پل علم( پژواک،٣٠چنګاښ ٩٢ ): د لوګر چارواکي وايي، چې د دې ولایت د اوسېدونکیو اقتصاد ۸۰ سلنه په کرنې اومالدارۍ ولاړ دى؛ په دې برخه کې ستونزود لوګر اوسېدونکي له اقتصادي کمزورۍ سره مخ کړي دي.د هغوی په وینا، د کرنې په برخه کې تر یوې کچې له کارکولو سره بېره هم کروندګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
 
کرنه :
د لوکر د کرنې او مالدارۍ رییس انجینر همایون عمر وويل، چې په دې ولايت کې د پخوا په پرتله په کرنه او مالدارۍ کې د پام وړ پرمختک راغلی او دوی هڅه کوي، چې د بزګرانو لپاره اسانتیا رامنځته کړي.
دى وايي، د دې ولایت تر نیمایي ډېره ځمکه اوبيزه ده ، چې بزکر ورڅخه تر پخوا ښه حاصلات اخلي.
د هغه په خبره،د پل علم په ګډون، محمداغې، بره کي برک او څرخ ولسوالۍ د ښو او حاصلخېزه ځمکو په درلودلو سره د کابل کندو بلل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، د کرنې پرمختګ د خلکو اقتصاد پیاوړی کوي او په کار ده چې په دې برخه کې لا ډېر کار وشي.
ده وویل، کرنه او مالداري د مېکانيزه کېدو او ماشيني کېدو پر لور روانه او د پخوا په پرتله یې ډېر پرمختګ کړی دی.
د کرنې رییس زیاتوي، ځمکوال او بزګر هر کال له ۵۱۵۰۰ جريبه اوبيزې او ۳۴۳۰۰ للمي ځمکې څخه په زرګونه ټنه کرنيز حاصلات راټولوي.
د ده په وینا، په لوګر کې هر کال په زرګونه ټنه غنم، جوار، لوبیا، اوربشې، ډول ډول سابه او نور کېږي، چې په لوګر سربېره کابل، پکتیا او خوست ولایتونو ته هم استول کېږي.
انجینرعمر وايي، دغه راز په لوګر کې رنګارنګ مېوې ( مڼې، انګور، زردالو، بادام ) هم کېږي، چې په ۳۲۲۷ هکتاره یې بوټي کرل شوي او هر کال ترې بڼوال حاصلات تر لاسه کوي.
د نوموړي په خبره، لوګر تر اوسه فارمونه نه لري؛ خو که امکانات په لاس ورشي د یوشمېر دښتو د ابادولو او خړوبولو لپاره پلانونه په پام کې نیولي دي.
ده زیاته کړه، له دوو کلونو راهیسې يې په لوګر کې د زعفرانو د کر ازمېښت کړی، چې ښه پایله یې ورکړې ده.
دغه راز د لوګر د کرنې ريیس وايي، چې اوس مهال په مرکز سربېره په بره کي برک او محمداغې ولسوالیو کې د حیواني محصولاتو د ټولولو ۶ رسمي او ۵۰ غیر رسمي مرکزونه شته ، چې هره ورځ کابو لس زره کیلو ګرامه حیواني محصولات ( شیدې، مستې او چکه ) راټولوي، چې یوه اندازه یې کابل ته هم لېږدول کېږي.
خو کروندګر او بڼوال نیوکې کوي، چې حاصلاتو ته یې مناسب بازار نشته او له بهره را واردېدونکیو کرنیز توکیو یې د حاصلاتو پر بیو ناوړه اغېز کړی دی.
د پل علم اوسېدونکی لعل جان وایي، هر کال پر ۵ جریبه ځمکه سابه کري؛ ډېر زحمت پرې وباسي؛ خو کله چې یې وخت د پلور راشي بازارونه یې کم او د هېواد بازارونو ته د پاکستاینو سبو د راتګ له امله خپله سبزي په نیمه بیه پلوري.
دی وايي، هېواد ته د پاکستانیو سبو راوړل افغان بزګرانو ته سخت زیان اړولی دی.
هغه زیاته کړه، دا د دولت دنده ده چې د بزګرانو کرنیزو توکیو ته بازار پیدا، سړې خونې جوړې او د بهرنیو را وارددونکیو کرنیزو حاصلاتو مخه ونیسي.
د محمداغی ولسوالۍ اوسېدونکی بزګر محمد قسیم وایي، که له یوې خوا یې د حاصلاتو د پلور پر مهال بيې ټيټې وي؛ نو له بلې خوا د کابل بازار نشي کولای، هره ورځ ټول کرنیز توکي او سابه یې وپېري.
هغه وویل، ځکه هره ورځ له لوګر، وردګو، پروان او حتی له ختیځو ولایاتو څخه هم کابل ته په یوه مهال ترکاري او نور توکي راوړل کېږي او له دې پرته بل د ترکارۍ بازار نشته.
نوموړی زیاتوي، سره له دې چې د ترکارۍ بیه ټيټه ده؛ خو بیا هم د غنمو او جوارو پنځه برابره ګټه ترې اخلي.
دی بله ستونزه د اوبو د زېرمو او بندونو نه جوړېدل په ګوته او له حکومته غواړي، چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.
محمد قسیم په دې باور دی، که د اوبو بندونه جوړ شي، حاصلاتو ته یې بازار پیدا ، سړې خونې ورته جوړې شي او توکیو ته يې د پلور لپاره بهرني بازارونه وموندل شي، نو د بزګرانو په ژوند کې به مثبت بدلون راولي.
د پورک کلي د کوپراتیف مشر محراب الدين پژواک اژانس ته وويل، چې تر دې مهاله د ځمکو د پالنې او باغدارۍ چارې ټولې په خپله خلکو او باغوانانو په غاړه اخيستي، چې په دغه برخه کې ورسره دولت بنسټيزه مرسته نه ده کړې.
دى وايي، چې که دولت غواړي د ځمکوالو او باغدارانو اقتصاد ته وده ورکړي، نو له دوى سره دې بنسټيزه مرسته وکړي.
نوموړى زياتوي، د کرنيزو محصولاتو لپاره بازار موندل لومړى شرط دى، چې دولت يې باید زمینه برابره کړي، ځکه د بازار او سړو خونو د نشت له امله یې ډېری حاصلات له منځه ځي.
د پل علم د سیمه ییزې شورا مشر او ځمکوال داوود مېلمه وویل، که چېرې په تېرو لسو کلونو کې د کرنې په برخه کې بنسټیزې چارې تر سره شوې وای، نو بزګران به له اوسنیو ستونزو خلاص واى.
هغه وايي، د بزګرانو د اقتصادي وړتیا لپاره باید دولت اوږدمهالي پورونه ورکړي او وره بنسټیز پروګرامونه پلي کړي.
د ده په خبره، د کرنې په برخه له  ځمکوالو او بزګرانو سره اساسی او بنیادي مرسته تر اوسه نه ده شوې او د غلو دانو، مېوو او ترکارۍ د پروسس لپاره يې هم کارخونې او فابریکې نه دي جوړې شوي.
 
سوداګري او پانګونه :
لوګر که څه هم په یوې ټرانزيټي لويې لارې پروت ولایت دی، خو بیا هم په کې د سوداګرۍ او پانګونې برخو ته چندان پام نه دی شوی. تراوسه په دې ولایت کې د سوداګریزو خونو څانګه نشته او نه هم کومه بله سوداګریزه اداره په کې فعالیت لري.
د دې تر څنګ یوشمېر سوداګر وايي، چې نا امني هم د چارو پر وړاندې تر ټولو ستره ستونزه ده.
بسم الله چې په لوګر کې له ډېر وخت راهیسې د سبو او ترکاریو سوداګري کوي وايي، که دولت د امنيت په برخه کې له دوى سره مرسته ونه کړي، نو نشي کولاى په خلاص مټ کار وکړي.
هغه زیاتوي، نا امنۍ يې په چارو منفي اغېز ښندلی دی.
د ده په خبره، که څه هم چې په لويو لارو یو څه امنتی خوندي دی، خو د دوی د کار ساحه کلي او بانډې دي ، چې له بزګرانو کرنیز توکي پېري او کابل ته يې لېږدوي.
د بسم الله په وینا، له دې امله یې هم وخت نا وخته زیان کړی، چې کارګر ورسره د نا امنۍ له امله کلیو ته نه ځي او مالونه یې بې برخلیکه په سیمه کې پاتې او بازار ته یې نشي وړلای.
د هغه په خبره، په لوګر کې نه کوم صنعتي ښارګوټی شته او نه هم د سوداګرو کومه اتحادیه او سوداګر خپلې چارې په پاشلي ډول مخ ته وړي.
د ولایت په کچه سوداکرو په تېرو کلونو کی څوڅو ځلې په یو مناسب ځای کی دوی ته د صنعتي پارک د جوړولو غوښتنه وګړه، خو تر دې دمه یې غوښتنه نه ده اورېدل شوې او کیدای شي له همدې امله په دې ولایت کی فابریکه نه وي جوړه شوې .
د ده په وینا، په وار وار سوداګرو په دې ولایت کې د یوه صنعتي ښارګوټي د جوړېدو غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې چا خبره نه ده اورېدلې.
د ولایتی شورا رییس ډاکټر عبدالولي وکیل وایي، چې په لوګر کې شتمن او پانګوال کسان ډېر دي؛ خو د پانګونې زمینه ورته نه ده برابره.
هغه وايي، چې که ورته زمینه برابره شي، ډېر خلک به په لوګر کې خپل کار وبار پیل کړي.
د ده په خبره، روانه نا امني، د صنعتي ښارګوټي او برېښنا نشتون هغه لاملونه دي، چې په لوګر کې يې د پانګونې مخه نیولې ده.
 
لاسي صنايع:
لوګر د لاسي صنایعو له پلوه کمزوری ولایت دی. که څه هم چې یو مهال به په کې کلالي هم کېده، خو اوس یې لاسي صنایع یواځې د ښځو په لاس د جوړو شویو یخنونو او له مریو نه د نورو توکیو تر جوړولو محدود دي.
د پل علم د کلنګار سیمې اوسېدونکی اویا کلن جمعه خان ، چې په کولالي مشهور دی وايي، په کلالۍ کې پوره مهارت او وړتیا لري؛ خو زیاتوي، چې اوس څوک هغه پخواني توکي نه خوښ وي.
دی وايي، یو مهال د ده په لاس جوړو شویو توکیو ښه بازار درلود، خو اوس له خټو جوړ شوي توکي خلکو ته ارزښت نه لري.
نوموړي زیاته کړه: (( ما له همدې لارې خپل کور چلاوه او په خپل کسب او کار خوشاله وم.))
کولالي وویل، اوس یې زوی د ده کار مخ ته وړي؛ خو له تنور او ګلدان پرته بل هېڅ شی نه پلورل کېږي.
د لوګر د اطلاعاتو او کولتور رییس محمد شفیق پوپل وایي، چې یو مهال به د لاسي توکیو له امله ځینې سیمې ډېرې مشهورې وې او خلکو له لاسي توکیو سره مینه درلوده؛ خو په وینا یې، چې اوس د دې دود لمن مخ په ټولېدو ده.
هغه وايي، باید دولت د دې دود په بېرته را ژوندي کېدا کې هڅې وکړي او مهارت لرونکي کسان وهڅوي.
 عبدالمقصود عزیزي