اتهامات وارده بر رييس صحت عامۀ ارزگان صحت نداشته است

ترينکوټ (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٤): چارواکي وايي چې د اروزګان د عامې روغتيا پر رييس ډاکټر خان اغا مياخېل لګېدلي تورونه نه دي ثابت شوي او هغه بېرته خپله دنده پيل کړې ده.
د روان لمريز کال د زمري په ١٨مه د اروزګان مرکزي ملکي روغتون وروسته له هغه د څو ساعتونو لپاره وتړل شو چې د دغه ولايت ملي امنيت رياست له خوا د عامې روغتيا رييس د فساد او له وسله والو مخالفينو سره د لاس لرلو په تور ونيول شو.
هغه مهال د والي وياند دولت محمد ناياب پژواک ته ويلي وو چې د عامې روغتيا پر رييس ادعا د محکمو د رييس مولوي محمد جان له لوري شوې وه.
د اروزګان والي امان الله تيموري د وږي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې اړوندو ارګانونو پر ډاکتر مياخېل لګېدلي تورونه څېړلي او پر هغه کوم تور نه دى ثابت شوى.
نوموړي زياته کړه: ((موږ ته د محاکمو له خوا مکتوب راغلى چې د عامې روغتيا پر رييس لګېدلي تورونه نه دي ثابت شوي او هغه ته برائت ورکړل شوى دى.))
تيموري وويل چې د عامې روغتيا رييس ډاکتر مياخېل اوس خپله دنده بېرته پيل کړې او خپل کارونه په عادي توګه پر مخ وړي.
د اروزګان د ملي امنيت څارنوال محمدحنيف پژواک اژانس ته وويل چې دوى هم په خپلو پلټنو کې پر ډاکتر مياخېل لګېدلي تورونه نه دي ثابت کړي او هغه بېګناه دى.
د هغه په وينا، چا چې پر نوموړي تورونه پورې کړي وو، د پلټنو پر مهال يې ثابت نه کړل.
د اروزګان د عامې روغتيا رييس ډاکتر مياخېل پژواک اژانس ته وويل چې پر ده لګېدلي تورونه نه دي ثابت شوي او د محکمې له خوا ورته برائت ورکړل شوى دى.
هغه زياته کړه: ((زما پر ضد د شخصي ملحوظاتو له امله يوه توطيه جوړه شوې وه.))
نوموړي د خپل حيثيت داعادې تر څنګ غوښتنه وکړه، هغه خلک بايد مجازات شي چې پر ده يې بې ځايه تورونه لګولي او د ده شخصيت ته يې زيان رسولى دى.
ډاکتر مياخېل دغه راز له سترې محکمې وغوښتل چې يو با صلاحيته پلاوى دغه ولايت ته ولېږي، څو دا قضيه له نږدې په دقيقه توګه وڅېړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.