"دولت دې په شينوارو زون کې د د اعش مخه ونيسي"

جلال اباد (پژواک، ۱۲ تله ۹۴): د ننګرهار يو شمېر قومي مشرانو او ديني علماوو له وسله والو غوښتنه وکړه چې د پرديو په ګټه له جګړو او ورور وژنې لاس واخلي.
د شينوارو په ګډون د يو شمېر ولسواليو دغو استازو د تلې په ۱۲مه په جلال اباد کې د غونډې پر مهال بهرنۍ استخباراتي کړۍ د افغان جګړې پر غځولو تورنې کړې او غوښتنه يې وکړه چې له دې چارې لاس واخلي.
ياده غونډه په شينوارو زون کې د امنيت او په کوټ ولسوالۍ کې د وروستيو عملياتو د ترسره کېدو په ملاتړ جوړه شوې وه.
د ننګرهار د ولايتي شورا پخواني رييس او قومي مشر مولوي عبدالعزيز خيرخواه په خپلو خبرو کې پاکستان په افغانستان کې پر لاسوهنو تورن کړ.
نوموړي پر دينو علماوو غږ وکړ چې د سولې لپاره کار وکړي او يادونه يې وکړه: ((له الله تعالی ووېرېږئ له ای اېس ای څخه مه وېريږئ.))
مولوي عزيز د کندوز په ولايت کې پر وروستيو جګړو خپګان وښود او اعلان يې وکړه: ((که حکومت اجازه راکړي موږ به د کندوزي وروڼو د دفاع لپاره مرستې ته ورشو.))
پخواني جهادي قوماندان او قومي مشر ملک عجب خان بيا په خپلو خبرو کې د داعش وسله والو پر کړنو نيوکې وکړې او هغه يې د اسلام خلاف وبللې.
عجب خان وويل: ((له ديني علماوو او قومي مشرانو يې سرونه پرېکړل، ايا دا  اسلام او مسلماني ده.))
نوموړي هم په خپلو خبرو کې بهرني استخبارات د افغان جګړې پر غځولو تورن کړل او غوښتنه يې وکړه چې په افغانستان کې دې له توطيو لاس واخلي.
د خوږياڼو ولسوالۍ قومي مشر محمدنعيم ولاړ په خپلو خبرو کې له قومي مشرانو او ديني علماوو غوښتنه وکړه چې د قومونو تر منځ يووالي ته کار وکړي.
ولاړ زياته کړه: ((وسله وال په جګړو کې نړيوال اصول نه مراعتوي، اسلامي او شريعي اصول هم تر پښو لاندې کوي، په کار ده چې موږ په اتقاق سره د دښمن پر ضد مبارزه وکړو.))
هغه يادونه وکړه چې ولسونه د حکومت ملاتړي دي او همکاري ورسره کوي خو هم مهال يې غوښتنه وکړه چې حکومت بايد ولسونو ته پاملرنه ډېره کړي.
نوموړي زياته کړه: ((د ملي وحدت حکومت مشران بايد ولس ته توجه وکړي، کار دې اهلو او پوه کسانو ته وسپاري او له خپلمنځي اختلافاتو دې تېر شي.))
د غونډې په اوږدو کې يو شمېر قومي مشرانو له حکومته وغوښتل چې د شينوارو په زون کې د داعش د مخنيوي لپاره هڅو ته دوام ورکړي او مخه يې ونيسي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.