ترينکوټ ( پژواک ٣ چنګاښ ٩٢ ) : د اروزګان ولايت د مرکز او ولسواليو اوسېدونکي له دولت څخه د پوهنې او روغتيا په برخه کې دډېرو کارونو د ترسره کولو غوښتنه کوي.
د ولايت د مرکز ترينکوټ ښار يو تن اوسېدونکى وايي ، چې په ښار کې دولتي روغتون دومره امکانات نه لري ، چې د ناروغانو بشپړه درملنه وکړاى شي.
هغه زياتوي ، چې ډېرى خلک خپل سخت ناروغان، کندهار او يا هم پاکستان ته وړي ، چې له امله يې بيا بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کېږي .
نوموړي له دولت څخه وغوښتل ، چې د مرکزي روغتون لپاره نوي او عصري طبي وسايل راوړي، څو خلک پخپله سيمه کې د خپلو ناروغانو درملنه وکړي.