پل علم :
پل علم د لوګر ولايت مرکز دى ، چې شمال ته د محمداغې ولسوالۍ ، سوېل ته یی د پکتیا ولایت ،ختيځ ته یې د خوښی ولسوالۍ ، لوېديځ ته یی د میدان وردګو ولایت  اوسوېل غرب ته یی د بره کي برک او څرخ ولسوالۍ پرتې دې.پل علم د سیمو له پلوه په ۵ حوزو ویشل شوی او هره حوزه یی یوه شورا لری. د پل علم وګړي په ښار کې د سوداګريزو چارو ترڅنګ په کرنيزو چارو بوختي دي، د مڼو او انګور باغونو ترڅنګ نورې کرنيزې غلې دانۍ هم په کې کيږي .
 
محمداغه :
 محمداغه د پل علم شمال ته په ۳۰ کیلو مترۍ کې د کابل - ګردېز د لويې لارې پر سر پرته ولسوالي ده، چې ۱۳۴ کلي لري. دغه ولسوالۍ له کابل او میدان وردګو ولایتونو سره ګډه پوله لري، لوی او نامتو د اوبو بند سرخاب په همدې سيمه کې دى، د لوګر دغه تاریخي سیمه له کولتوري پلوه ډیره بډایه ده.لکه د سلطان صیب غر،زرغون ښار، شاهي کلا،مغل خېل،ګمران او نور په دې ولسوالۍ کې موقعيت لري.همدا ډول په دغې ولسوالۍ کې طبیعي معدنونه لکه د مس عينک کان او د سلیمان دغرونو لړلۍ، چې په لوګر کې دغه غره ته تور غر هم وایی ډیرې قيمتي ډبرې لری.
 
بره کي برک :  
بره کي برک د پل علم سوېل غرب ته په ۱۴کیلومترۍ کې پرته ولسوالي ده، چې د نفوس له پلوه د دې ولایت لومړۍ درجه کې راځي، ۱۳۳ واړه او لوى کلي لري.بره کي اوبدلو ته وایي او په هزاره جاتو کې یو ډول اوبدل شوي شال ته هم ويل کيږي په بره کي برک کې د سجاونډ او بره کي راجان تاریخي سیمې هم پرتې دي او د کړومبي په نوم د اوبو يو مهم بند هم لري ، چې که ورغول شي ، نو ډيرې کرنيزې ځمکې به ترې خړوب شي .
 
څرخ ولسوالي :
دغه ولسوالي د پل علم سوېل غرب ته په ۳۲ کیلومترۍ کې پرته ده، چی ۶۰ کلي لري. په دې ولسوالۍ کې د مولانا چرخي په نامه د اوبو یو ستر بند هم شته، چې کار يې له کلونو کلونو راهيسې نیمګړی ‎پاتې دی .
 
خروار ولسوالي:
دغه ولسوالي د پل علم سوېل ته په ۵۰کیلومترۍ کې پرته ده، چې له غزني، پکتیا او میدان وردکو ولايتونو سره ګډه پوله لري.دغه ولسوالي ۷۴ کلي لري ، خروار اوخارمرغ د ښکار له پلوه ددغې ولسوالۍ مشهورې سيمې دي.د خروار لرغونې سیمه په خپل زړه کې یوه بله کولتوري سیمه ساتلې،چې لرغونتیا ېې سلګونه کلونه وړاندې زمانو ته رسیږی، دا سیمه کافرکوټ نومیږی، کافر کوټ په خروار کې هغه سيمه ده ،چې په کې یو لرغونی ښارهم موندل شوی او له دغه زاړه ښار څخه د سروزرو، سپینوزرو او ګچو جوړې شوې مجسمې او لوښي ترلاسه شوي، دلرغون پیژندونکو په وینا، چې ددغه ښار قدامت د بودایانو(۲۶۰ز) او کوشانیانو( ۱۶۵ز)زمانو ته رسیږي.
 
خوشي ولسوالي:
دغه ولسوالي د پل علم سوېل ختيځ ته په ۲۰ کیلومترۍ کې پرته ده او ۶۷ کلي لري، چې د( اب  تک ) په نوم د اوبو يو بند هم لري، چې تر دې مهاله نه دى رغول شوى.
 
ازره ولسوالي :
 دغه ولسوالي د پل علم ختيځ ته په ۹۰ کیلومترۍ کې پرته ده، ۹۰ کلي لري،دغه ولسوالي د پکتیا ، ننګرهار او ختيځ کې له ډيورنډ کرښې سره ګډه پولي لري او غرنۍ سيمه ده.