Add new comment

د خلکو ستونزو ته د چارواکو نه پاملرنې د حکومت او ولس ترمنځ واټن ډېر کړى

ترينکوټ (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٤): د اروزګان د ولايتي شورا منشي وايي چې د چارواکو له خوا د خلکو ستونزو ته نه پاملرنې له حکومت سره د ولس واټن ډېر کړى دى.
عبدالکريم خادمزي پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل چې په ځينو سيمو کې د ځايي چارواکو له خوا شخصي زندانونه هم جوړ شوي او خلک په کې شکنجه کېږي.
نوموړي زياته کړه چې په ځينو ولسواليو کې ځايي چارواکي د څو پيسو لپاره بې ګناه خلک نيسي، د طالب او يا هم په بل نوم يې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کوي.
د هغه په وينا، وروسته بيا ځايي چارواکي دغه کسان د پيسو په بدل کې خوشي کوي.
خادمزي زياته کړه: ((د همدغو کارونو له امله د دولت مخالفت زيات شوى او خلک له حکومت سره په واټن کې واقع شوي دي.))
د ولايتي شورا منشي وايي چې څو ورځې وړاندې په يوه ولسوالۍ کې يوه عام وګړى تر وهلو ډبولو وروسته د څلور لکو پاکستاني کلدارو په بدل کې خوشى شو او اوس مهال د کندهار په ميرويس روغتون کې تر درملنې لاندې دى.
خو نوموړي په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.
خادمزي وويل چې هره ورځ ولايتي شورا ته ګڼ کسان په دې موخه راځي چې د چارواکو له خوا ترينه پيسې اخيستل شوې وي او يا هم د قانوني کارونو په اجرا کولو کې ترينه د پيسو غوښتنه شوې وي.
نوموړی وايي، د همدې امله د اروزګان امنيتي وضعيت ورځ تر بلې د خرابېدو خوا ته ځي او عام ولس د دولت څخه د واټن اخيستو په حالت کې دي.
ده زياته کړه: ((که څه هم زموږ ولايتي شورا څو مياشتې وروسته په فعاليت پيل کړى، خو بيا هم موږ هڅه کړې چې د خلکو ستونو ته رسيدګي وکړو.))
د ولايتي شورا منشي وويل چې په دغه ولايت کې د همدغو ناخوالو له امله خلک له وسله والو سره يو ځاى کېږي او که حکومت يې مخه ونه نيسي نو اوسنى حالت به نور هم خراب شي.
نوموړی وايي، په اروزګان کې د پوهنې روغتيا، بيارغونه او امنيتي حالت صفر بولي او زياتوي چې په دې برخو کې هېڅ کار نه دى شوى.
د خادمزي په وينا، له تېرو څو مياشتو راهيسې د يو شمېر ولسواليو امنيت خراب شوى او لارې يې د ولايت له مرکز سره تړل شوې دي.
دى زياتوي چې په ځينو سيمو کې روغتيايي مرکزونه هم د نا امنيو له امله تړل شوي چې له امله يې خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
هغه وايي چې د ولايتي شورا استازو د يادو ستونزو د هواري په موخه له ځايي چارواکو سره ليدلي او هغوى سره يې دا ستونزې شريکې کړې دي ـ.
د اروزګان ولايت ولايتي شورا د دوو غړو په ګډون نهه غړي لري.
د دغه ولايت د ولايتي شورا د غړو تر منځ د اختلافاتو له امله دغه شورا شپږ مياشتې مخکې اداري پلاوى وټاکه او په رسمي توګه يې فعاليت پيل کړ.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.