Marjan, a symbol of courage against Taliban in Uruzgan

کابل (پژواک ٢٨ ورى ٩٢): "د طالبانو پر وړاندې زما مېړانې او مقاومت قومي مخور دې ته وهڅول، چې ما د ولايتي شورا ټولټاکنو ته ونوموي."
دغه د اروزګان ولايت د ولايتي شورا د وکيلې مرجانې خبره ده، چې تر ډېرو ستونزو ګاللو او د ټولنې له دوديزو نظرونو سره سره، له مبارزې وروسته يې ولايتي شورا ته لاره پيدا کړه.
د پژواک خبريال هغه مهال له دې سره مرکه وکړه، چې نوموړې په کابل کې د يوې ډيجيټل کمرې په درلودلو سره د ښځو له يوې ډلې څخه تصويرونه اخيستل او سر تر پښو په هغې کې د يوې عصري مېرمنې نښې نه ليدل کېدې.
دغه دوه ورځنۍ ناسته، چې (په سياست کې د ملي ښځو کنفرانس) تر سرليک لاندې، پرون د ملي ډيموکراټيک انسټېټيوت  NDI له خوا، چې په کې دوه سوو مېرمنو او پېغلو ګډون درلود، پاى ته ورسېد او دغو ښځو په ټولټاکنو او سياسي فعاليتونو کې خپله ونډه کمرنګه وبلله او په دغې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتونکې شوې.
مرجانه پنځوس کلنه مېرمن ده، خو اوس هم ډېره زېرکه، پياوړې او د لوړ قد څښتنه ده.
هغې، چې تور ګلدوزي ټکرى، ګلداره بخمل کالي او ګونځې پرتوګ پر تن درلود، ځان د اروزګان د مرکز ترينکوټ ښار اوسېدونکې کوچۍ وبلله او ويې ويل، هېڅکله يې هم داسې فکر نه و کړى، چې له خپل ولايت څخه پرته به په نورو سيمو کې د ښځو د حقونو د خوندي کولو غوښتنه کوي.
په ولايتي شورا کې دغه يوازينې مېرمن، سره له دې چې سواد نه لري، خو وايي، چې د زده کړې اهميت په پوهېدو او د خپلو کوښښنو په پايله کې کولى شي يو څه وليکي؛ ځکه د نوموړې دنده هم ايجابوي، څو د خپل ولايت د خلکو ستونزې او غوښتنې حکومتي چارواکو ته وړاندې کړي.
مرجانې، په دې اړه چې نوموړې څنګه خپل ځان په ټاکنو کې ونوماوه او ولايتي شورا ته په لار موندلو کې له کومو خنډونو او ستونزو سره مخ شوه؟ وويل، د طالبانو پر وړاندې د دې مېړانې او مقاومت د خپل قوم مخور دې ته وهڅول، څو نوموړې د ولايتي شورا ټاکنو ته نومانده کړي.
هغې زياته کړه، د نوموړې ورور او وراره هم، چې له دولت سره يې کار کاوه، د وسله والو طالبانو له خوا ووژل شول او له هغه وروسته به يې کورنۍ هره ورځ د هغوى له خوا ګواښل کېده او ان تر دې چې نوموړې هم، درې مياشتې د کور په يوه پټ ځاى کې تېرې کړلې.
د ولايتي شورا دغې غړې، هغه ستونزې چې په دې وروستيو کلونو کې د دې پر کورنۍ راغلي، يادې کړې او ويې ويل: "د ورځې له خوا به د خپل پلار په کور کې په يوه تهکوي کې پټه وم او د شپې له خوا به مې پيره کوله، څو داسې نه چې زموږ کور ته لاسي بم راوغورځوي؛ وروسته مې ورور د کور دېوال سورى کړ او د سړيو په جامو کې وتښتېدم."
دغې مېرمنې زياته کړه، چې د ورور او د سيمې خلکو په همکارۍ غزني ولايت ته راوړل شوه او په اجرستان ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو له کمين سره مخ شول، خو له پلويانو سره يې يو ځاى له هغوى سره يو شپه او ورځ جګړه وکړه.
مرجانې زياته کړه، چې په دغې موده کې يې زنګونونه ډېر زيانمن شول او د امنيتي سرتېرو په رارسېدو سره نښته پاى ته ورسېده.
هغه ادعا کوي چې له دې مخکې هم، په اروزګان کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې نهه کال جنګېدلې ده.
مرجانې وويل: "د قوم مشرانو راته وويل، چې زموږ په ولايت کې مېرمنې او پېغلې بېوزلې او له ډېرو ستونزو سره مخ دي، شپه او ورځ ژوند له لاسه ورکوي، مېړونه يې وژل کېږي، جګړې او دعوې زياتې دي، هغوى ته به څوک رسيدګي وکړي."
هغې زياته کړه: په داسې حال کې، چې په اروزګان کې تېر کال ټولټاکنو ته هېڅ ښځه نومانده نه وه، نو دې د خلکو په بيا بيا غوښتنې سره تصميم ونيو، څو ولايتي شورا ته نومانده شي.
مرجانې وويل، شپږ کاله وړاندې هغه مهال چې وکيله نه وه، نو د درېيو اولادونو سرپرستي، چې خپل پلار يې څو کاله وړاندې له لاسه ورکړى و، په غاړه درلوده؛ خو له هغه وروسته، چې کله د ولايتي شورا غړې شوه، نو وسله والو طالبانو يې شل کلن زوى له برمته کولو وروسته وواژه.
هغې وويل: "د زوى له مرګ سره چې د کور د ګټې مسووليت يې پر غاړه درلود او له هغه څخه دوه ښځې او ماشومان راپاتې شول، ډېره ودردولم او د زوى مړينې مې دومره بده اغېزه را باندې وکړه، چې روحي ناروغي راته پيدا شوه."
د ولايتي شورا دغې غړې، د اروزګان يو شمېر ستونزې، لکه  نارينه وو ته د مناسب کار نه شتون، د ښځو د اومېندوارۍ پر مهال روغتيايي مرکزونو ته د هغوى کم لاسرسى، د ماشومانو د زده کړې حق او د ښوونې زمينه برابرول او لسګونه نورې ستونزې په نښه کړې.
مرجانې زياته کړه، په دومره موده کې يې د ولايتي چارواکو په مرسته د مېرمنو لپاره ډېرې ټولګټې پروژې پلې کړي، چې په هغو کې د خياطۍ د کورسونو جوړول، ګلدوزي او د هغو د پوهاوي کچې د لوړولو لپاره لنډمهاله روزنيزې دورې شاملې دي.
هغې زياته کړه، په ټولنه کې د نوموړې ونډې نورو مېرمنو ته هم د باور فضا او مثبته روحيه ورکړې او د هغوى د ازادۍ حق او په ټولنه کې يې د ګډون هيلې پياوړې او ژوندۍ کړې دي.