د مشرانو جرګې پلاوي د اروزګان د خلکو ستونزې واورېدې

ترينکوټ ( پژواک ۲۶ غويى ۹۴) : د مشرانو جرګې د کورني امنيت او دفاعي چارو کمېسيون يو پلاوى چې اروزګان ته په سفر راغلى، ددې ولايت د خلکو ستونزې واورېدلې.
دغه پلاوي چې مشري يې د نيمروز  د خلکو استازي محمد نادر بلوڅ کوله د غويي په ٢٦مه، په ترينکوټ ښار کې ديوې غونډې په ترڅ کې چې په کې ځايي چارواکو هم برخه اخيستې وه، د خلکو ستونزې واورېدې.
په دې غونډه کې د دولتي چارواکو ترڅنګ سلګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو، مخورو ، د مدني ټولنو فعالاتو او ښځو برخه اخيستې وه.
د اروزګان سرپرست والي امان الله تيموري وويل چې دغه پلاوى په داسې حال کې دې ولايت ته راغلى، چې د اوړي موسم له رارسېدو سره سم وېره شته چې وسله وال طالبان بريدونه زيات کړي، خو مرکزي دولت تر اوسه په دې نه دى توانيدلى چې دې ولايت ته امنيه قوماندان راولېږي.
د اروزګان امنيه قوماندان مطيع الله خان په کابل کې په مرموزده توګه ووژل شو، تر هغه وروسته ددې ولايت سرپرست امنيه قوماندان ګلاب خان هم د خپل يوه پوليس له خوا ووژل شو.
هغه له راغلي پلاوي مننه وکړه، چې په دې سختو شرايطو کې دې ولايت يې ته سفر وکړ او د خلکو ستونزې  اوري.
تيموري د غونډې له برخه والو وغوښتل چې خپلې ټولې ستونزې راغلي پلاوي ته په ازاده توګه وړاندې او شريکې کړي.
د مشرانو جرګې د راغلي پلاوي مشر محمد نادر بلوڅ وويل چی دوی اروزګان ولايت ته د مشرانو جرګی د مشر له خوا په دې موخه رالېږل شوي ترڅو ددې ولايت امنيت له نږدې وڅاري او د خلکو نظرونه واخلي.
هغه زياته کړه، چې تر اوسه يې ددې ولايت له يو شمېر ادارو څخه ليدنې هم کړې دي .
نوموړي وويل چی دوی به د اروزګانيانو ستونزې له اړوندو مسوولينو سره شريکې او د هواري لارې چارې به يې ورته ولټوي.
بلوڅ وايي دې ولايت ته هغومره پاملرنه نه ده شوې، څومره چې په کار وه، د پوهنې بهير يې پڅ روان دى، د بيارغونو کارونه په کې ډېر نه دي شوي او په نورو برخو کې هم ډېرې ستونزې شته.
د معلم رحمت الله په نامه ددې ولايت يو تن اوسېدونکي سناتورانو ته وويل چې دوى د هر حکومت ملاتړ کړی او د خپل امنيت په راوستلو کې هر اړخېزې هلې ځلې کړې خو بيا هم مرکزي ادارې دا ولايت له پامه غورځولى او هېڅ  ډول پاملرنه يې ورته نه ده کړې.
هغه زياته کړه، چې د ملي يووالي حکومت هم د کرزي د حکومت په څير دا ولايت له پامه غورځولى او له تېرو درېيو مياشتو راهيسې يې دې ولايت ته امنيه قوماندان نه دى لېږلى.
د دې ولايت د مرکز اوسېدونکي عبدالباري بيا پر اداري جوړښت نيوکه وکړه او ويې ويل چې ددې ولايت په اداره کې بايد هر قوم ته  متوازن حق ورکړل شي.
ديني عالم  مولوي عبدالعزيز بيا په عدلي او قضايي ادارو کې هغه ستونزې په ګوته کړې چې ددې ولايت اوسېدونکي ورسره لاس او ګرېوان دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.