د اروزګان ولايتي شورا نهه غړي لري او د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې يوازې یوه پخواني غړي دې شورا ته لاره موندلې ده.
١- محمد حنیف خان حنیفي:
محمد حنیف خان حنیفي د ملک محمدرفیق زوی دى چې په ۱۳۴۱ لمریز کال د خاص اروزګان ولسوالۍ په قطهابي کلي کې زېږېدلى دى. حنيفي په ١٣٦٨ کال کې د همدې ولسوالۍ په شاه زمان لېسه کې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړې دي او په کال ۱۳۸۶ کې د اروزګان ولایت له دارالمعلمین څخه فارغ شوى دى.
حنيفي د مشرانو جرګې په لومړۍ دوره کې د اروزګان ولايت سناتور وو او له هغه وروسته قومي مشر پاتې شوى دى.
 ٢- محمد ظاهر خان نادري:
محمد ظاهر خان نادري د صبرګل زوى دى چې په ١٣٧٥ لمريز کال کې د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ د مياندو په کلي کې زېږېدلى دى.
د اړيکې شمېره: 0793338535
٣- الحاج حیات الله فضلي:
حيات الله فضلي د لعل محمد خان زوى او په ١٣٥٢ هجري لمريز کال کې د اروزګان د چورې ولسوالۍ د کونج سيمې په پوپلزو کلي کې زېږېدلى دى. نوموړى په ١٣٨٧ کال کې د چورې له مرکزي لېسې فارغ او ولايتي شورا ته تر راتګ وړاندې د کلي قومي مشر او ملي پيوستون شورا غړى پاتى شوى دى.
نوموړي يو څه موده په چورې ولسوالۍ کې له ځينو نادولتي موسسو سره هم کار کړى دى. فضلي په کوم سياسي ګوند پورې تړلى نه دى.
د اړيکې شمېره: 0705162099
٤- امیر محمد بارکزی:
امیر محمد بارکزی د لعل محمد خان زوی دى چې په ۱۳۶۵ لمريز کال کې د اروزګان د چورې ولسوالۍ په ديناخېلو کلي کې زېږېدلى دى. بارکزى په ١٣٨٨ کل کې د چورې ولسوالۍ له لېسې فارغ شوى او د ليسانس سند يې د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې له څانګې ترلاسه کړى دى. بارکزى په کومې سياسې ډلې پورې تړلى نه دى.
 ­٥- عبدال حقبین:
عبدال حقبین د غلام حسن زوی دى چې په ١٣٣٣ لمريز کال کې په خاص اروزګان ولسوالۍ د حاجي محمد په کلي کې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي.
حقبين په ١٣٥٧ کال کې د خپلې ولسوالۍ له شاه زمان لېسې فارغ شوى او بيا وروسته يې درې کاله د ښوونکي په توګه هم دنده ترسره کړې ده. حقبين د اروزګان د ولايتي شورا په تېره دوره کې هم غړيتوب درلود چې د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې يې يو ځل بيا دې شورا ته لاره ومونده.
٦- نورمحمد حقمل:
نورمحمد حقمل د صاحب خان زوی او په ١٣٤٠ لمريز کال کې د اروزګان د چورې ولسوالۍ په عشزايي کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د چورې په مرکزي لېسه کې سر ته رسولې او په ١٣٨٥ کال کې د سلام بابا له لېسې فارغ شوى دى.
حقمل په ولايتي شورا کې تر غړيتوب وړاندې قومي مخور او د کليوالي شورا مشر و. هغه همداراز د ولايتي شورا په اوله دوره کې د اروزګان د ولايتي شورا غړى و. حقمل د کوم سياسي ګوند غړيتوب نه لري.
٧- عبدالکریم خادمزی:
عبدالکریم خادمزی د غلام حیدر زوی دى چې په ١٣٦١ لمريز کال کې د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ په ګرم اب کلي کې زېږېدلى دى. خادمزى په ۱۳۸۷ هجري لمريز کال کې په کابل کې د خوشحال خان له لېسې فارغ شوى او د کابل د دعوت په خصوصي پوهنتون کې يې د ليسانس تر درجې لوړې زده کړې کړې دي.
خادمزي په ولايتي شورا کې تر غړيتوب وړاندې يو کال د ښوونکي په توګه هم دنده ترسره کړې او په کوم ګوند پورې تړاو نه لري.
٨- شمشاد قزلباش:
شمشاد قزلباش د ګل محمد لور ده چې په ١٣٥٠ لمريز کال کې د اروزګان د مرکز ترينکوټ ښار په شاه منصور کې زېږېدلې ده. مېرمن قزلباش په ١٣٦٨ کال کې له دوولسم ټولګې فارغه شوې او څلور کاله يې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کړې ده.
٩- رویا بارکزۍ:
رويا بارکزى ولايتي شورا ته بريالۍ شوه خوهېڅ حاضره نه شوه.