پل علم ( پژواک١٦چنګاښ، ۹۲ ): د لوګر يوشمېر اوسېدونکي وايي، چې ورځ تر بلې د دې ولايت امنيتي وضعيت خرابېږي، چې د خلکو اندېښنې يې را ولاړې کړې دي.
د پورک کلي اوسېدونکی او قومی مشر حاجي محمد صادق وايي، چې په دې ولايت کې امنيتي وضعيت ډېر خراب او د خلکو ژوند يې ستونزمن کړی دی.
ده وويل، په سيمه کې وسله وال ، فعاليتونه لري، خلک هره شېبه د وېرې احساس کوي او د همدې امنيتي اندېښنو له امله خلکو ته رواني ناروغۍ پيدا شوې دي.
د نوموړي په خبره، چريکي جګړه، ماين چاودنې، مرموز قتلونه، د شپې له مخې په بمونو د ځينو کورونو د دروازو الوځول او د وسله والو له لوري د شپې پاڼو خپرول هغه څه دي، چې خلک يې په اندېښنو او وېره کې اچولي دي.
هغه زياتوي، داسې ورځ نشته چې د يوې بدې پېښې خبر نه اوري.
د پل علم د پاد خواب شانه د سيمې اوسېدونکی محمد رفيع وايي، د پسرلي په راتګ سره به خلکو د خوښۍ احساس کاوه؛ خو اوس ورسره دا وېره وي، چې څه او چېرته به په کومه پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
هغه وويل، داسې ورځ نشته چې په خپله سيمه کې د ډزو اوازونه وانه وري او همدې نا امنۍ د خلکو په ژوند او کار ناوړه اغېز ښندلی دی.
نوموړی زياتوي، چې سيمه يې له پل علم سره دوه کيلومتره فاصله لري ، چې حکومت يې د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلی دی.
د بره کي برک ولسوالۍ اوسېدونکی نجيب الله وويل، چې د امنيتي ستونزو له امله يې نه ورځ ورځ ده او نه هم شپه شپه.
هغه وايي، له ۱۳۸۷ کال راهيسې د دولت واک او سيمه تر ولسوالۍ محدوده ده؛ نو يواځې له عملياتو پرته حکومتي ځواکونه له ولسوالۍڅخه کليو ته نشي تللی.
د نوموړي په خبره، چې له سيمې يې د نا امنۍ له امله ډېرې کورنۍ کابل ته کډه شوې دي.
د څرخ ولسوالۍ اوسېدونکی او قومی مشر ډاکټر محمدين پژواک ته وويل، فکر کوي،چې تر دې ولسوالۍ پرته به د هېواد په کچه بله نا امنه ولسوالۍ نه وي.
هغه وايي، وسله والو د موټرو د تګ راتګ ټولې لارې په ريموټ کنټرولي ماينونو ډکې کړې دي او په کليو کې په ازادانه ډول ګرځي.
د هغه په خبره، په اسانۍ څوک له کوره بهر نه وځي او د شپې له خوا که هر څومره سخت ناروغ هم پيدا شي، نو ورځ ته د نا امنۍ له امله انتظار باسي.
د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکی کمال خان وايي، چې ولسوالۍ يې له ۵ مياشتو راهيسې د وسله والو له لوري کلابنده ده، ټېلېفوني اړيکې يې پرې او خلک له قحطۍ سره مخ دي.
نوموړی وايي، وسله والو دې ولسوالۍ ته ټولې غځېدلې لارې تړلي او هيچا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
کمال خان وويل، حکومت يې هېڅ غږ نه اوري او تر دې پرې بدتر حالت په ژوند کې هم نه دی راغلی او نه يې تر اوسه داسې بې غوره حکومت ليدلی.
د هغه په خبره، چې د خپلې ولسوالۍ د امنيتي ستونزو په اړه يې څو څو ځله ولايتي شورا او ولايت مقام ته خپل غږ رسولی ، خو تر اوسه يې د حل لپاره چا اقدام نه دی کړی.
پژواک خبری اژانس په پل علم ښار کې د دې ولايت د مرکز او ۶ ولسواليو له ۳۰ تنو سره د امنيت په اړه خبرې کړي، چې ډېرو يې په خپلو سيمو کې له امنيتي ستونزو سر ټکاوه او ويل يې چې د تېر کال په پرتله په دې ولايت کې امنيتي وضعيت خراب شوی دی.
د لوګر د ولايتي شورا رييس ډاکټر عبدالولي وکيل هم مني، چې لوګر په يوه خراب امنيتي وضعيت کې دی او وايي، چې ډېری سيمې تر امنيتي ګواښ لاندې دي.
د هغه په خبره، چې په دې ولايت کې کورني او بهرني وسله وال شتون لري او ځينې سيمې يې تر خپل واک لاندې راوستې دي او هر څه يې چې زړه وي په کې تر سره کوي يې.
نوموړی وايي، په دې اړه يې څو څو ځله د ولايت په امنيتي غونډو کې برخه اخيستې او خپلې اندېښنې يې له امنيتي چارواکو سره شريکې کړي؛ خو وايي، ډېر وخت د افغان دولت امنيتي طرحې يواځې پر کاغذ پاتې کېږي.
ډاکټر وکيل زياتوي، چې وسله وال په دې ولايت کې تر خپل واک لاندې سيمو کې صحرايي محکمې لري او خلک ورته مراجعه کوي.
د ده په وينا، لوګر له ستراتېژيک پلوه وسله والو ته ډېر مهم دی او هغوى غواړي له دې ځايه کابل و ګواښي.
د ولايتی شورا رييس زياته کړه، د وسله والو وژل، نيول، چاڼيز عمليات او يا هم د وسله والو پر وړاندې نورې کړنې د حل لاره نه ده، بايد هغوی د يوې ملي پروسې برخه او په واک کې دې شريک شي.
هغه وايي، که له وسله والو سره سوله ونه شي او هغوی په واک کې شريک نشي نو جګړو، وژنو او نا امنيو لړۍ به روانه وي.
د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش سره له دې چې مني په دې ولايت کې وسله وال مخالفان فعال دي؛ خو وايي، چې امنيتي ځواکونه هم پياوړي شوي او په هر حال کې د وسله والو ځواب ويلى شي.
هغه وايي، ګاونډي هېوادنه خپلو موخو ته د رسېدو لپاره لوګر ته په ارزښت ګوري او له همدې امله يې ياد ولايت ته د کورنيو طالبانو تر څنګ بهرني وسله وال هم  را استولي دي.
نوموړی زياتوي، ولسي وګړي د وسله والو له ظلم څخه په تنګ شوي او له همدې امله يې خپل ځوانان د سيمه ييزو پوليسو ليکو ته لېږلي دي.
د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رييس خان صادق وايي، دولت پر وسله والو برلاسی دی ، وسله وال له دوی سره د مخامخ جګړې توان نلري؛ خو زياتوي، چې د ماين خښول، چريکې جګړې او د عامو خلکو وژل لا هم دوام لري.
نوموړی په دې باور دی، چې سږکال د امنيتي ځواکونو ليکې پياوړې شوي او په لوګر کې يې د وسله والو مخالفينو کړۍ ور تنګه کړې ده.