د لوګر پوهنتون ته اداري او تدريسي ودانۍ جوړېږي

پل علم (پژواک، ٢ وږى ٩٤): د لوګر ولايت پوهنتون ته د يو کال په موده کې د ٣٨ ميليونو افغانيو په لګښت تدريسي او اداري ودانۍ جوړېږي.
د يادو ودانيو د بنسټ ډبره نن د لوګر د والي محمدحليم فدايي او د لوړو زده کړو وزارت د مرستيال ګل حسن ولي زي له خوا کېښودل شوه.
فدايي وويل چې د لوګر پوهنتون لپاره به د يو کال په موده کې  تدريسي او اداري ودانۍ په دوو پوړونو کې ورغول شي.
هغه وايي چې پر دغو ودانيو به په ټوليزه توګه ٣٨ ميليونه افغانۍ ولګول شي او لګښت يې هم د نشه توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د بديل معيشت پروګرام له خوا ورکول کېږي.
د والي د معلوماتو له مخې، دمګړۍ د لوګر پوهنتون د تدريسي او اداري برخې لپاره اړين ځاى په واک کې نه لري.
دغه راز فدايي وويل: ((تر ټولو لوى دښمن ناپوهي او جهالت دى، که چېرې موږ غواړو چې پرمختللې ټولنه ولرو او له نورې نړۍ سره سيالي وکړو نو بايد د علم زده کړې ته ډېره پاملرنه وکړو.))
په ياده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت مرستيال ولي زي وويل چې دغه وزارت د لوګر پوهنتون ته ځانګړې پاملرنه کوي.
هغه زياته کړه: ((دغه ولايت د پوهنتون لپاره کافي ځاى لري ځکه موږ هم ورته د پوهنتون په برخه کې تر اوسه څلور پروژې منظورې کړې دي.))
ولي زي ژمنه وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت به د لوګر پوهنتون لپاره ټول امکانات په خپل وخت سره برابر کړي.
په دې غونډه کې په ولسي جرګه کې د لوګر استازي انجنير صاحب خان د يادو ودانيو په جوړېدو خوښي وښوده خو ټينګار يې وکړه چې د ودانيو د جوړېدو پر مهال بايد کيفيت ته ډېره پاملرنه وشي.
د لوګر پوهنتون د چارواکو د معلوماتو له مخې، دمګړۍ په دغه پوهنتون کې ١٢٠ زده کوونکي د کيميا، فزيک او بيولوژي په څانګو کې پر  زده کړو بوخت دي.
خو دغه چاوراکي وايي چې راتلونکي کال ته به د پوهنتون د زده کوونکو شمېر پنځه سوو ته لوړ شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.