Winter to multiply displaced Shinwari families’ woes

جلال اباد (پژواک، ۱۵ تله ۹۴): د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اندېښنه ښيي چې د شينوارو جګړه ځپلې کورونۍ ښايي د هوا په سړېدو له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي.
د يادو ولسواليو په يو شمېر سيمو کې د وسله والو ډلو د خپلمنځي او حکومتي سرتېرو سره د وروستيو جګړو پر مهال شاوخوا ۱۳ زره کورنۍ نورو سيمو ته بې ځايه شوې دي.
دا کورنۍ په بېلابېلو سيمو کې د خپلو خپلوان او په ځينو سيمو کې په شاړو او خرابه کورونو کې اوسېږي چې کابو ټول يې مرستو ته اړتيا لري.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اندېښنه ښيي چې له دغو کورنيو سره د نه مرستې په صورت کې ښايي ډېری هغه يې له ناروغيو او نورو ستونزو سره مخ شي.
د ننګرهار د ولايتي شورا رييس احمدعلي حضرت پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغو کورنيو ډېری يې په بد حالت کې ژوند کوي.
احمدعلي زياته کړه: ((هوا په سړېدو ده، د نورو ستونزو تر څنګ د دغو کورنيو په اړه زما اندېښنه دا ده چې دا خلک بې روزګاره دي او پيسو ته اړتيا لري هسې نه چې د طالبانو او داعش په ليکو کې جذب شي.))
د ولايتي شورا د رييس په وينا، ولايتي اداره وايي چې د دغو کورنيو له کابو پنځه زره هغو سره يې مرستې کړې خو د ده په باور ښايي دا مرستې تر دې کچې نه وې شوي.
بلخوا د ولايتي شورا منشي اجمل عمر پژواک ته وويل: ((د دغو کورنيو يو شمېرو ته يې حکومتي مرستې رسېدلي، خو دا مرستې کمې دي، بايد له ټولو بې ځايه شوو سره مرستې وشي.))
عمر زياتوي چې په دې اړه يې خپلې اندېښنې له ولايتي ادارې سره شريکې کړې او په وينا يې هغوی هم هڅه کوي چې له بې ځايه شو سره مرستې وشي.
د ولايتي شورا منشي وايي: ((ستونزه دا ده چې دا کورنۍ له خپل خپلوانو سره او يا نورو سيمو کې اوسېږي، د ځينو سروې شوې او د ځينو نورو سروې پاتې ده، نو که سره منسجم وای مرستې به ژر ور رسېدلې وای.))
د ده په وينا: ((په ځينو سيمو څو کورنۍ په يوه کور مېشتې شوي، ماشومان او مېرمنې يې د کور دننه او سړي يې بهر اوسېږي، دا خپله لويه ستونزه ده. موږ اندېښنه لرو چې هوا سړېړي خو دا کورنۍ لا هم په خپل حال دي.))
د ولايتي شورا بل غړي ذبيح الله زمري د ورته اندېښنې په څرګندولو سره يادونه وکړه چې حکومت بايد ژر تر ژره له دغو خلکو سره لا ډېرې مرستې وکړي.
نوموړي وويل: ((دا خلک منسجم نه دي، که په څو کمپونو کې سره ځای پر ځای شوي وای، ښايي د مرستو د ور رسولو او سروې چارې به يې ډېرې اسانه وای..))
د ننګرهار د سرې مياشتې رييس او د بې ځايه شوو کورنيو لپاره د ټاکلې اضطراري کمېټې غړي ننګيالي يوسفزي پژواک ته وويل چې پر پخوانيو سربېره په اچين کې د وروستيو جګړو له امله زر نورې کورنۍ هم بې ځايه شوې دي.
نوموړي وويل: ((بې ځايه شوي دې اندېښنه نه کوي، موږ يې زياتو ته مرستې رسولې او نورو ته به يې هم مرستې ورسېږي.))
يوسفزي وويل: ((روانه اوونۍ د ولايت په مقام کې د بې ځايه شوو کورنيو د حالت په تړاو غونډه شوې او اړوند ادارو ته لازمې لارښوونې شوې دي.))
هغه د دې ممکنه ستونزو يادونه ونه کړه، خو د ولايتي شورا غړي وايي چې بې ځايه شوو ته د کمپونو جوړول ښايي وروسته د ځمکو د غصبېدو لامل شي.
د ننګرهار د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيري موده مخکې له پژواک سره په خبرو کې ويلي وو چې د شينوارو په ولسواليو کې د جګړو له امله تر ۱۲ زره کورني بې ځايه شوې چې تر اوسه يې کابو له شپږ زره سره مرستې شوې دي.
نوموړي ويلي چې له پاتې کورنيو سره د مرستې لپاره سروې پيل شوې او ډېر ژره به ورته د مرستو لړۍ جاري کړي.
د اچين ولسوالۍ د شنډلې سيمې اوسېدونکي محمدصادق چې جلال اباد ښار د خالص بابا په فاميلو کې مېشت شوي وايي: ((د جګړو له امله راکډه شوو، پوله پټي هر څه را څخه پاتې دي، سرونه مې راوستل اوس د مرستو په تمه يو.))
نوموړی وايي چې د خالص بابا په فاميلو کې له خپلوانو سره اوسېږي او نن سبا د ژوند لپاره هر ډول توکو ته لاسرسی نه لري.
له تېرو شپږ مياشتو راهيسې د شينوارو ولسواليو په يو شمېر سيمو کې د داعش وسله والو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي خو اوس له حکومتي ځواکونو سره هم وخت ناوخته د داعش جګړې پيل شوي.
د دغو نښتو له امله زيات شمېر کورنۍ کډې کولو ته اړې شوې چې د شينوارو پر امنو سيمو سربېره د غني خېلو، کوټ ، بټي کوټ په ګډون نورو سيمو کې مېشتې شوې دي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.