د خاص اروزګان ولسوالي د سقوط له ګواښ سره مخ ده

ترينکوټ (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٤): د خاص اروزګان ولسوال وايي چې وسله وال مخالفين د ولسوالۍ ٥٠٠ مترۍ ته را رسېدلي او که ژر مرسته ور ونه رسېږي، نو ولسوالۍ به سقوط وکړي.
د اروزګان ولايت د خاص اروزګان ولسوال عبدالکريم کريمي د غبرګولي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى په ولسوالۍ کې خپلې دفاعي پوستې نورې هم شا ته کړي دي.
هغه زياته کړه چې د وسله والو مخالفينو بريدونه زيات شوي او اوس هغوى د ولسوالۍ ٥٠٠ مترۍ ته ور رسېدلي دي.
ولسوال وايي، د ولايت مقام او نورو چارواکو ته يې خبر ورکړى او د بېړنۍ مرستې غوښتنه يې کړې ده، خو تر اوسه په عمل کې څه نه دي شوي.
نوموړي وويل: ((چارواکو پر ما  د خبرو بنديز لګولى، خو دلته اور بل دى، زه که د رسنيو له لارې خپله ستونزه شريکه نه کړم، نو له منځه وړل کېږم.))
کريمي وايي چې وسله وال مخالفين اوس دومره ور نږدې شوي چې د ولسوالۍ ودانۍ، امنيه قومانداني او د ملي اردو پر قرارګاه هم ډزې کوي.
ده زياته کړه: ((زموږ ٢٢ پوليس کلابند وو، له  کورنيو چارو وزارت مو هم مرسته وغوښته، خو هېچا يې مرسته ونه کړه، اوس ياد پوليس په خپله مېړانه ځانونه خلاص کړي او خوندي سيمې ته رسېدلي دي.))
د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان نعمت الله هم وايي چې د ولسوالۍ حالات ډېر خراب دي او خپلې پوستې يې نورې هم د ولسوالۍ د ودانۍ پر لوري شا ته کړې دي.
دى وايي چې د پوليسو وضعيت خراب دى او ډوډۍ هم په وخت سره نه ورته رسېږي.
د اروزګان د ولايتي شورا رييس عبدالله حقبين  پژواک ته وويل چې په خاص اروزګان ولسوالۍ کې  وضعيت ډېر خراب دي.
د هغه په وينا، د يادې ولسوالۍ خلکو په دې اړه جدي شکايتونه کړي او د دوى ستونزې يې له ملي دفاع وزارت او کورنيو چارو وزارت سره شريک کړي دي.
بلخوا د دغه ولايت د دهراوود ولسوالۍ امنيه قوماندان نورزى وايي چې دوى هم له تېرو څلورو ورځو راهيسې له وسله والو سره په جګړو بوخت دي.
نوموړي پژواک ته وويل چې تر اوسه په دې جګړو کې ١٦ وسله وال مخالفين وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
د هغه په وينا، په دې جګړو کې دوه د اردو سرتېري او يو  سيمه ييز پوليس هم ټپيان شوي دي.
نورزي وويل چې دوى يو شمېر سيمې له وسله والو مخالفينو بېرته نيولي دي.
دغه راز د چارچينو ولسوالۍ امنيه قوماندان ميرويس هم وايي چې دوى له خپلو يو شمېر پوستو پر شا شوي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.