پوپل: تر لسو ورځو به پاتې ټولو ولايتونو ته واليان وټاکل شي

ترينکوټ (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٤): د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې  مشر غلام جيلاني وايي چې تر راتلونکو لسو ورځو به د پاتې ټولو ولايتونو لپاره واليان وټاکل شي.
پوپل دغه څرګندونې اروزګان ته د سفر پر مهال د دغه ولايت له ځايي چارواکو او قومي مشرانو سره د يوې غونډې پر مهال کړې دي.
يادې غونډې ته د اروزګان د بېلابېلو قومونو مشرانو خبرې وکړې او د سرپرستانو له خوا د دولتي کارونو پر پر مخ وړلو باندې يې سختې نيوکې وکړې.
هغوى زياته کړه چې له تېرو ١٦ مياشتو راهيسې په دغه ولايت کې کارونه د سرپرستانو له خوا پر مخ وړل کېږي چې له امله يې خلک له سختو ستونزو لاس او ګرېوان دي.
د حاجي احمد شاه په نوم د دغه ولايت د مرکز ترينکوټ ښار يوه قومي مشر وويل چې مرکزي دولت دغه ولايت له ياده ايستلى دى او چارواکي له دوى سره يواځې ژمنې کوي.
د هغه په وينا، په تېره موده کې څومره چارواکي چې راغلي، يواځې ژمنې يې کړې، خو په عمل کې يې هېڅ اقدام نه دى کړى.
نوموړی وايي، د اروزګان او کندهار لويه لاره تر اوسه ويجاړه ده که څه هم له مسوولينو يې څو ځلې د جوړولو غوښتنې هم کړې دي.
حاجي احمد شاه وويل چې په دغه ولايت کې يواځېنى ٥٠ بستريز روغتون شته چې د خلکو لپاره بسنه نه کوي.
د عبدالباقي په نوم يو بل قومي مشر وويل چې په ولسواليو کې چارې ټولې سرپرستان پر مخ بيايي چې له امله يې امنيت هم خراب شوى دى.
نوموړي له پوپل څخه وغوښتل چې ژر تر ژره دې اروزګان ته نوى والي وټاکي.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر جيلاني پوپل خلکو ته په وينا کې وويل: ((ولسمشر غني د دې لپاره رالېږلى يم، څو ستاسو ستونزې واورم او ولسمشر ته يې ورسوم.))
هغه زياته کړه چې درې کاله مخکې د دغه ولايت حالت له اوسني څخه ډېر ښه و.
نوموړي د اروزګان ولايت اوسنى حالت د اندېښنې وړ وباله او زياته يې کړه چې په ګډه به يې د حالت د ښه کولو لپاره کار کوي.
پوپل د سرپرستانو په اړه وويل چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې به د ټولو پاتې ولايتونو لپاره نوي واليان وټاکل شي.
هغه د سولې پروسې په اشارې سره وويل چې هېڅوک په کمزوري دريځ کې سوله نه  کوي او زياته يې کړه چې وسله وال مخالفين بريدونه ځکه زيات کړي چې دولت د هغوى په خوښه سولې ته اړ کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.