جلال اباد (پژواک، ۲۲ تله ۹۴): د ننګرهار والي هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې يو شمېر وکيلانو په دغه ولايت کې د ملېشو جوړونې هڅې پيل کړې دي.
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي دا څرګندونې د تلې په ۲۲مه د ولايت په مقام کې د امنیتي چارواکو او د ولسي جرګې له لومړي مرستيال عبدالظاهر قدير سره په ګډه خبرې ناسته کې وکړې.
والي وويل: ((دښمن تر ماتې خوړولو وروسته تبليغات پيل کړي چې د جلال اباد سقوط کوي، په ښار کې ملېشه سازي روانه ده، هېڅ ملېشه سازي نه شته، موږ او زموږ وکيلان چې څه کوو، سره همغږي يو او د نظام د قوت لپاره لګيا يو.))
07/05/2015
04/03/2015