Add new comment

ظاهرقدير: ننګرهار به د وسله والو مرکز نه، بلکې د هغو لپاره به هديره شي

جلال اباد (پژواک، ۱۹ تله ۹۴): د ولسي جرګې لومړي مرستيال اعلان وکړ چې ډېر ژر به له حکومت سره په همغږۍ په شينوارو کې د وسله والو پر ضد وسله وال پاڅون پيل کړي.
حاجي عبدالظاهر قدير د تلې په ۱۹مه په ننګرهار کې د خبري کنفرانس پر مهال يو ځل بيا ژمنه وکړه چې په يادو ولسواليو کې د وسله والو پر ضد پاڅون کوي او اوس د جګړې لپاره چمتو دی.
تر لوی اختر مخکې د ولسي جرګې دغه جګپوړي چارواکي حکومت ته د اختر تر ۱۵مې پورې وخت ورکړی و چې که د ننګرهار په شينوارو کې د داعش پر ضد پوځي عمليات پيل نه کړي نو دى به په خپله د جګړې ډګر ته ولاړ شي.
قدير زياته کړه: ((ما د اختر تر پنځلسمې وخت ورکړی و او ويلي مې وو چې وروسته به اماده ګي نيسو، زه اوس اماده يم او ډېر ژر به عملي ميدان ته له خپلو خلکو سره ښکته شم. تر څو چې دښمن نه وي ايستل شوى کابل ته نه ځم.))
نوموړی وايي، دغه کنفرانس د دې لپاره دی چې ولس د ننګرهار پر امنيت ډاډه کړي او زياته يې کړه: ((ولسه! اندېښنه مه کوه، لنډ وخت کې ميدان ته ښکته کېږم. ننګرهار په ځانګړي ډول شينواري به د دښمن لپاره مرکز نه، بلکې پر هديره بدلېږي.))
تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې د داعش وسله وال په دې لټه دي چې د ننګرهار ولايت پر خپل پوځي مرکز بدل کړي.
افغان حکومت اعلان کړی، د هر هغه ولسي خوځښت هرکلی کوي چې د افغان پوځيانو په چوکاټ کې د وسله والو پر ضد ودرېږي.
ظاهر قدير ممکنه دغو ټکو ته په اشارې وويل: ((که حکومت له موږ سره اوږه په اوږه ځي موږ ورسره اوږه په اوږه ځو ځکه دا زموږ ګډ دښمن دی.))
شاوخوا مياشت مخکې د ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم د ولس په ملاتړ د هېواد په شمالي ولايت فارياب کې د وسله والو پر د حکومتي سرتېرو په ملتيا جګړه ييز ماموريت ترسره کړ.
خو څو ورځې مخکې د ننګرهار امنيتي چارواکو ديوې خبري غونډې پر مهال ګواښ کړى و، چې له دولتي چوکاټ پرته به چاته په دې ولايت کې د پوځي خوځښتونو اجازه نه ورکوي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.