۶۳- هيله اڅکزۍ مسكين يار
انتخابي سناتوره
هيله اڅکزۍ مسكين يار د غلام نبی لور، چې په ۱۳۵۰ لمريز کال کې داروزګان ولايت د خاص اروزګان په ولسوالۍ کې زېږېدلې ده ، داقتصاد په برخه کې او دغه راز د حقوقواو شرعياتو په برخه کې ليسانس لري، نوموړې د نرس قابله ګۍ ترڅنګ ، دټاكنوپه بهيركې دي اف سي يا دټاكنوسيمه ييز ناظم، د W.H.O په صحي برخوكې سوپروايزره ، د ولسوالۍ د شورا رييسه او د ېو ان دي پي يا دملګروملتونو په پراختيايي ادارې كې د رييسې په توګه دندې ترسره کړې دي.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۴۴۱۴۴۶۰
۶۴- الحاج امان الله عظيمي
انتخابي سناتور
الحاج امان الله عظيمی د حاجی عبدالعظيم زوی، چې په ۱۳۴۴ لمريز کال کې داروزګان ولايت مركز د ترينكوټ په ښار کې زېږېدلی ، زده کړې نه لري او د قومي شخړو په حل كې قومي مشر پاتې شوی دی.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۷۶۴۷۹۰۷