اروزګان ،چې د روزګان يا اوروزګان په وييونو هم نومول شوی او ياد شوی ، د افغانستان له ٣٤ ولايتونو څخه يو ولايت دی، چې په مرکزي افغانستان کې پروت دی.
اروزګان، د کندهار، غزني، دايکنډي، زابل او هلمند ولايتونو ترمنځ پروت دی، چې د افغانستان يو مرکزي ولايت ګڼل کېږي ، خو ځينې يې په سوېل کې هم شمېري .
په سوېل کې يې زابل او کندهار موقعيت لري، هلمند يې په سوېل لوېديځ کې، دايکنډي يې په شمال او غزني  يې په ختيځ کې موقعيت لري.
دهراوو، چوره، ګيزاب چارچينو او خاص اروزګان يې ولسوالۍ او ترينکوټ يې مرکز دی ، خو په دې وروستيو کې د سراب او چنارتو ولسوالۍ  پکې هم جوړې شوې دي، خو تر اوسه رسمي نه دي.
اروزګان تر دوولس نيم زره کيلومتر مربع زيات مساحت لري  او د افغانستان يو نسبتاً وروسته پاتې ولايت بلل کېږي. ددې ولايت ٧٢ سلنه ساحه  وړو او لويو غرونو نيولې او ٢١ سلنه نور يې هوارې ځمکې تشکيلوي.
د ٢٠١١ زېږديز کال د تخميني شمېرو له مخې، ددې ولايت نفوس ٣٢٨ زره  تنه اټکل شوى دى.
د دې ولايت ډېرى اوسېدونکي پښتانه دي او يو شمېر هزاره  هم پکې مېشت دي.
پوپلزي، اڅکزي، نورزي ، بارکزي الکوزي او دراني د پښتنو مهمې او مشهورې قبيلې دي. دغه راز په دې ولايت کې يو شمېر کوچيان هم مېشت دي.
مخينه:
اروزګان پخوا د اراکوزيا لرغونې سيمې پورې تړاو درلود. له ميلاد څخه د مقدوني سکندر له خوا کنټروليده، د وخت په تېرېدو سره  اشوکا هم پرې واکمني کړې ده.
په ٧مه پيړۍ کې کله چې عرب  افغانستان ته د اسلام د خپرېدو او دعوت په موخه راغلل، نو لومړى د زمبليانو اوصفاريانو له خوا کنټروليده، بيا په ٩مه پيړۍ کې غزنويانو، غوريانو او منګوليانو هم پرې واکمنۍ کړې دي.
په اوولسمه پيړۍ کې په کندهار او شاوخوا سيمو کې واکمني پيل کړه، کله چې احمدشاه دراني په افغانستان کې واکمني پيل کړه، نو اروزګان لومړۍ سيمه وه ، چې هغه د امپراطورۍ په ساحه کې ورګډ کړاى شو.
پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال اروزګان ولايت د لويو جګړو شاهد و، هغه مهال په دې سيمه کې د مجاهدينو مشري د جان محمد خان پر غاړه وه. په ١٩٩٤ کال کې دغه ولايت د طالبانو له خوا ونيول شو ، خو په ٢٠١١ زېږديز کال کې د طالبانو د واکمنۍ دړنګيدو په وروستيو کې ولسمشر حامد کرزى له خپلو پلويانو سره دې ولايت ته راغلى او له دې ځايه بيا کابل ته را روان شو.
پوهنه:
د  ليک او لوست کچه پکې خورا ټيټه ده. د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله ډېر لږ کسان ښوونځيو ته ځي. د روغتيايي اسانتياوو په برخه کې هم تر نورو ولايتونو بېرته پاتې دی ، خو له دې سره سره په وروستيو کې ځينې کارونه هم پکې شوي دي.