پل علم ( پژواک ۲۵ چنګاښ ۹۲ ) : د لوګر د پوهنې چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې له تیر یو کال راپدیخوا د پوهنې په برخه کې ګڼې لاسته راوړنې لري.
د ياد ولايت د پوهنې رياست وياند محمدشاهپور عرب وايي، چې په دې ولايت کې ټول ټال ۲۶۶ ښوونځي شته ، چې کابو ۸۵ يې د نجونو دي.
هغه وويل، په دې ښوونځيو کې ۶۸ لېسې او پاتې نور يې منځني او لومړني ښوونځي دي.
عرب پژواک ته وويل، چې په لوګر کې ټول ټال ۱۴۶۹۴۰ زده کوونکي زده کړې کوي، چې ۴۸۱۲۶ تنه يې نجونې دي، چې د ۳۷۱ ښځينه ښوونکيو په کډون ورته د ۲۸۹۰ تنو ښوونکيو له لوري زده کړې ورکول کېږي.
14/06/2014