اروزګان ولايت د مرکز په ګډون اته اداري واحدونه لري، پخوا يې شپږ اداري واحدونه درلودل، خو په دې وروستيو کې دوه نورې ولسوالۍ هم ورته منظورې شوې دي.
دهراوود، چوره، ګيزاب چارچينو او خاص اروزګان يې ولسوالۍ او ترينکوټ يې مرکز دی، خو په دې وروستيو کې د سراب او چنارتو ولسوالۍ هم جوړې شوې دي، چې تراوسه يې رسمي چارې په منظم ډول نه دي پيل شوي.
۱- ترينکوټ :
ترينکوټ د اروزګان ولايت مرکز دى،چې د ولايت په زړه کې موقعيت لري، له کندهار او دايکنډي ولايتونو سره ګډه پوله لري. دلته د ملکي او پوځي هوايي ډګر ترڅنګ ټولې دولتي ادارې فعاليت کوي.
د سوداګريزو فعاليتونو ترڅنګ پراخې کرنيزې ځمکې هم لري او ددغه ولايت ډېرى اوسېدونکي په دې ښار کې ژوند کوي .

۲- دهراوود:
دغه ولسوالۍ د ترينکوټ لوېديځ لور ته په ۳۵ کيلومترۍ کې موقعيت لري، په دې ولسوالۍ کې پراخې کرنيزې ځمکې او شنه باغونه شته، د هلمند سيند هم له دې ولسوالۍ څخه تيريږي او ددې ولسوالۍ کرنيزې ځمکې خړوبوي.
ددغې ولسوالۍ اوسېدونکي له تعليم سره ډېره مينه لري او يو شمېر اوسېدونکي يې په بهرنيو هېوادونو کې ژوند کوي. په دې ولسوالۍ کې غنم، جوار، وريجې او پاليزونه ډير کرل کېږي.
۳- چوره:
چوره ولسوالي د ترينکوټ شمال ختيځ لوري ته په ۳۵ کيلومترۍ کې پرته ده، د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي هم په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او لږ شمېر اوسېدونکي يې په ترينکوټ شار کې د ژوند چارې پر مخ بيايي.
دا ولسوالۍ په ګڼو ځنګلونو او باغونو پوښل شوې ده، چې ډېره  ښکلا يې هم ورکړې ، په دې ولسوالۍ کې ګڼ شمېر تاريخي ځايونه شتون لري، د تورې چينې ، کارون غونډۍ ، نيکه جان زيارت او مزار زيارت يې ديادولو وړ ځايونه دي.
۴- چارچينو ( شهيد حساس) :
دغه ولسوالي د مرکز ترينکوټ شمال لوېديځ ته په شاوخوا ۶۰ کيلومترۍ کې موقعيت لري او تر ډېره بريده په غرونو پوښل شوې ده.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي هم د نورو ولسواليو د اوسېدونکو په څېر په کرنه بوخت دي  او مهم کښت يې غنم او جوار دي.
۵- ګيزاب:
نوموړې ولسوالي د ترينکوټ شمال لوري ته په شاوخوا ۷۰ کيلومترۍ کې پرته ده، د تازه مېوو باغونه لري او د هلمند سيند يې په زړه کې بهيږي ، خلک يې تر ډېره بريده پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي.
۶- خاص اروزګان:
دغه ولسوالۍ د ترينکوټ په شاوخوا ۹۰ کيلومترۍ کې شمال ختيځ لوري ته موقعيت لري، چې تر ډېره په غرونو پوښل شوې او د نورو ولسواليو په پرتله يې هوا سړه ده. په دې ولسوالۍ کې د پښتنو ترڅنګ هزاره توکمي هم ژوند کوي.په دې ولسوالۍ کې د ښوونې او روزنې برخه ډېره پياوړې ده او د هلکانو ترڅنګ ګڼ شمېر نجونې هم ښوونځيو ته ځي.