ولسوال: د چارواکو لاسوهنه په سنګين کې د نا امنيو لامل شوې

 
لښكرګاه (پژواك ۲ تله ۹۲): "د هلمند په سنګين ولسوالۍ كې د امنيت خرابېدو لامل د دولتي چارواكو ناوړه لاسوهنه ده او دې كار وسله والو طالبانو ته د جګړې شرايط برابر کړي دي."
دغه څرګندونې د سنګين ولسوال حبيب الله شمالاني له پژواك خبري اژانس سره په ځانګړې مركه كې وكړې.
 نوموړي وويل، سنګين د خپل جوړښت له مخې ستراتيژيك موقعيت لري، چې له امله يې د دولت د مخالفينو تر څنګ ځينې دولتي مسوولين او لوړ پوړي چارواكي لاسوهنه كوي.
شمالانې زياتوي، په تېرو څو مياشتو كې د ولايتي مسوولينو په ګډون د ولسي جرګې د غړو له لوري څو ځلې د امنيه قوماندان بدلېدو وسله والو ته جګړه ييز فرصت په لاس ورکړ.
ولسوال زياته کړه، چې ځيني كسان غواړي په ولسواليو كې د ولسوال په ګډون د پوليسو او نورو ادارو مسوولين په خپله خوښه پر دنده وګوماري، چې له امله يې د دوى پر اداري كارونو، امنيت او نورو فعاليتونو بده اغېزه كړې ده.
د ولسوال په خبره، د ولسي جرګې ځيني وكيلان غواړي د راتلونكو ټاكنو او نورو شخصي ګټو په موخه په سيمه کې خپل نفوذ پراخ کړي، خو يو شمېر يې بيا مخالفت كوي، چې په دې ترڅ كې بيا طالبانو ته د ښه فعاليت زمينه برابرېږي.
ده زياته كړه: ((په تېرو څو مياشتو كې چې وسله والو طالبانو په سنګين كې جګړه كوله د امنيتي مسوولينو د خپلمنځي ستونزو له امله يې پر وړاندې هغه ډول مقاومت نه شو كېدلى چې بايد شوى واى.))
د ولسوال په خبره، له بله پلوه وسله والو پلان درلود، چې د هېواد له شمال څخه د نشه يي توكو د لېږد لپاره يوه كرښه په خپل واك كې راولي، تر څو په اسانۍ سره وكولى شي د پاكستان او ايران پولو ته نشه يي توكي ولېږدوي.
هغه وايي، سنګين د هلمند شمالي ولسواليو، لښكرګاه او ريګستان سيمو ته لارې لري او د كندهار له ځينو سيمو سره هم نږدې ده، چې د نشه يې توكو د لېږدوونكو او وسله والو طالبانو لپاره ډېر ارزښت لري.
نوموړي د خپلو خبرو به دوام وويل، اوسمهال د امنيتي ځواكونو په منځ كې د لاسوهنې مخه نيول شوې او د يوه پلان له مخې يې وسله وال طالبان وځپل، په راتلونكي كې به هم داسې تګلاره جوړه كړي چې سنګين تر دې وروسته د امنيت له ګواښ څخه وساتي.
ولسوال وايي، د سنګين د امنيت لپاره لويه ستونزه نا متوازنه رغونه او مرسته ده، چې د قومونو تر منځ را پيدا کېږي، بېلګه يې د اسحاقزو قوم دى، چې دولت له پامه غورځولى او يوازې د الكوزو قوم په دوستۍ نيولى دى.
نوموړي زياته كړه: ((ملكي اداره يې فعاله ده، د خلکو ستونزو ته پاملرنه کېږي، ځينې پروژې هم لري، چې د امنيت له ټينګښت سره به پيل شي.))
 دغه راز ولسوال وويل، هڅه کېږي چې د قومونو تر منځ ستونزې هوارې كړي او له ولسوالۍ څخه بهر د هر ډول لاسوهنې مخه ونيسي.
نوموړي زياته كړه، د سنګين اوسېدونكي له دولت سره هر ډول مرستې ته چمتو دي، يوازې د دولت پاملرنه او د حق وركړې ته سترګې په لاره دي.
د سنګين ولسوال وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د ټاكنو خپلواك كمېسيون د نوم ليکنې دفتر هم پرانيستل شوى، هره ورځ تر سلو كسانو پورې نوم ليكنه كوي، كه زمينه ورته برابره شي نور دفترونه به هم په ساروان كلا او نورو سيمو كې جوړ كړي تر څو اوسېدونكي ورته لاسرسى ولري.
شملاني زياتوي، د كابل-كندهار له حلقوي سړكه تر ولسوالۍ پورې ٣٥ کيلومتره سړک پوخ شوى او له سنګين څخه تر كجكي ولسوالۍ اوسمهال ۳۴ كيلومتره سړک تر كار لاندې دى، چې يوازې يې دوه كيلومتره پاتې او نور جوړ شوى دى.
د ده په خبره، يوه ستونزه دا ده، چې تر دې مهاله په ډېرو سيمو كې د برېښنا ماليه وسله وال طالبان ټولوي، دغه كار هم د دوى په واكمنۍ باندې بده اغېزه كړې او د حل كولو لپاره يې لارې لټوي.