جلال اباد(پژواک، ۸ ليندۍ۹۴): د ننګرهار ولايتي شورا وايي چې د "پوليسو ښارګوټي" سلګونه نومرې غير قانوني پلورل شوي او پلورونکي کسان د دې پروژې د پلي کېدو مخه هم نيسي.
دا ښارګوټی چې پر "شېرزي ښارګوټي" هم مشهور دی، په ۱۳۸۶ لمريز کال کې د جلال اباد ختيځ ته د "پوليسو روزنيز مرکز" ته مخامخ دښته کې ډيزاين او پوليسو ته ووېشل شو.
ياد ښارګوټی تر ۵۰۰ ډېرې نومرې لري، د وېشل شوې برخې د هرې نومرې پر سر يې له پوليسو ۳۰ زره افغانۍ اخېستل شوي، خو تراوسه يې کارونه بې سرنوشته پاتې دي.