جلال اباد (پژواک، ۲۳ تله ۹۷): د ننګرهار ولايت سوداګر وايي چې د ولسي جرګې نوماندان دې د کاميابۍ په صورت کې د دوی ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
سوداګرو له نوماندانو دا غوښتنې د تلې په ۲۳مه جلال اباد ښار کې د خصوصي متشبثينو د ملاتړ نړيوالې ادارې له لوري د خصوصي سکتور او نوماندانو ترمنځ د تفاهم او اقتصادي اصلاحاتو په هکله د ګردي مېز پرمهال وکړې.
په ننګرهار کې د دغې ټولنې استازي ډاکټر شېر علي مومند وويل چې له دغه ګردي مېز څخه موخه د اقتصاد په اړه د نوماندانو د برنامو اورېدل او له سوداګرو يې په اړه د نظرياتو راټولول دي.
دی وايي، د دغه ولايت د سوداګرۍ خونې، صنعت او معدن خونې استازي، سوداګر او نوماندان د دغه ګردي مېز ګډونوال دي.
د ننګرهار د سوداګرۍ خونې د مشورتي بورډ مشر ډاکټر مخلص وويل،د دې ولايت سوداګر د برېښنا او امنیت په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ خو تر اوسه يې هېچا غم نه دی خوړلی.
دی وايي، که د راغلو نوماندانو له ډلې هر څوک د دغو ستونزو او د سوداګرو د نورو ستونزو د حل لپاره ځانګړې برنامې ولري، نو دوی به ترې ملاتړ اعلان کړي.
دغه راز د دغه ولايت د صنعت کارانو او معدن خونې مشر حاجي تور ملنګ وويل،  هغو نوماندانو ته چې په تېره دوره کې هم وکيلان و او د دوی د ستونزو په اړه غلي پاتې شوي دوی به رايه ورنه کړي.
نوموړی ټينګار کوي د خصوصي سکتور رايه د هغه چا ده چې د دغه قشر لپاره ځانګړې برنامې ولري او د دوی د غږ پورته کوونکی او د حق غوښتونکی وي.
غونډې ته د ورغليو نوماندانو له ډلې سيد جمال پاچا وويل چې په ننګرهار کې د سوداګرۍ پر وړاندې شته ستونزې  نا امني او د فساد موجوديت دی، چې دی به يې د کاميابۍ په صورت کې له اړوندو وزارتونو سره شريکې کړي.
خو د غونډې يو بل ګډونوال نوماندان او د تېرې دورې وکيل امیر خان يار د سوداګرو د دغې ګيلې په ځواب کې چې تېر کې يې دوی ته هيڅ کار نه دی کړی ، وويل چې ستونزه د قوانينو په جوړېدو کې نه، بلکې د قانون په پلي کولو کې ده.
هغه زياته کړه، دوی تر خپله وسه ډېر کار کړی او هر کله چې د وکالت په دوره کې سوداګر د ستونزو د حل لپاره ورغلي، دوی يې غږ تر اړوند وزارت پورې رسولی دی.
ټاکل شوې چې د روانې تلې مياشتې په ۲۸مه په هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شي، چې سر له اوسه د ټاکنو د امنيت په تړاو د خلکو اندېښنې موجودې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.