Add new comment

د ننګرهار والي په دغه ولايت کې د ملېشه جوړونې اوازې رد کړې

جلال اباد (پژواک، ۲۲ تله ۹۴): د ننګرهار والي هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې يو شمېر وکيلانو په دغه ولايت کې د ملېشو  جوړونې هڅې پيل کړې دي.
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي دا څرګندونې د تلې په ۲۲مه د ولايت په مقام کې د امنیتي چارواکو او د ولسي جرګې له لومړي مرستيال عبدالظاهر قدير سره په ګډه خبرې ناسته کې وکړې.
والي وويل: ((دښمن تر ماتې خوړولو وروسته تبليغات پيل کړي چې د جلال اباد سقوط کوي، په ښار کې ملېشه سازي روانه ده، هېڅ ملېشه سازي نه شته، موږ او زموږ وکيلان چې څه کوو، سره همغږي  يو او د نظام د قوت لپاره لګيا يو.))
والي په خپلو خبرو کې يادونه وکړه چې د شينوارو په زون کې يې عمليات روان دي او تر دې عملياتو وروسته به له ولسي خلکو څخه د امنیت لپاره کار واخلي او يو شمېر به يې په سيمه ییزو پوليسو کې وګوماري.
بلخوا د ولسي جرګې لومړي مرستيال عبدالظاهر قدير وويل چې له حکومت سره په همغږۍ به د داعش پر وړاندې جګړه پيل کړي.
قدير وايي: ((موږ له وړاندې د چمتوالى اعلان وکړ او اوس هم چمتو يو، نه غواړو داسى حرکت وکړو چې وروسته ستونزې جوړې کړي نو پر حکومت غږ کوم چې خپل امنیتي سرتېري تجهيز کړي څو په شريکه سره د دښمن خوله ورماته کړه.))
قدير دا يادونه هم وکړه: ((په ښار کې د سقوط په تړاو ګونګسې خپرېږي خو هېڅ هم نشته، دښمن د جلال اباد د سقوط توان نه لري. موږ ورپسې غرونو ته روان يو چې هلته يې هم خوله ور ماته کړو.))
د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمدشېرزاد وويل چې په اچین او يو شمېر نورو سيمو کې يې د داعش په لټه پيل کړي عمليات بريالي روان دي.
امنیې قوماندان وويل: ((دښمن په لومړيو  کرښو کې په سلګونو تلفات ورکړي خو ښار ته به څنګه راشي، ستاسو سرتېري د امنیت ساتلو جوګه دي.))
اخوا د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې لوا قوماندان جنرال محمدنسيم سنګين وويل: ((د کندوز له سقوط سره هم مهاله په شينوار زون کې هم د دغسې بريدونو پلان و خو موږ يې پلان شنډ کړ او هغوی بريالي نه شول.))
سنګين د دغه ولايت د يو شمېر چارواکو په څېر يو ځل بيا وويل چې داعش په نورو سيمو د بريد پلان لري، خو د ده په وينا هلته يې هم مخنیوی کولی شي.
تر دې مخکې د ولسي جرګې غړي فريدون مومند ويلي وو، چې داعش په شينوارو کې تر ماتې وروسته اوس نورو سيمو ته د اوښتلو په لټه دي.
داعش وسله والو تراوسه د ننګرهار د ولايتي ادارې د دې خبرو په غبرګون څه نه دي ويلي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.