ترينکوټ ( پژواک ۲۶ غويى ۹۴) : د مشرانو جرګې د کورني امنيت او دفاعي چارو کمېسيون يو پلاوى چې اروزګان ته په سفر راغلى، ددې ولايت د خلکو ستونزې واورېدلې.
دغه پلاوي چې مشري يې د نيمروز د خلکو استازي محمد نادر بلوڅ کوله د غويي په ٢٦مه، په ترينکوټ ښار کې ديوې غونډې په ترڅ کې چې په کې ځايي چارواکو هم برخه اخيستې وه، د خلکو ستونزې واورېدې.
په دې غونډه کې د دولتي چارواکو ترڅنګ سلګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو، مخورو ، د مدني ټولنو فعالاتو او ښځو برخه اخيستې وه.