District edu director shot dead inside mosque

ترينکوټ (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٤): د اروزګان ولايت د چورې ولسوالۍ د پوهنې مدير د وسله والو له خوا پر ډزو وژل شوى دى.
د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب د چنګاښ په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا لس بجې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د چورې ولسوالۍ د پوهنې مدير مومن په جومات کې د تراويحو پر لمانځه ولاړ و چې د نامعلومو وسله والو له خوا په جومات کې دننه وژل شوى دى.
دى وايي چې وسله وال تښتېدلي او پوليس يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د اروزګان د ولايتي شورا منشي عبدالکريم خادمزى وايي چې مومن د پوهنې ځوان کارکوونکى او له تېرو څلورو کلونو راهيسې يې دغه دنده ترسره کوله.
نوموړي زياته کړه چې هغه له کندهار پوهنتونه فارغ  او په چورې ولسوالۍ کې يې د پوهنې په برخه کې ډېر خدمتونه کړي دي.
د خادمزي په وينا، هغه له چا سره شخصي دښمني نه لرله.
د مومن د وژلو مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.