مؤسسې سوپروايزره ،له ۱۳۸۴ څخه تر ۱۳۸۸ لمريز کال پورې د دايکنډي د ولايتي شورا غړې پاتې شوې ده.
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۷۷۷۶۴۸۸ او ۰۷۰۵۹۴۷۸۹۶
۲۳۱- محمد هاشم وطنوال ( مرحوم)
د خلکو استازى ، رايې : ۱۲۱۸
محمد هاشم وطنوال د محمد زوی ، چې په ۱۳۳۱ لمريز کال کې د اروزګان ولايت د ترينکوټ د ښار د طوري په کلي کې زېږېدلی دی، د کابل پوهنتون د ساينس له پوهنځي څخه يې د ليسانس سند تر لاسه کړی وو. نوموړی د ساينس د مرکز سوپروايزر ، د پوهنې وزارت اداري رييس ، د فوايد عامې وزارت د کور جوړونې رييس او په کورنيو چارو وزارت کې رييس پاتې شوی دی ، په ۱۳۸۴ لمريز کې د ولسي جرګې د ۱۵ مې دورې غړی . نوموړی د ۱۳۹۰ کال د سرطان د مياشتې په ۲۶ مه په کابل کې د ولسمشر کرزي د مشاور جان محمد خان په کور کې د درې وسله والو په بريد کې ووژل شو.