"د جلال اباد د پېښې او انګېزې شينوارې قاتلين دې اعدام شي"

جلال اباد (پژواک، ۱۷ غويى ۹۴): د ننګرهار د ولايتي شورا غړي او د ټولنيزو شبکو کاروونکي د انګېزې شينوارې د ترور او جلال اباد د پېښې په تور د نيول شوو کسانو د اعدام غوښتنه کوي.
د وري په ۲۹مه په جلال اباد ښار کې د نوي کابلبانک مخې ته ځانمرګی بريد وشو چې ۳۵ کسان په کې ووژل شول او ۱۲۴ نور ټپيان شول.
دغه راز تر دې مخکې د يوه مقناطيسي ماين په چاودنه کې د ننګرهار د ولايتي شورا وکيله انګېزه شينوارې سخته ټپي شوې وه چې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
د ملي امنيت عمومي رياست د غويي په ۱۴مه اعلان وکړ چې د جلال اباد ښار د نوي کابلبانک مخې ته د ځانمرګي بريد عاملين او د ولايتي شورا د غړې انګېزې شينوارې قاتلين نيولي دي.
د ملي امنيت رياست وياند حسيب الله صديقي په جلال اباد کې د خبري غونډې پر مهال وويل چې د دغو بريدونو په تور يې په بهسودو ولسوالۍ کې پنځه کسان نيولي چې پر خپلو جرمنو يې اعتراف کړی.
د دغو کسانو تر نيولو وروسته په ټوليزه شبکه فيسبوک کې يو شمېر مدني فعالان او فيسبوک کاروونکي ليکي چې حکومت بايد پر دې تور نيول شوي کسان علني محاکمه او اعدام کړي.
مدني فعال او د فيسبوک کاروونکي انجنير راحت ګل زيارمل پر خپله فيسبوک پاڼه د يادو پېښو دوه عکسونه خپاره کړي او ورته ليکلي يې دي: ((موږ عدالت غواړو.))
زيارمل ليکلي: ((د کابلبانک د بمي چاودنو عاملين چې سلګونه کورنۍ يې د غم پر ټغر کېنولې، په عام محضر کې اعدامول غواړو!، د شهيدې انګېزې شينوارې قاتلين هم پر دار راځړول غواړو!.))
ژورنالېست بختيار تلاش ليکلي، سمه ده، چې د مرګونو ډولونه توپير کوي، خو بيا هم د انسان مرګ، مرګ دی، انګېزه او فرخنده يو ډول وژل شوې دي.
هغه زياته کړې: ((انګېزې هم له ډېر کړاو وروسته ساه ورکړه او فرخندې هم. دا چې مجرمان يې بايد سزا وويني، نو غواړو د انګېزې قاتلين او عاملين په دار شي؛ که نه نو لاريونونو ته مخه کوو.))
د مدني فعال غورځنګ سادات په فيسبوک پاڼه ليکلي: ((د فرخندې قاتلين رسانه يي شول. غواړو د انګېزې قاتلين هم په عام محضر کې اعدم شي.))
نوموړي ليکلي چې په هېواد کې زورواکي ورځ تر بلې زياتېږي چې د ده په خبره "د فرخندې شهېدې او انګېزې قتل يې تازه بېلګې دي."
د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال ډاکتر ناصر کامه وال له پژواک سره په خبرو کې د امنيتي ادارو او په ځانګړې توګه له ملي امنيت مننه او ستاينه وکړه چې د يادو پېښو عاملين يې نيولي دي.
هغه زياته کړه، نيول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړى او هغوى بايد په يوه علني محکمه کې محاکمه شي.
نوموړي له عدلي او قضايي ادارو وغوښتل چې د يادو پېښو عاملينو ته سخته سزا ورکړل شي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ذبيح الله زمري پژواک اژانس ته وويل خوشحال دی چې امنيتي ادارو د وژل شوې وکيلې انګېزې شينوارې قاتلين نيولي دي.
زمري زياته کړه: ((موږ غوښتنه کوو چې دا قاتلين دې علني محاکمه او اعدام شي څو نور خلک ترې عبرت واخلي او د ورته پېښو مخه ونيول شي.))
ملي امنيت ويلي، د جلال اباد د پېښې او انګېزې د ترور په تور نيول شوي کسان په ډېرو پېښو کې لاس لري او غوښتل يې د جمعې په ورځ د ښار په يوه جومات کې پر لمونځ کوونکو هم بريد وکړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.