ده ولسوالی ننگرهار از تیم های سیار ثبت نام کنندگان بی بهره اند

 
جلال اباد (پژواک ١٣ لړم٩٢): د ننګرهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر وايي، چې د امنيتي ستونزو له امله د دغه ولايت په لسو ولسواليو کې د نوم ليکنې ګرځنده ټېمونه نه دي لېږلي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر مسوول ډاکټر محمداجمل اختر د لړم په ١٣مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې دوى د ننګرهار په ټولو ولسواليو کې د رايه ورکونې د کارتونو ګرځنده ټېمونه په پلان کې نيولي وو خو د امنيتي ستونزو له امله يې يواځې په دوولسو ولسواليو کې فعاله کړي دي.
هغه زياته کړه، چې دوى ته د امنيتي چارواکو له لوري په نورو ولسواليو کې د ګرځنده ټېمونو د جوړېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.
دى وايي: ((په حصارک، شېرزاد، خوګياڼي، بټي کوټ، چپرهار، پچير اګام او يو شمېر نورو نا امنه ولسواليو کې ګرځنده ټيمونه نه دي فعاله کړي.))
ډاکټر اجمل زياتوي، چې تر دا مهاله په ټول ننګرهار کې شاوخوا ١٤٠ زره کسانو نوم ليکنه کړې، چې له دې ډلې يې ٣١ سلنه ښځې دي.
نوموړى وايي، چې د ننګرهار په سره رود، کامې، کوز کونړ، بهسود او روداتو په ولسواليو کې د رايه ورکونې د کارتونو په اخيستلو کې د ښځو شمېر زيات دى او په پاتې نورو ولسواليو کې د ښځو د نوم ليکنې کچه ټيټه ده.
د هغه په وينا، په نورو ولسواليو کې ښځو نوم ليکنه کړې خو کچه يې کمه ده.
ډاکټر اجمل اختر د نا امنه ولسواليو د نوم ليکنې له کره شمېرې له ويلو ډډه وکړه او زياته يې کړه چې له مرکزي ادارې څخه ورته اجازه نه ورکول کېږي چې دوى رسنيو ته کره شمېره ورکړي.
خو نوموړي وويل، چې که څه هم د نوم ليکنې په لومړني بهير کې پروسه ډېره کمزورې وه، خو د عامه پوهاوي او ګرځنده ټېمونو په جوړېدو سره د دوى د تمې خلاف نوم ليکنه شوې ده، خو بيا هم د ښځو ونډه په کې کمه ده.
دى وړاندې وايي، که چېرې دوى ته په نورو ولسواليو کې د ګرځنده ټېمونو اجازه د امنيتي ځواکونو له لوري ورکړل شوې او امنيت يې ساتلى واى نو اوس به ياده د نوم ليکنې درجه له بل هر ولايته پورته واى.
ده وويل: ((له بده مرغه موږ ته اجازه رانه کړل شوه، ځينې سرحدي سيمې دي چې خلک يې نه شي کولى د نوم ليکنې مرکز ته ولاړ شي.))
د ټاکټو د خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر مشر ډاکټر اجمل وايي، چې اوس مهال او په راتلونکي کې نا امني دوى ته ستره ننګونه ده خو زياته يې کړه چې امنيتي ادارو ورسره ژمنه کړې چې د ټاکنو تر وخته به په ننګرهار کې امنيت راولي او ټولې هغه کړۍ چې نا امني يې رامنځته کړې ده له منځه به يې يوسي.
نوموړى دا هم وايي چې د ولايتي شورا لپاره د احتمالي نوماندانو له لومړني لېست څخه له ايستل شوو کسانو څخه يې يوولسو دوى ته رسمي عريضې ورکړې دي چې دوى له مرکز سره شريکې کړې دي.
دى زياتوي، چې دوى نور هېڅ ډول ستونزه د ټاکنو د بهير پر وړاندې نه لري خو يواځېنۍ د نا امنۍ ستونزه ده چې دوى يې له ننګونو سره مخ کړي دي.