١- د اروزګان ملي راډيو:
د اروزګان ملي راډيو په ١٣٨٠ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړى ، ١٤ ساعته خپرونې لري، يو نيم ساعت د مرکز خبرونه خپروي او نيم ساعت  داشنا تلوېزيون خپرونې په غږيزه بڼه خپروي. دغه راډيو دوه کاله مخکې ديوه ځانمرګي بريد له امله فلج شوې وه ، خو تر بيارغونې وروسته يې بيا په فعاليت پيل کړى دى.  
٢-اروزګان غږ:
اروزګان غږ راډیو په روزګان کې يوه له فعالو رسنيو څخه ده، چې په ۲۰۰۸ کال کې د ايساف په مالي لګښت د صادق افغان له لوري رامنځته شوه.٢٤ساعته خپرونې او لس  کارکوونکي لري.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۸۰۰۸۷۸۸
برېښناليک: [email protected]
٣-پيوستون غږ راډيو:
دا په اروزګان کې يوه له فعالو راډيو ګانو څخه ده، چې ۱۴ ساعته خپرونې لري او د امتياز خاوند يې مطيع الله دی، چې مالي لګښت يې هم پر غاړه لري. دمګړۍ په کې يوولس تنه په کار بوخت دي.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۰۳۰۰۳۰۰۷ ـ ۰۷۰۷۱۱۶۶۶۸
برېښناليک: [email protected]