جلال اباد (پژواک، ۱۵ مرغومی ۹۷): په ننګرهار کې يو معترض نوماند وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون يو کارمند ترې د پيسو او دوو زرهي موټرو غوښتنه کړې ده.
ياد معترض نوماند وايي، څلور زره رايې يې نادرکه شوې وې او د ټاکنو کمېسيون مرکزي دفتر يوه کارمند نه يې د همکارۍ غوښتنه وکړه؛ خو هغه يې مقابل کې د رشوت غوښتنه کړې ده.
ميوند جهاني او طلا محمد نيازی له ننګرهاره ولسي جرګې ته نوماندان و، لومړنيو پايلو کې یې د برياليو نوماندانو په لېست کې نومونه نشته او د مرغومي په ۱۵مه يې په همدې غبرګون مطبوعاتي کنفرانس ورکړ.
دوی ګواښ وکړ، که يې ولسمشر او د ټاکنو کمېسيون غږ وانه وري، نو خپلو ځانونو ته به اور واچوي.
دا په داسې مهال چې په ننګرهار کې د دويم ځل لپاره د ولسي جرګې ټاکنو د رایو بیا ځلې شمېرنه روانه ده، دغو دوو معترضو نوماندانو په یوه خبري کنفرانس کې د ټاکنو کمېسیون تورن کړ چې بېلابېلو سیمو کې یې د دوی تر څلور زره پورته رایې ورکې کړې دي.
د دوی له ډلې ميوند جهاني وويل، د درغليو اسناد په لاس کې لري او غوښتنه یې دا وه چې یواځې بایومټریک شوې رایې دې حساب کړل شي.
هغه زياته کړه: ((د شپې په لس بجې باندې زه د ټاکنو کمېسيون د يو کارمند له لوري غوښتل شوی يم خپل کور ته، زه د دې په خاطر تللی وم چې ما سره همکاري وکړي چې زما رايه ورکه نه شي، هغه مانه غوښتنه د پيسو وکړه، هغه مانه د دوومرمۍ ضد موټرو غوښتنه وکړه.))
دغه راز معترض نوماند طلا محمد نيازي وايي اصلاً يې له څلور زرو ډيرې رايې وړې وې؛ خو د ټاکنو کمېسيون ورته په لومړيو پایلو کې يوازې ۴۹۱ رايې رسولې دي.
هغه، د ټاکنو مرکزي کمېسیون په فساد کې ښکېل وباله هغه وویل، د موټرو او پیسو غوښتنه ترې کړې ده.
دواړو معترضو نوماندانو ګواښ وکړ، که يې ټاکنو کمېسيون او ولسمشر غږ وانه وري او ورکې شوې رايې يې بېرته ورته ونه رسېږي؛ نو دوی به خپلو ځانونو ته اور واچوي.
بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر په یوه خبري کنفرانس کې د فساد او درغليو په اړه غوښتنه کړې وه، که معترضین یې په اړه کره شواهد او اسناد ولري، اړوند ادارو ته دې د څېړنو لپاره واستوي.
ګلا جان عبدالبديع صياد څو ورځې وړاندې په کابل کې دغه راز دا يادونه هم کړې وه چې د بې ځايه تورونو لګولو پر ځای دې له قانوني لارو چارو کار واخيستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم ویلي، هغو نوماندانو چې د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته یې ټاکلې موده کې شکایتونه ثبت کړي وي، څېړي یې او ښايي لومړني نوملړ کې د پام وړ بدلون هم راشي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.