۱۷۲- حاجي محمد اکبر ستانکزی
د لوګر د خلکو استازى ، رايې : ۲۲۲۴
حاجي محمد اکبر ستانکزی د غلام فاروق ستانکزي زوی، چې په ۱۳۵۹ کال کې د پل علم اړوند د پادخواب شانه په کلي کې زېږېدلی دى.
نوموړي لومړنۍ زده کړې د پادخواب شانه په ښوونځي کې  او ثانوي زده کړی يې د پېښور په بي بي عايشه صديقيه لېسه کې بشپړې کړې دي. اوس مهال د کابل په دعوت پوهنتون کې خپلې لوړې زده کړې پر مخ بيايي . د لنډ مهالې دورې له پيل څخه يې يو ودانيز شرکت جوړ کړى ،چې د رسمي د ندې تر څنک يې  په  بېلابېلو ولايتونو کې ډيرې پراختيايي پروژې هم بشپړې کړې دي.
له کوم سياسي حزب سره  اړيکې نه لري ،مورنۍ ژبه يې پښتو ده، په دري او انګليسي هم خبرې کوي.
د اړېکو شمېرې :  ۰۷۰۰۶۸۲۱۲۷:  ۰۷۹۹۳۴۴۴۲۳
 ۱۷۳- شکيلا  هاشمي
د لوګر د خلکو استازې ، رايې :۱۱۷۴
شکيلا  هاشمي د سيد حبيب الله هاشمي لور، چې په  ۱۳۴۷کال کې د کابل ښار په ۷ مه ناحيه کې زېږېدلې او د عمر ډيره برخه يې هم په همدې ناحيه کې تېره کړې ده.هغې دکابل ښار د عايشې دراني په ښوونځي زده کړې ترسره کړي او د هجرت پرمهال يې د پېښور ښار په يوه شخصي پوهنتون کې طب پوهنځى  لوستى دى .نوموړې دطالبانو دحاکميت پرمهال دکابل په ۷ ناحيه کې د (ژبو ) د زده کړې  کورس درلود اوپه خپله هم په کې ښوونکې وه .هغه له کوم حزب سره اړيکې نلري او په تېره دوره کې هم په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازې وه، مورنۍ ژبه يې دري ده په پښتو او انګليسي هم خبرې کوي
د اړيکې شمېره :۰۷۰۰۲۳۵۴۳۴
 ۱۷۴- حاجي علي محمد شهيدي
د لوګر د خلکو استازى ، رايې :۳۵۴۰
حاجي علي محمد شهيدي د حاجي عزيزاحمد زوی، چې په  ۱۳۳۳کال کې د پل علم په پادخواب شانه کلي کې زېږېدلى، لومړنۍ زده کړې يې د کلي په ښوونځي کې او ثانوي زده کړې يې د کلنګار په جهادي لېسه کې ترسره کړې دي.نوموړي له فراغت  وروسته سوداګري کوله ، د جهاد پر مهال يې د حزب اسلامي غړيتوب درلود او يو مهال په پاکستان کې کډوال و. کومه رسمي دنده يې نه ده ترسره کړې، د ولسي جرګې په ۱۵ مه  دوره کې  هم ددغې جرګې غړى و.
د اړيکې شمېره :   ۰۷۰۷۱۲۴۱۴۱
 ۱۷۵- انجينرصاحب خان
د لوګر د خلکو استازى ، رايې :۱۸۳۱
انجينرصاحب خان د حاجي محمداجان زوی، چې په ۱۳۳۶کال کې د ازرې ولسوالۍ په دوکي خېلو کلي کې زېږېدلی او په قوم خروټی دی. نوموړي تر دوولسم ټولګي د کابل په رحمان بابا لېسه کې زده کړې کړي او د کابل پوهنتون له کرنې  پوهنځي څخه فارغ شوى. ده ديني زده کړې هم کړي او د جهاد په موده کې د ازرې په ولسوالۍ کې د اتحاد اسلامي ګوند قوماندان و. د مجاهدينو تر بري وروسته له ( ډاکار ، آی آر سي، ) او يو شمېر نورو موسساتو سره  يې د ندې ترسره کړې دي .
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۰۰۴۴۲۸