نياز محمد اميري د حاجي قلندر زوى، چې د غزني ولايت په  ده يک ولسوالۍ کې په ١٣٣٩ لمريز کال کې زېږېدلى دى.
لومړنۍ زده کړې يې په خپل  کلي کې  او لوړې زده کړې يې د کابل ددعوت په پوهنتون کې د حقوقو په برخه کې د ليسانس  ترکچې کړې دي .
نوموړى د افغانستان د خلکو د جهاد پر مهال د استاد سياف په مشرۍ د اتحاد اسلامي د جهادي ګوند غړى و او پاکستان ته يې هجرت هم کړى و.
نوموړى د طالبانو دواکمنۍ تر نسکورېدو وروسته د ولسي جرګې په لومړۍ دوره کې د غزني د خلکو استازى و.
تر هغه وروسته اميري ازاد کاروبار کاوه او د غزني د خلکو د سراسري شورا مشر و.
نوموړى په پښتو، دري او انګليسي ژبو خبرې کولى شي او ددعوت اسلامي ګوند غړى دى.