جلال اباد (پژواک، ۲۴ وږی ۹۸): د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون وايي، د بايومټريک ماشينونو د سموالي په اړه د اړوند شرکت له خوا ورته ډاډ ورکړل شوى او هيله يې څرګنده کړه چې دا ځل به ټاکنو کې هېڅ تخنيکي نيمګړتيا نه رامنځته کېږي.
دوی دا څرګندونې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د بايومټريک الو د خرابوالي په اړه د خپرو شويو راپورونو په ځواب کې وکړې.
ټاکل شوې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکې تلې مياشتې په ۶مه ترسره شي. د ټاکنو خپلواک کمېسيون لا له وړاندې دغو ټاکنو ته د چمتوالي خبر ورکړی دی.