"د ننګرهار د پوليسو ښارګوټي سلګونه نومرې غير قانوني پلورل شوي"

جلال اباد(پژواک، ۸ ليندۍ۹۴): د ننګرهار ولايتي شورا وايي چې د "پوليسو ښارګوټي" سلګونه نومرې غير قانوني پلورل شوي او پلورونکي کسان د دې پروژې د پلي کېدو مخه هم نيسي.
دا ښارګوټی چې پر "شېرزي ښارګوټي" هم مشهور دی، په ۱۳۸۶ لمريز کال کې د جلال اباد ختيځ ته د "پوليسو روزنيز مرکز" ته مخامخ دښته کې ډيزاين او پوليسو ته ووېشل شو.
ياد ښارګوټی تر ۵۰۰  ډېرې نومرې لري، د وېشل شوې برخې  د هرې نومرې پر سر يې له پوليسو ۳۰ زره افغانۍ اخېستل شوي، خو تراوسه يې کارونه بې سرنوشته پاتې دي.
د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال لعل محمد دُراني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ښارګوټی نا انډواله وېشل شوی او په سلګونه نومرې يې غير قانوني پلور شوې دي.
دُراني وايي: ((د  امنيه قوماندانۍ ځينو چارواکو د پوليسو په لېست کې درغلي کړې او بله دا چې په سلګونه نومرې يې ترې پر خلکو پلورلي دي.))
د ولايتي شورا مرستيال يادونه وکړه، چې شورا به د يوه پلاوي په ټاکلو سره دا موضوع په جدي توګه وڅېړي.
دی وايي: ((د امنيه قوماندانۍ يو  مسوول دې مسئله کې دخيل دی،  ښايي نور چارواکي هم ورسره وي، ځکه غير قانوني نومره وېشونکي د دې پروژې مخه نيسي.))
نوموړي د چا نوم وانه خيست خو يادونه يې وکړه چې ډېر ژر به په دې مسئله کې د دخيلو درغلي کوونکو کسانو لېست افشا کړي.
د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري پژواک ته وويل، چې د پوليسو د ښارګوټي په مسئله يې په شورا کې بحث کړى دى.
زمری وايي: ((د پوليسو په ښارګوټي کې د نومرو په وېش کې هم فساد شوى او غصب په کې هم شوی دی.))
نوموړي له ولسمشر او اجراييه رييس څخه وغوښتل چې په دغه ولايت کې د ځمکو د غصب مسئله جدي تعقيب کړي؛ ځکه په وينا يې ډېرى سيمې غصب شوې دي.
د ننګرهار امنيه قوماندانۍ له هڅه سره سره په دې تړاو رسنيو ته څه نه ويل.
يوه پوليس سرتېري چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل: ((کلونه مخکې مو حکومت ته ۳۰ زره افغانۍ تحويل کړي؛ خو تراوسه د نومرو درک نه شته.))
دی وايي، چې د نامعلوم علت له مخې د ياد ښارګوټي کارونه په ټپه ولاړ دي.
دغه راز د ننګرهار والي سليم خان کندوزي له پژواک سره په مرکه کې وويل، چې په دې ولايت کې يې د ځمکو د غصب د مسئلې په تړاو کمېټه ټاکلې او هغوی ورته مسايل څېړي.
والي وايي:((موږ چې د غصب موارد پيدا کړو، له ولسمشر سره يې شريکو، ټاکل شوې کمېټه کار کوي، لومړی مو د قاسم اباد ښارګوټي مسايل تر څېړنو لاندې نيولي او پر نورو هم کار کوو.))
اخوا د جلال اباد ښاروال حميدالله افغان پژواک ته وويل: ((د پوليسو ښارګوټي کې په لسګونه بې ځايه شوې کورنۍ هم اوسېږي، هغوی پر هغو سيمو مېشت دي چې پوليسو ته وېشل شوي دي.))
ښاروال وايي، چې د ښاروالۍ د هغه وخت مسوولينو د قوماندانۍ د لېستونو پر بنسټ هغو پوليسو ته د ځمکې تعرفې ورکړي، چې په لېستونو کې يې نومونه و .
ده وړانديز وکړ: ((د دې ښارګوټي د چارو لپاره بايد په لوړه کچه يو کمېسيون وټاکل شي، چې د مسئلې د څرنګوالي په تړاو څېړنې وکړي. موږ به له دغسې کمېسيون سره په اړونده برخه کې همکاري وکړو.))
په ننګرهار کې د پوليسو پر ښارګوټي سربېره په ځينو نورو ښارګوټو کې د وکيلانو په وينا، د دغسې ستونزو له امله کارونه په پټه ولاړ دي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.