Add new comment

"ننګرهار کې د داعش پر ضد مبارزه له جهادي مشرانو سره همغږې ده"

جلال اباد (پژواک،۲۰ تله ۹۴): چارواکي وايي، ننګرهار کې د داعش پر ضد مبارزه له جهادي مشرانو سره همغږې ده او د ولسي جرګې ځينو غړو بيا اعلان وکړ، چې په دې ولايت کې د جبهې جوړولو پلان نه لري.
ولايتي چارواکو او د ولسي جرګې يو شمېر غړو دا څرګندونې د تلې په ۲۰مه جلال اباد کې د امنيت په تړاو هغې غونډه ته وکړې، چې د بېلابېلو ولسواليو قومي مشرانو او استازو په کې برخه لرله.
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل، د داعش وسله والو پر ضد يې په شينوارو کې پوځي عمليات پيل کړي او تراوسه يې ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي.
هغه په يوه ډول هغه ګونګسې رد کړې، چې ګنې يو شمېر وکيلان  غواړي په خپلسري ډول وسلې ووېشي او د داعش پر ضد جګړه پيل کړي او وايي: ((د ننګرهار ولسونه او وکيلان له حکومت سره ولاړ دي، اجازه نه ورکوي چې دا ولايت دې ناامنه شي.))
نوموړي زياته کړه: ((خلک وايي، چې دا وکيلان هغسې کوي او داسې کوي، هېڅ نه کوي،     هدف مو يو دى چې هغه د دې ولايت امنيت دی، نو که اړتيا شوه، موږ به پرې غږ کوو او د خپل حکومت تر شا به ولاړ وي.))
دغه راز د ختيځو ولايتونو د جهادي شورا مشر او د ولسي جرګې غړي حاجي حضرت علي وويل، له حکومت سره په همغږۍ د داعش پر ضد مبارزې ته چمتو دی.
دى وايي: ((نه د اختلافاتو لپاره او نه د جبهې جوړولو لپاره له کابله ننګرهار ته راښکته شوي يو، ولس د حکومت تر شا ولاړ دی،داسې تبليغ کېږي چې ګنې وکيلان ګډوډي کوي،موږ ګډوډي نه کوو، بلکې د ولس د امنيت لپاره راغلي يو.))
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، بې له حکومته هر ډول حرکت ناشونی دی، ولس حق لري چې امنيت يې وساتل شي، او دوى پوهېږي چې امنيتي ارګانونه دښمن ته متوجه دي.))
هغه د ولايتي ادارې مشرانو ته په اشارې وويل: ((دښمن ته چمتووالی ونيسئ، موږ مو تر شا ولاړ يو.))
د ولسي جرګې بل غړي او د مومندو قومي مشر فريدون مومند وويل: ((داعش په ننګرهار کې ماتې خوړلې او د افغانستان بلې سيمې ته د تلو هڅې کوي، ځکه دوی فکر کاوه چې ننګرهار کې به دومره مقاومت ورسره ونه شي.))
ده زياته کړه، دوی د ننګرهار ولايت د امنيت جاج اخيستی او اوس په دې ډاډه دي چې حکومتي سرتېري په ښه امنيتي پلان پر وسله والو برلاسي دي.
د ننګرهار د ملي امنيت رييس بريد جنرال دادمحمدحريفي وويل: ((د دښمن هر ډول حرکت مو تر کنټرول لاندې دى، امنيتي وضعيت به ډېر ژر تغير وکړي.))
د نوموړي په ګډون د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد وايي، د داعش وسله والو د ځپلو لپاره ښه پلانونه لري، خو په دې تړاو يې نور جزئيات ور نه کړل.
په ياده غونډه کې يو شمېر قومي مشرانو خبرې وکړې او له حکومتي سرتېرو يې خپل ملاتړ اعلان کړ.
د شينوارو قومي مشر ملک عثمان بيا دا هم وويل: ((زموږ داسې وکيلان نه دي په کار چې په يوه حکومت کې بل حکومت جوړ کړي.))
د هغه په وينا، که ځينې مشران د وسله والو پر ضد د مبارزې پلان لري، بايد د حکومتي سرتېرو تر شا ودرېږي او ملاتړ يې وکړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.