د افغانستان په چارو کې د پاکستان  د لاسوهنو پرضد لاريونونه وشول

ترينکوټ ، کلات، اسعد اباد ( پژواک، ١٣ زمرى ٩٤ ) : سلګونو تنو په کونړ او اروزګان ولايتونو کې په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې او د طالبانو د نوي مشر وروستۍ څرګندونې وغندلې.
څه موده مخکې د وسله والو طالبانو او افغان دولت استازو د لومړي ځل لپاره مخامخ او رسمي خبرې وکړې، خو د وسله والو طالبانو نوي مشر ملا اخترمحمد منصور ته په منسوب يوه غږېز کلېپ کې د سولې له پروسې سره مخالفت ښودل شوى او ويلي يې دي : "د سولې خبرو ته غوږ نه نيسو، موږ به خپلې مبارزې ته ادامه ورکوو."
د همدې څرګندونو او د پاکستان د لاسوهنو په غبرګون کې د زمري په ١٣مه، د کونړ ولايت په اسعد اباد او د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې پراخه لاريونونه وشول.
د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې  لاريون کوونکو د پاکستان هېواد پرضد شعارونه ورکول او د ياد هېواد بيرغ يې وسوځاوه . په دې لاريون کې د مدني ټولنو نارينه او ښځينه غړو ، ديني عالمانو ، قومي مخورو او عامو خلکو برخه اخيستې وه.
د لاريون ګډونوالو د پاکستان پرضد د شعار ورکولو ترڅنګ د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور د هغو څرګندونو پر وړاندی هم غبرګون ښودلی چی د جګړې پر دوام يې ټينګار کړی وو.
د لاريون يوه ګډونوال او قومی مشر معلم رحمت الله پژواک اژانس ته وويل،  پاکستان ځکه د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر وواژه چې هغه په دې وروستو کې غوښتل له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي.
د لا ريون يو بل ګډونوال عبدالباري باور د طالبانو د نوي مشر ملا منصور هغه څرګندونې په سختو ټکو وغندلې چې له سولې سره يې مخالفت کړى و.
دغه راز د اروزګان د ولايتي شورا غړو چې په دې لاريون کې يې برخه اخيستې وه، د پاکستان وروستۍ هڅې وغندلې.
د ولايتي شورا غړي عبدالکريم خادمزي وويل  : (( موږ نور چاته اجازه نه ورکوو چې زموږ وينې دې تويې کړي او يا دې پرې سوداګري وکړي. ))
د يوه بل خبر له مخې، نن د کونړ ولايت په مرکز اسعد اباد ښار کې هم د پاکستان او د طالبانو د نوي مشر د څرګندونو پر ضد لاريون وشو.
په دې لاريون کې د کونړ ځــوانانو، عالمانو، قومي مشــــرانو او نورو خلکو برخه اخيستې وه او د طالبانو د نوي مشر ملا منصور هغه څرګندونې يې وغندلې چې دسولې مخالفت يې کړى و.
د مدني ټولنې يو تن فعال شاه ولي سالارزي وويل چې افغانان له جنــګه ستړي شوي او سوله غواړي .
د هغه په وينا، ملا اختر محمد منصور چې ځان د طالبانو نوی مــشر معرفي کــوي بايد د ســـولې روانو خـــبروته ادامه ورکړي ،ترڅو په هېواد کې روانه جــګړه پای ته ورسېږي.
دغه راز نن د زابل ولايت سلګونو اوسېدونکو چى د ولايتى شورا غړو يې مشري کوله هم د پاکستان خلاف لاريون وکړ.
دغه لاريون چى د زابل په شاه جوى ولسوالۍ کې ترسره شو ګډونوالو يې د پاکستان پر ضد او د سولې په ملاتړ شعارونه ورکول .
د ولايتي شورا رييس حاجي عطاجان پژواک اژانس ته وويل چى پاکستان د افغانستان د سولې پروسه ګډوډول غواړي .

نوموړي زياته کړه چې د زابل اوسېدونکي او د ولايتي شورا استازي د پاکستان له خوا د افغانستان پر سرحدونو د راکټي بريدونه غندنه کوي او له وسله والو طالبانو څخه غواړي چې نور له جګړې څخه لاس واخلي او دسولې پروسې سره يوځای شي.
د ولايتي شورا رييس دطالبانو لپاره دنوي نومول شوي مشر ملااختر منصور وروستۍ څرګندونې وغندلې او پر ټولو وسله والو جنګياليو يې غږ وکړ چې نور ځان دپنجاب د دوه مخي سياست قرباني نه کړي .

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.