لوګر د کابل سوېل ته په ۶۵ کیلومترۍ کې پروت ولایت دى، چې شمال ته یې کابل، سوېل ته یې پکتیا، ختیځ ته یې ننګرهار، او لوېدیځ ته یې د میدان وردګو ولایتونه او د غزني ولایت یوه څنډه هم پرته ده.دغه ولایت ۴۵۶۸۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري، چې په کې پښتانه، تاجک او هزاره وګړي ميشت دي.
لوګر په پخوانیو دورو کی د لوی غر په نامه هم یادېده. لوګر تر ۱۳۴۳ لمريز کاله پورې په کابل ولایت پورې اړونده سیمه وه؛ خو په همدې کال یو جلا ولایت شو.
 
ولسوالۍ:
لوګر شپږ ولسوالۍ او یو مرکز لري. پل علم یې مرکز او محمد آغه، څرخ، خروار، برکی برک، خوښۍ  او ازره یې ولسوالۍ دي. مهم په کې میشت قومونه یې احمدزي، ستانکزي، عبدالرحیمزي، تاجکان، خواجګان، ناصر، وردګ ، مسعود ، وزیر ، نایب خیل، اورمړ او  کوچیان دي.
 
د اوبو بندونه:
لوګر د اوبو درې بندونه لري، چې د خروار، اب تک او کړومبي په نومونو یادېږي او که ورغول شي ، نو ډېرې کرنیزې ځمکې به خړوب کړي.
د خر وار د اوبو بند په خراوار، ابت تک په خوشي او کړومبي په بره کي برک ولسوالیو کې موقعیت لري.
 
 
کولتور:
په لوګر کې د نورو ولایتونو په څير ادبي فعالیتونه که ډېر پراخ نه دي؛ خو په نشت حساب هم نه دي. دمګړۍ هر کال په دې ولایت کې د سنځل ګل په نامه کلنۍ مشاعره کيږي، چې پر کابل سربيره ورته  له یوشمير نورو ولایتونو هم شاعران، لیکوالان او د ادب مینه وال راځي.
د دې تر څنګ په کې دوه فرهنګي ټولنې فعالې دي او ورسره په یوشمير راډیو ګانو کې چې په لوګر کې فعالیت کوي، ادبي پروګرامونه هم خپرېږي.
د دې تر څنګ یوه جریده هم په کې چاپيږي او ورسره د ځینو نړیوالو موسسو او ادارو په مرسته د ښځو لپاره د خطاطۍ، لاسي صنایعو، رسامۍ او نورو کورسونه هم جوړ شوي دي.
د لوګر د نوموتې موسیقۍ بنډارونه که څه هم چې نا امنۍ اغيزمن کړي؛ خو لا هم په ډېرو سیمو کې تاوده دي.
 
تاریخي ابدې:
لوګر د یوې تاریخي سیمې په توګه په خپله غيږه کې ډېر تاریخي اثار او تاریخي سیمې لري.
د دې ولایت لرغونې سیمې د یوې لسیزې په ترڅ کې ډېرې ځپل شوي، غصب شوي او په ډېرو برخو کې ېې په خپل سري توګه کیندنې ترسره شوي دي، چې دغه اثار یې خورا زیانمن کړي دي.
د لوګر سجاونډ له تخت جمشید سیمې څخه دوه د سرو زرو مجسمو، چې یوه ېې نارینه اوبله ېې ښځینه وه، په خپل سر ان د طالبانو پر مهال کیندل شوي او پاکستان ته قاچاق شوي، چې لا یې هم د برخلیک په اړه معلومات نشته.
دغه ډول له مس عینک څخه ۱۵مجسمې، چې له سرو، سپینو زرو او ګچو څخه جوړې شوې وې، په ناقانونه توګه کیندل شوې دي.
که څه هم چې په عینکو کان کې اوس د تاریخي اثارو د ساتنې لپاره امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي او په مسلکي ډول یې کیندنې پیل شوي، خو په ډېرو نورو سیمو کې لا هم وضعیت ښه نه دی.
لوګر په څرخ، سجاونډ، خروار (کافرکوټ)، د مس عينکو ، د جمشيد تخت، زرغون ښار (خواجه صدر اوليا زيارت)، سلطان صيب غر او په سلګونه نور تاريخي ځايونه لري او په کې ګڼ تاریخي اثار لري، چې تاریخي قدامت یې زرګونه کلونو ته رسيږي.
 
مشاهیر:
لوګر په خپل تاریخي قدامت سره په خپله غيږه کې یوشمير داسې نومیالي هم زېږولي او روزلي چې نومونه یې د تاریخ برخه ګرځيدلې ده. په دغو کسانو کې مولانا محمد یعقوب چرخي، غازي امین الله خان لوګری، علامه فیضاني بهایي جان آغا، محمدجان خان محمدآغی، بایزيد روښان او نور شامل دي.
دغه راز لوګر یوشمير نور نومیالي په دې ډول دي: ډاکټر اشرف غني احمدزی، استاد نصرالله ستانکزی، محمد معصوم ستانکزی،  مولوي محمد نبي محمدي، ډاکټرفضل الله مجددي او نور.
 
رسنۍ:
په لوګر کې هم په دولتي هغو سربيره یوشمير شخصي ازادې او خپلواکې رسنۍ هم فعاليت کوي، چې شمير يې کابو ۱۳ رسنیو ته رسيږي.
اوس مهال د زینت، استقلال، اتفاق، ملي پیغام، څرک او ملي راډیو ګانې او ملي تلوېزون فعال دي. د دې تر څنګ په کې د ځوانانو غږ، اولمپیک، د ځوانانو د ټولنې میاشتنۍ مجله، ستوری او ورزشکار مجلې او جریدې هم چاپيږي.
 
پوهنه:
په لوګر کې په تيرو څو کلونو کې د پوهنې بهیر خورا وده کړې او اوس د پخوا په پرتله ډېری خلک خپل ماشومان ښوونځیو ته استوي.
په دې ولایت کې ټولټال ۲۵۹ ښوونځي شته، چې ۶۷ ليسې، ۷۳ منځني او پاتې نور یې لومړني ښوونځي دي.
په لوګر کې دمګړۍ ۱۳۳۸۵۵ زده کوونکي په ښوونځیو کې په زده کړه بوخت دي، چې ۴۰۸۳۶ نجونې دي. پر ښوونځيو سربيره ۱۹ دیني مرکزونه هم لري، چې یو دارالعلوم، ۳ دارالحفاظه او پاتې نور یې دیني مدرسې دي، چې ۳۱۵۳ تنه په کې په زده کړو بوخت دي. درې تخنیکي او مسلکي ليسې او دوه خصوصي ښوونځي هم په کې فعالیت کوي.
 
صنعت:
لوګر په صنعتي برخه کې خاص او د پام وړ څه نه لري؛ خو د نجارۍ، کمڅي او شړۍ جوړولو ډېر کوچني کارونه په کې کيږي.
 
کرنه:
لوګر یو کرنیز ولایت دی، چې د خلکو اتیا سلنه اقتصاد په کرنې ولاړ دی.
ځمکوال او بزګر هر کال په دې ولایت کې له ۵۱۵۰۰ جريبه اوبيزې او ۳۴۳۰۰ للمي ځمکې څخه په زرګونه ټنه کرنيز حاصلات راټولوي.
په لوګر کې هر کال په زرګونه ټنه غنم، جوار، لوبیا، اوربشې، ډول ډول سابه او نور کيږي، چې په لوګر سربيره کابل، پکتیا او خوست ولایتونو ته هم استول کيږي.
دغه راز په لوګر کې رنګارنګ ميوې ( مڼې،انګور، زردالو، بادام ) هم کيږي، چې په ۳۲۲۷ هکتاره یې بوټي کرل شوي او هر کال ترې بڼوال حاصلات تر لاسه کوي. لوګر تر اوسه فارمونه نه لري.
 
لوبې:
په لوګر کې د دودیزو لوبو تر څنګ یوشمير عصري لوبې هم کيږي. دا ولایت یو ورزشي امریت او لسګونه سپورټي کلپونه لري.
په لوګر کې فوټبال، والیبال، کرکټ، سوک وهنه، تکواندو، ووشو، کانکفو، بوکسینګ او سطرنج لوبې ډېر مینه وال لري. په دودیزو لوبو کې خوسی، غيږنیونه، منډې او نور هم شامل دي.